Monday 12 March 2012

پنجوايي عملیات د روڼ اندیزه موخو لپاره ترسره شوي دي


پنجوايي عملیات د روڼ اندیزه موخو لپاره ترسره شوي دي
حنان حبیبزی

دکندهار ولایت دپنجوایي  په ولسوالۍ کې، د یکشنبې د شپې 2 بجې هغه مهال چې ټول خلک ویده وو، ظاهرا ګوښئ  امریکايي سرتیری څو پرله پسې  سیمه ییزو کورونو ته ور واوښت ،  د ماشومانو او ښځو په ګډون يې  په لسګونو ملکي وګړي  په ډله ییزه توګه  ووژل. دا مساله چې ایا دغه پوځي یوازې وو، که نور ملګري يې لرل،   په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو اصول څرګند دي، او هغه دا چې  ګوښی پوځي اجازه  نلرې چې له خپل مرکز څخه ووځي.

  یو شمیر مړي چې غربت يې ورایه څرګند دی
انځور: الجزیره ټلویژون

  سیمه ییزو خلکو چې خپل خپلوان يې له لاسه ورکړي وویل چې پر کورونو يې الوتکې ګرځيدې او ورسره جوختې  ډزې وشوې . د جان اغا په نامه یوعیني شاهد رویټرز ته باور ښودلی چې برید کونکی یوازې نه وو او نور ملګري يې هم لرل. ډیری خلکو  دا برید د ناټو شپيني عملیات وبلل.

هغه څه چې عامو خلکو ته غښتلي  دلایل په لاس ورکوي د ملکي افغانانو پخلاف د امریکايي سرتیرو د جنایتونو لړۍ ده چې په تیرو لسو کلونو کې يې کړي دي. ددې لپاره اړینه ده چې موږ یو څه بیرته لاړ شو او وګورو چې په تیرو وختونو کې د ملکي افغانانو د ډله ییزو وژنو په وړاندې  تاریخ ته څه په میراث ورپاتې دي.  

 په  2008 کال کې امریکايي ځواکونو د شینوارو ولسوالۍ پر یو واده هوايي برید وکړ، د ناوې په ګډون يې 55 تنه ملکي خلک  قتل عام کړل. امریکايانو پخپل غبرګون کې  دا برید تیروتنه وبلله، بخښنه يې  وغوښتنه او مساله د رسنیز پروپاګنډ له لارې غلې شوه.  خلکو ته اجازه ورنکړل شوه چې پوښتنه وکړي ایا د امریکا هوايی ځواک  پخپل سري توګه  الوتنې او عملیات کوي، که دوی ته د سون مواد، تخنیکي او پوځي پلان ورکول کیږي؟   

همداسې که له نوروسلګونو ورته بیلګو تیر شو او د 2009 کال د می په میاشت کې د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ ته ورشو نو هلته به ومومو چې  له سلو ډير ملکي خلک  په ډله ییزه توګه څنګه ووژل شول؟  یا د 2009 کال د سپټمبر په میاشت کې د کندوز نژدې دوه سوه تنه ملکيان څنګه او څه ډول ووژل شول،  وروسته بیا د ساعت تیرۍ لپاره په همدې کندهار کې د څو ځوانانو وژنه رولنګ سټون  بربنډه کړه چې د امریکایانو پخلاف  يې انزجار پراخ کړ.

همداراز په هلمند، کونړ، پکتیا ، خوست ، لوګر،غزني، پکتیکا، ننګرهار او نورو ولایتونو کې د عامو خلکو د وژلو بیلابیلې پیښې د پام وړ دي چې میندواره ښځې په ډزو ووژل شوې.  تر ګردو وروستۍ يې پر مړو د امریکايي پوځيانو  د متیازو ویډيو او د قران کریم سوزول وو چې د امریکايي پوځ  څیره يې افغانانو ته لاپسې  افشا کړه.  

د قدرت او پوځ خاوندان کولی شي له وړاندې تولید شوو مصنوعي مالوماتو په خپرولو سره رسنۍ له حقایقو بیخبره وساتي او هغه حقیقت پټ کړي چې له دغسې خونړیو پیښو سره تړاوو لري. خو عادي خلک نور نه تیرباسل کیږي یا پرهغو پلمو باور نکوي چې د ملکي خلکو له مرګ ژوبلې وروسته امریکايي ځواکونو په تیرو وختونو کې کارولي دي.

