Sunday 4 December 2011

چین او روسیه: دریمه نړیواله جګړه پیلیدونکې ده


چین او روسيه : دریمه نړيواله جګړه پيلیدونکې ده

لیکوال: حنان حبیبزی

له هغې وروسته چې کابل له واشنګټن سره د سټراټیژیک تړون په نامه د افغانستان د ګاونډیانو د لاسوهنو د مخنیوي لپاره یو څه لاسلیک کړل، د اسلام اباد او تهران په ګډون مسکو او بیجینګ سرې اشارې احساس کړې. د حامد کرزي دغه پریکړه پر ټولو ګاونډیو هیوادونو ښه ونه لګیده، او دايي پر سیمه د امریکا د کنټرول لپاره د شرایطو چمتو کول وبلل.

تیره اونۍ د مهمندو په ایجنسۍ کې پاکستاني پوځيان د ناټو د هوايي ګذار په نتیجه کې ووژل شول او دې کار اسلام اباد مجبور کړ چې د احتجاج په توګه د افغانستان په اړه د بن په کنفرانس کې ګډون ونکړي. ددې پایله به څه وي؟ هغه به له کنفرانس وروسته څرګندې شي، خو په دې مقاله کې مهمې او وروستۍ سیمه ییزې اندیښنې څیړم چې په افغانستان کې د متحدو ایالاتو د دایمي شته والي له کبله زیږیدلي دي.

لانجې او شخړې

په دې وروستیو میاشتو کې د هند دفاعي چارواکو پوښتنه وکړه چې شاو خوا شل زره چینايي عسکر د پاکستان تر څارنې لاندې کشمیر کې څه کوي؟ دواړو، چین او پاکستان ځانونه غلي واچول او دغې هندي پوښتنې ته يې هیڅ ځواب ورنکړ. ددې په سم لاسي غبرګون کې دهند دفاعي چارواکو په میلیونو امریکايي ډالر پر پوځي اړتیاوو ولګول او پریکړه يې وکړه چې په راتلونکو پنځه کلونو کې سل زره اضافي سرتیري د چین پولې ته ولیږي. د ددواړو هیوادونو د ترینګلو اړیکو په تاریخ کې دا دوم ځل دی چې چین سره پر پوله هندي ځواکونه په دې ډول بیساري ګام لاس پورې کوي. د پولې پرسر د چین او هند ترمنځ د1962 کال له شخړې وروسته دا د ډیلي تر ګردو لویه پوځي پانګونه ده.

له دې سره جوخت د افغانستان په ګډون چین، روسیه او پاکستان د شینګهايي په غونډه کې د بندو دروازو ترشا د اسلام اباد په ضد د امریکا د ممکنه برید په اړه خبرې وکړې. د روان کال د نومبر د میاشتې پر نهمه، دریواړو ګاونډیو هیوادونو د لویدیځ له ملاتړه برخمن حامد کرزی تر فشار لاندې ونیوه چې امریکا ته د دایمي اډو له ورکړې انکار وکړي او د ګاونډیو ترڅنګ ودریږي. د کرزي په سرکې د دغو سیمه ییزو فشارونو بریښ لا هم وو چې د پاکستاني ټلویژون یو خبریال د مرکې لپاره ورغی. په ناڅاپي توګه د کرزي له خولې ووتل چې پر پاکستان د امریکا د برید پر مهال به له اسلام اباد سره ودریږي.

کله چې تیره اونۍ له افغانستان څخه پورته شوو، امریکايي الوتکو د مهمندو په ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځيانو پر مرکزونو هوايي برید وکړ، او له شلو ډیر پوځیان يي ووژل، د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په څرګنده توګه د ښاغلي کرزي هغې غوښتنې ته ځواب ورکړ چې له امریکايي ځواکونو يې بیا بیا غوښتلي وو چې له پولې هاخوا عملیات وکړي، هغه څه چې د کرزي له هغو خبرو سره تضاد لري چې له خبریال سره يې کړې وې.