هغه انځورونه چې رویټرز خپاره کړل، که په ځیر سره وکتل شي، نو ښيي چې د پیښې قربانیان څومره بیوزلي او د ژوند له بیلا بیلو کړاونو سره مخامخ  وو .  دا دومره غربت  هم دوی ته د امریکا  یرغل وربښلی وو چې په سویلي ولایتونو کې يې د پوځي شتون  د کارګرۍ  اسانتیاوې ړنګې کړې. ایا دغه بد مرغي بس نه وه چې  ددې خونړي جنایت نښه هم وګرځیدل؟

ډير شمیر افغانان ددغه جنایت پړه خپله پر کرزی اچوي. دوی وايي دغه حقیر سړی لاپسې  دغندنې  وړ وګرځيد چې  په پلرني ښار کې يې امریکايي متحدین  په ښکاره د عامو خلکو  قتل عام ته دوام  ورکوي خو دی يې زغمي، ان یوې ښځې چې د خپلوانو مړي يې په وړاندې پراته وو په چیغو چیغو د AFP خبریال ته وویل'' الله دې د کرزي یوازینی زوی ووژني چې پوهه شي موږ څه احساس لرو.''  

له مخکې پلان شوي بریدونه

ددې سره سره چې ناټو او د کرزي رژیم هڅه کوي چې په بګرام کې د قران کریم د سوزولو پیښه ناقصدي وښيي خو د هغې رسوايي  یوه موخه هغه وخت روښانه شوه چې کابل اعلان وکړ چې د بګرام د بندیانو د کنټرول د ترلاسه کولو پر سر له امریکايي پوځيانو سره نتیجې ته رسیدلي دي.  کرزی غواړي چې د بندیانو کنټرول د سیاسي وسیلې  په توګه د سولې د  خبرو اترو پر مهال د طالبانو په ضد وکاروي.   

هغه وخت چې امریکايي پوځيانو په بګرام کې قران کریم ته سپکاوی وکړ، په حکومتي او ناحکومتي کړیو کې بحثونه پیل شول چې تورنو امریکايي سرتیرو ته به چیرته او څه ډول سزا ورکول کیږي.  په داسې حال کې چې د هیواد  په بیلابیلو برخو کې د قران کریم د سپکاوي په ضد لاریونونه روان وو، دغه بحثونه هغه مهال په  جدي  اندیښنو واوښتل چې صبور نومي عسکرد کورنیو چارو وزارت په تالار کې دوه امریکايي افسران ووژل.  د ناټو مشرانو اود کرزي د رژیم امنیتي چارواکو اندیښنه ښکاره کړه چې د ځايي پولیسو له خوا پر بهرنیو متحدینو د نورو ممکنه  بریدونو  مخه څه ډول ډب کړي.

هغه خونه چې ښځې او ماشومان پکې قتل عام شول

د لویدیځ په یو شمیر رسنیو کې ګڼو  راپورونو  دا شونتیا نه ردوله چې ښايي ټيټ پوړي افغان  پوځیان مهمو ودانیو او دولتي ځایونو ته له ننوتلو وګرځول شي  یا هم ددوی د هغو همکارانو  په لاس چې دننه يې باور ترلاسه کړی له سختې پلټڼې او څارنې وروسته دولتي ودانیو ( لکه کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت)  ته د ننوتلو اسانتیا پیدا کړي.

خو دغو راپورونو دې مسالې ته پام نه وو کړی چې د وړاندیزونو ورکول د ټیټ پوړو عسکرو  ترمنځ  د توپير لامل ګرځي، د پوځیانو او چارواکو  ترمنځ په لوی لاس درز جوړوي. دداسې پریکړو له لارې  امنیتي چارواکو  افغان پوځيانو ته دا پیغام ورکاوو چې زموږ  د کنټرول او شتمنۍ د خوندیتوب لپاره به جنګیږئ، خپل ژوند به خطر کې اوچوئ او هغه هیوادوال به له منځه وړئ  چې خطر جوړوي ( لکه د نژدې دیرش تنو لاریون کونکو وژنه )، خو ماته  به نژدې نه راځئ چې تاسو هم خطر یاست.  دې پيغام ښايي یو غبرګون درلودلی خو که یوازې همدا د قران کریم د سوزولو پر مساله باندې بیا بیا په رسنیو کې خبرې روانې وای. 

1. ددې لپاره دوی اړتیا درلوده چې د هوا یا مځکې له لارې یو بل عملیات ترسره کړي چې قران ته سپکاوي کونکي د خلکو له ذهن څخه ووځي. اوس به د هغو  پوځيانو پر ځای  چې قران ته يې سپکاوی کړی د یو پوځي د محاکمې خبره کیږي اود پنځه پوځیانو احتمالي دوسیه به وتړل شي. خو  هغه پوځي چې په پنجوايي کې يې قتل عام کړی هیڅکله د افغانستان عدلي سیسټم ته ونه سپارل شي، ځکه چې هلته په 2002 کال کې د امریکايي ځواکونو او د کرزي د رژیم ترمنځ یو داسې تړون شوی دی چې امریکایانو ته دا حق ورکوي چې پخپل سر عملیات وکړي او په افغانستان کې به نه محاکمه کیږي. دا تړون د شمال ټلوالې هغو مشرانو لاسلیک کړی دی چې د کرزي په رژیم کې غټې څوکۍ لري.

2. دومه موخه يې داده چې مالومه کړي  ایا هغه خلک چې د قران کریم د سوزولو له کبله په غوصه شوي وو، ددې قتل عام په ضد راپورته کیږي کنه؟ که چیرې داسې وشي  او هغه خلک چې وار له مخه په غوصه دي،  دا یوه پلمه وګڼي او د امریکایانو په ضد راپورته شي نو متحد ایالات به  په افغانستان کې د عامو خلکو غوصه جدي وګڼي او د غوصې د سړولو لپاره به نوې تګلاره جوړه کړي. که خلک راپورته نشي نو، امریکایان پوهیږي چې حالات لکه د پخوا په څیر عادي بڼه لري او افغانان لاهم سره ویشلي دي. په دې مانا چې د شمال ټلوالې مشران کولی شي تاجک توکمي، هزاره او ازبکان مجبور کړي چې له ملاتړيې  لاس وانخلي او په هغو تبلیغاتو باور ولري چې پښتانه طالبان دښمنان ښيي.

3. د ټولنیز مورال مساله ډيره مهمه ده. مخکې له دې چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو پخلاف وضعه لاپسې خرابه شي، امریکايي پوځيان باید پوهه شي چې  د روسيې، چین، ایران او پاکستان ترمنځ  په پروت هیواد کې د خلکو وروستي احساسات څه دي؟  ددغسې پیښو له لارې پوځیان هڅه کوي د عامه مغزونو دنننۍ برخه Internal drive  یا id وخوځوي او  هغه ممکنه وروستی تاوتریخوالی څرګند کړي چې عادي خلک به يې د ممکنه غچ  لپاره ښيي.  ددوی کارپوهان هغه وخت یوې نتیجې ته رسیږي چې خلک کوڅو ته راووزي او غبرګون وښيي.  

4. بل اړخ  يې له روڼ اندیزو موخو سره تړاو لري،  یانې د نوو ډراماټیکو او خونړیو مالوماتو  تولید. موږ ولیدل چې ددې پیښې څومره انځورونه نن او پرون  وپلورل شول، څومره راپورونه  پرې  ولیکل شول؟  افغانستان د ګڼو کورنیو او بهرنیو رسنیو مرکز دی. په دې وروستیو کې د قران کریم پیښې د نړیوالو رسنیو پام یو ځل بیا دغه هیواد ته ور واړاوو. د مالوماتي جګړې  یوه موخه داده چې څه ډول نوي مالومات تولید شي چې ژر د نیواک لاندې هیواد په ګوټ ګوټ کې د پام وړ وګرځي، بلکې نړیوالې رسنۍ، فیلمي ټولنې، لکه هالیوډ اود نړیوالو کتاب لیکونکو پام هم ځانته ور واړوي.

 د بیلګې په توګه، دځوان ټیکسي چلونکي دلاور کیسه چې په 2002 کال کې پیښه شوې وه. په بګرام کې د نوموړي د بندي کیدلو او  قتلولو پر کیسې جوړ شوي  فیلم  په 2008 کال کې اکاډمي ( اسکر ) ایوارډ وګاټه چې د فیلم او ټلویژون  تر ګردو وچته جایزه ده. دې فیلم له هغو میلیارډونو ډالرو څخه ډيرې پیسې پیدا کړې چې تر 2005 کاله پورې امریکا په افغانستان کې لګولې وې.   
د دلاور کیسې د فیلم  د کمپنیو لپاره په زړه پورې مالومات او مواد چمتو کړل چې نه یوازې يې  یو شمیر خلک په امریکا کې په  کار وګومارل بلکې د ورته  نورو جنایتونو په ترڅ کې تولید شو مالوماتو ته يې  د تجارت  لار جوړه  کړه.  په افغانستان کې امریکايي جنرالان داسې پیښو ته اړتیا لري چې په راتلونکي کې د کتاب د  لیکلو لپاره جالب مواد ولري او میلیونو ډالره وګټي.  دېته Informational Warfare  یا د مالوماتو لپاره جګړه وايي.

د مالوماتو لپاره جګړه

په دوم هیواد کې پراته بهرني یرغلګر په دې نه پوهیږي چې ځای خلک به ددوی په اړه څه فکر کوي؟  د بمباریو، پوځي عملیاتو او د فزیکي جګړې ترڅنګ  د مالوماتو لپاره  جګړه اړینه ده چې د پروپاګند او د مصنوعي مالوماتو د خپرولو له لارې د دښمن مورال مات شي