دا شی چین او روسیي ښه نه ایسیږي چې د زنې لاندې يې افغانستان داسې پریکړې وکړي چې په اوږده یا لنډ مهال کې پر مسکو او بیجینګ د فشار د راوړلو پر الې بدل شي، او ددوی چاپیریال ته خطر پیښ کړي. د روسانو لا هیر نه دي چې امریکايي وسلو او مالي مرستو يې په افغانستان کې څه ډول شوروي اتحاد له پښو وغورځاوو. ددې سره سره چې پاکستان هغه مهال د امریکا یو کلک ملګری وو او د شوروي اتحاد پخلاف يې د مجاهدینو ملاتړ کاوو، خو اوس د چین منځګړیتوب د مسکو او اسلام اباد ترمنځ اړیکي د ملګرتیا یو نوي پړاوو ته بیايي. په دې توګه، که امریکا د پاکستان پخلاف په رسمي بڼه د پوځي عملیاتو اعلان وکړي، دا به په سیمه کې امنیتي خطر لا پسې ډير کړي.

ایران او امریکا وار له مخه د اټومي پلان پر سر ستونزې لري، د امریکا چارواکو ګواښنه کړې چې ولسمشر اوباما د تهران په ضد پوځي عملیات لا نه دي رد کړي. روسانو پر ایران هر ډول برید غندلی او دايي د سیمي بیثباتۍ ته لمن وهل بللي دي. که امریکا د پاکستان په ضد د جګړې اعلان وکړي، یا د ایران په ضد، پر سیمه او نړۍ به يې اغیز یو ډول وي. د ایران دوه ګاونډیان، عراق او افغانستان د امریکا د پوځي، سیاسي او اقتصادي اغیز لاندې دي، او وار له مخه امریکايي پوځيان پکې ځای په ځای شوي دي.

د عراق ترڅنګ سوریه تر سخت فشار لاندې ده او ښايي د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونه دغه هیواد ته ورشي.سوریه او ایران د ترکې ګاونډیان دي، دغه نیواک به نه یوازې ترکې ته د منلو وړ نه وي، بلکې مسکو به د تهران او دمشق ملګرتیا ته ودانګي. د روسيې یوه جنګي بیړۍ وار له مخه د سوريې اوبو ته ورغلې ده چې د ناټو د برید پر مهال د اسد د حکومت دفاع وکړي.

په لیبیا کې د قذافي د رژیم د نسکورولو په پلمه د ناټو ځواکونو پر هغه هیواد یرغل وکړ او هلته يې یوه بله ډله ( چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا معرفي شوه ) واک ته ورسوله. په یمن کې هم ددې امکان شته چې د ناټو ځواکونه د القاعدې د ځپلو په پلمه ور ننوزي. په مصر، ټونس او بحرین کې هم امریکا هڅه کوي چې د خپلې خوښې رژیمونه واکمن کړي. که په دغو هیوادونو کې اسلامي ډلې لکه اخوان المسلمین کنټرول تر لاسه کړي، بیاهم امریکا او ناټو ته دا مساله د منلو وړ نه ده. په دې توګه، سعودي عربستان ( چې امریکايي عسکر پکې شته دي ) کلا بند کیږي، او نشي کولی چې د خپلو تیلو یا نورو اقتصادي سرچینو په اړه داسې پریکړې وکړي چې د امریکا دناخوښۍ لامل وګرځي.

د چین یو سیاسي کارپوهه ډاکټر کيیول چانګ په یوه مرکه کې وویل، '' نړۍ حالات یو تاریخي پړاوو ته رسیدلي دي. د شینګهايي تړون نشي کولی امریکا او ناټو په شمالي افریقا کې له بریدونو راوګرځوي. هیله ده چې روسیه او چین په ګډه وکولی شي، په نړۍ کې د ځواک انډول رامنځته کړي چې هلته شخصي، ظالمانه او ښکیلاکي بڼه پر یو خپلواک هیواد لکه لیبیا ونه تپل شي''.

د روسيي اندیښنې

له هغې راهیسې چې ناټو په افغانستان کې شتون پیدا کړی، او د منځنۍ اسیا له لارې تګ راتګ کوي، د روسيي سیاستوال او استخباراتي څانګې په دې مساله کار کوي چې ناټو څه ډول اړ کړي چې د پخواني شوروي په هیوادونو کې خپل پوځي تګ راتګ او نندارې کمي کړي. د2011 کال د سپتمپر په میاشت کې دغه خبرې اترې په غوښتنه بدلې شوې او دغو روسيي سیاستوالو او استخباراتي چارواکو پریکړه وکړه چې د ناټو تګ راتګ ته یو بدیل پیدا کړي. دوی داسې نظریه رادمخه کړه چې د ناټو پرځای د روسانو د اغیز او ګرځیدو راګرځیدو سپارښتنه کوي، مانا روسیه باید د شوروي اتحاد پر پلونو مزل وکړي، او خپل اغیز پراخ کړي، نه ناټو.

له هغې راهیسې چې شوروي اتحاد په افغانستان کې ماتې وخوړله او ناټو پر افغانستان یرغل کړی، د چین په ګاونډ کې د پخواني شوروي تر ولکې لاندې هیوادونه لکه قزاقستان، ازبکستان، قرغزستان، او جورجیا په ډیریدونکي توګه د امریکا په مشرۍ دناټو د ځواکونو د تګ راتګ پر ډګر بدل شوي دي. د تیرو دوه کلونو راهسې دجورجیا او د روسیې ترمنځ اړیکي ترینګلي دي. په داسې حال کې چې ناټو په افغانستان کې وه، او د جورجیان ولسمشر په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره ګرزیده، د جورجیا عسکرو پر اوسیتیا برید وکړ او دغه برید ددې لامل شو چې روسان د جورجیايي عسکرو په وړاندې غبرګون وښيي.

څه له پاسه یوه میاشت وړاندې لومړي وزیر ولادیمیر پوتین خپل هغه پلان اعلان کړ چې د نوې ایرو اسیا د یوځای کیدنې پروژه New Eurasian integration project نومیږي. د پوتین یوه مقاله د روان کال د اکټوبر پردریمه دIzvestia په نوم سیمه ییزې ورځپاڼې خپره کړه. لومړي وزیر خپله دا هڅه یو داسې راتلونکی وباله چې دده په وینا نن پیلیږي او په مقاله کې يې وړاندیز وکړ چې د پخواني شوروي هیوادونه دې یو ځل بیا یو لاس شي، په بله وینا د نننۍ روسيې په مشرۍ خپلې سیاسي او اقتصادي چارې پر مخ بوځي.

د روسيي اوسنی لومړی وزیر او احتمالي راتلونکي ولسمشر ولادیمیر پوتین پخپله مقاله کې دا شک له منځه وړی چې ګویا دغه پروژه د شوروي د ژوندي کولو هڅه ده، خولیکي چې ددغې پروژې له لارې د پخواني شوروي هیوادونه کولی شي چې انساني او اقتصادي ځواکونه سره یوځای کړي او د نړیوالو پرمختګونو ټیکاؤ ډاډمن کړي. د ښاغلي پوتین په وینا ددې پروژې سیاسي اړخ دا ښيي چې د سیمې سیاسي او اقتصادي ځای ځایګی یا دریځ بدل شي او رښتیني شرایط برابر کړي چې دغه خوزښت پر نړیوالو چارو مثبت اغیز ولري.

یوه اونۍ وروسته، د روسيي لومړی وزیر په ناڅاپي توګه چین ته لاړ او هلته يې له هوجین تاوو سره ولیدل. ددوی دواړو ترمنځ د خبرو په اوږدو کې دغه اندیښنه په ډاګه ښکاره وه چې د سیمې امنیت څه ډول تر کنټرول لاندې وساتي. سیمه ییزو رسنیو خبر ورکړ چې پوتین د روسيي له استخباراتو څخه یو راپور ترلاسه کړی چې د چین او د روسيي د امنیتي څانګو په ګډو هڅو جوړ شوی وو.

د نورو سرچینو سربیره ددې راپور یوه سرچینه د بلیک واټر یو پخواني کارکونکی براین انډروډ وو. ښاغلی انډروډ اوس په امریکا کې د جاسوسۍ په تور نیول شوی دی. روسيي رسنیو وویل چې بیجینګ،مسکو ته ویلي دي چې امریکا او ناټو غواړي یوه نړیواله پوځي جګړه پیل کړي. چین پتیلې ده چې د امریکا پوځي دریځ په ښکاره ډول له نقشې د عمل دریځ ته لیږدلی دی.

د روسيي او چینايي استخباراتو د راپور ادعا کوي چې امریکا او ناټو داسې پلان لري چې په قصدي ډول د امریکا او اروپا اقتصادي حالت خراب کړي چې د نړۍ اقتصادي سیسټم له منځه لاړ شي، او په دې توګه سملاسي پر شمالي امریکا، افریقا، اسیا او پر منځني ختیځ پوځی بریدونه پیل کړي.

روسيې د مالوماتو له مخې په دې جګړه کې به داسې کیمیاوي وسلې کارول کیږي چې میلیونونو انسانان ووژني. د فیډرالي روسيې د استخباراتو راپور ادعا کوي چې د ناټو تګلاره جوړونکي لګیا دي چې وار له مخه یو داسې پلان چمتو کړي چې له جګړې وروسته سوله راولي. ددغه راپور له مخې، امریکا غواړي چې دNew World Order په نامه داسې نړیوال سیاسي او اقتصادي سیسټم رامنځته کړي چې د مځکې پرسر یوګوني(یوازیني) حکومت ته لاره برابره کړي، ګویا په دې ډول د مځکې د ویجاړیدو مخه ونیسي، او ملکيتوب Civilisation خوندي کړي.

د مسکوددغه امنیتي راپور په وینا دناټو، روسيې او چین پوځي ځواکونه هیڅکله یو بل ته د جګړې لپاره دومره مخامخ او چمتو نه وو، څومره چې نن دي. د همدې لپاره پوتین او چینايي سیال يې د لیدو کاتو په اوږدو کې پریکړه وکړه چې خپلو سرتیرو ته وروستی تیارسئ ورکړي. د روسیې د استخباراتو د راپور په متن کې د نغښتو اندیښنو نښې نښانې د نومبر پر 26 هغه وخت څرګندې شوې چې په مسکو کې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د امریکا پر دایمي اډو اندیښنه وښودله او پر واشنګټن يې غږ وکړ چې خپلې موخې روښانه کړي.

مسکو په دې وروستیو میاشتو کې څو څو ځلې امریکايي چارواکو ته ویلي چې له تور سمندرګي څخه خپلې جنګي بیړۍ وباسي چې روسان يې په ژورو اندیښنو کې اچولي دی. په دې بیړۍ کې داسې توغندي ځای پر ځای شويدي چې د پنټګان په وینا، ددوی د دفاعي سیسټم برخه ده. روسان پوښتنه کوي چې ولې دغه توغندي د روسيې تر زنې لاندې په توره بحیره کې ځای په ځای شوي دي؟

په مسکو کې د امنیتي چارواکو راپور وايي، دغه بیړۍ داسې رادار سیسټم لري چې د متحدو ایالاتو توغندیوته دفاعي ډال ګڼل کیږي او دغسې یو څه د روسې په شا او خوا کې د منلو وړ نه دی.همداراز، د امریکايي ځواکونو هغه فضايي ګزمې چې د روسيي پولې ته څیرمه ترسره کیږي، مسکو ته داسې  پلمه په لاس ورکړې ده چې له بیجینګ سره ملګرتیا غوره کړي.

د امریکا د یرغلونو اصلي هدف څه دی؟

لکه څرنګه چې مارکس پانګوالي د تولید ځانګړې تاریخي بڼه بولي، خو زموږ په وخت کې ددې پرځای چې کپیټالیزم تولیداتي بڼه ولري د لویدیځ مارکیټونه لیدل کیږي چې د چینايي توکو د وړاندې کولو په بالقوه استازولیوagents  potential بدل شوي دي. موږ په لویدیځ کې ګورو چې وزګارتیا او اقتصادي کړکیچ مخ په ډيریدو دی، او دا هیوادونه د چینايي توکو د پيرونکو په توګه  عمل کوي. هره ورځ موږ ګورو چې لویدیځوال سوداګر چین ته وردانګي چې شیان راونیسي، او په اروپايي مارکیټونو کې يې وپلوري، ځکه، هغه څه چې په چین کې تولیدیږي او ارزانه ترلاسه کیږي په اروپايي هیوادونو کې په دې بیه نه تولیدیږي.  

ددې لپاره امریکايي عسکر د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې ځای په ځای شوي چې چینايي کمپنۍ/ تړون کونکي له هغو هیوادونوڅخه وباسي چې هلته د تیلو تړونونه لري. د بیلګې په توګه، په دې روستیو کې امریکا هوډ کړی چې د افریقا د مالي او نایجریا هیوادونو کې خپل عسکر ځای په ځای کړي. په دغو دوه هیوادونو کې د تیلو تړونونه له چین سره دي، لکه، په لیبیا کې چې ګرد چینايي تړون کونکي له هغه ځایه ویستل شول 

په دې توګه امریکا پلان لري چې د منځنۍ اسیا، ایران او پاکستان د ګوادر د سیمې پرتیلو او غازو کنټرول پیدا کړي، دغه سیمې چین ته انرژي برابروي او د انرژۍ اصلي سرچینې دي. له دې کبله چې، چین په نړۍ کې یو ه غښتلې اقتصادي امپراتوري جوړه کړې او د نړۍ پر مارکیټونو يې قبضه لګولې، امریکا غواړي چې دغه امپراتوري په هرډول چې وي ماته کړي.

د امریکا لپاره  مخامخ د چین پخلاف پوځي یرغل ناشونی کار دی، ځکه چې، چین نه افغانستان دی او نه هم عراق، ددې لپاره امریکا هڅه کوي چې د انرژۍ هغه سرچینې لاسته راوړي چې له چین څخه بهر دی او چینايي تولیداتو انرژي برابروي.

ددې کار لپاره، امریکا غواړي چې د پاکستان په ګوادر کې یوه پوځی اډه جوړه کړي، د بلوڅانو راپورته کیدنه/ د کوټې شورا او داسې نور رسنیز تبلیغات ددې لپاره رامنځته کیږي چې پر ګوادر امریکايي یرغل ته حالات برابر شي. پر ایران د برید یو لامل همدا له چین سره د ایران اقتصادي اړیکي دي، او کله چې په ایران کې دامریکا په خوښه هرڅه بدلون ومومي، بیابه چینايي کمپنۍ مجبورې کړل  شي چې ایران پریږدي. دغه راز د منځنی اسیا په هیوادونو کې.

دا امریکايي پلان ددې لامل ګرځیدلی چې په جګړو او تاوتریخوالي پانګونه وشي، او په پایله کې دغو جګړو په ځانګړو هیوادونو کې بیوزلي، لوږه او مهاجرتونه رامنځته کړي دي، او په دې توګه يې، په لویدیځو هیوادونو کې اقتصادي کړکیچ ته لار اواره کړې ده.

د پوځي مهماتو ننداره

د روسانو د شمیرو له مخې امریکا او ناټو مخکې له مخکې شاوخوا 2000 M1 Abrams نومي شوبلې په عراق او 2000 نورې په افغانستان کې ځای په ځا کړي دي. همدارنګه په منځني ختيځ ، اسیا او نورو سیمه ییزو هیوادونو کې يې ډول ډول پوځي امکانات زیرمه کړي دي. د روسيي د رسنیو له مخې پوتین روسيي جنرلانو ته امر کړی چې د نړۍ د وروستۍ جګړې لپاره چمتوالی ونیسي.

د استخباراتو راپور وايي، دغه جګړه هر وخت پیښیدای شي او یو شی چې پاتې دي، دادي چې امریکا خپل یو اشاریه پنځه میلیونه سپما کړې پیسې راوړاندې کړي چې دا کار د څو شیبو د یوې خبرتیا له لارې شونی کیدای شي، د کانګریس هیڅ ډول تصویب ته اړتیا نلري .

د امریکا دغه پلان په 1998 کال کې له هغه مهاله په پام کې وو چې د نوي امریکايي پیړۍ لپاره پروژه پیل شوه. ددې پروژې یوغړی د امریکا د دفاع پخوانی وزیر ډونالډ رامزفیلډ دی. ده د 2001 کال د سپټمبر په میاشت کې داسې ګواښنه وکړه: '' که جګړه په دې کې پاتې راغله چې په څرګند ډول د نړۍ سیاسي نقشه بدله کړي، نو امریکا به پخپلو موخو کې پاتې راشي''.

یو اسپانوی خبریال ډانیل ایسټولین چې د امریکا او ناټو پر بهرنیو موخو يې څیړنې کړي، وايي د 1990 کلونو په اوږدو کې امریکا '' د باربرا - ټو'' په نامه د روسيی پخلاف اقتصادي عملیات پیل کړل، لکه د نادولتي ټولنو، د اینټر نیشنل مانټري فنډ او د نورو لارو چارو له لارې چې د روسيي اقتصاد ته زیان ورسوي.

د ښاغلي ایسټولین څيړنې ښيي چې د 2001 کال راهیسې ددغو عملیاتو دوم پړاوو روان دی چې '' باربرا - تري'' په نامه یادیږي. ددې عملیاتو موخه داده چې روسیه تر فشار لاندې راولي او اقتصادي بنسټوته يې ویجاړ کړي. دده په وینا امریکا پلان لري چې په افغانستان کې دیارلس پوځي اډې جوړې کړي، او ددغو پوځي اډو له لارې روسانو ته په پوځي او اقتصادي ګذارونه ورکړي. .

د چین او پاکستان ملګرتیا

پاکستان په دې نیکمرغه دی چې دفاعي ټیکنالوجي يې چین چمتو کړې ده او د روان کال په نیمايي کې يې پنځوس جي ایف 17 ډوله جنګي الوتکې ورکړې چې اسلام اباد ته نوی ځواک ورکړي. چین او پاکستان، دواړه له هند سره سیاسي، پوځي او اقتصادي تربګني لري.

د بیجینګ او اسلام اباد له نظره ډیلی د واشنګټن او اسرایلو مخامخ سیاسي، پوځي او اقتصادي ملاتړ لري او متحد ایالات يې هڅوي چې په نړیوال مارکیټ کې دچین پراخیدونکې اقتصادي امپراتوري له ننګونو سره مخامخ کړي. ددې لپاره هند یو اوږدمهاله سیال ګڼل کیږي. چین په هر ډول چې وي، هڅه کوي په سیمه کې د هند د پرمختیا مخه ونیسي، هغه څه چې پاکستان ورته سترګې په لار دی.

خو د هند سیال، پاکستان، چین ته ددې لپاره ارزښت لري چې له اسلامي نړۍ سره د بیجینګ اړیکي جوړوي او د پله حیثیت يې غوره کړی دی. اسلام اباد همدا راز په اسلامي هیوادونو کې د بیجینګ لپاره د توکو سرچینې او مشتریان برابروي چې چینايي توکي بازار پیدا کړي او د بیجینګ سوداګریزې او پرمختیايي چارې ګړندۍ شي.

ددې هڅو په پای کې چینايي پانګوال په دې بریالي شوي چې په عربي هیوادونو لکه سعودي، قطر، عمان ، اماراتو او بحرین کې پانګونه وکړي. عربانو په دې توګه د ارزانه کارګري ځواک د ګومارلو په تمه خپلې پانګې چین ته لیږدولي او یايي پخپلو هیوادونو کې چینايي کارګر ګومارلي دي. پاکستان دچین لپاره په دې هم ډیر ارزښت لري چې بیجينګ ته د تیلو او غازو په لیږدونه کې ونډه واخلي.

که امریکا پر پاکستان د پوځي عملیاتو رسمي اعلان وکړي، ښايي چین پرته له ځنډه رادمخه شي. د مئ په میاشت کې هغه مهال چې بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، لومړی وزیر ګیلاني بیجینګ ته سفر وکړ. چینايي چارواکو يې په هرکلي کې امریکا ته ګواښنه وکړه چې پر اسلام اباد د واشنګټن برید داسې مانا لري لکه پر بیجینګ چې برید شوی وي.

1 comment: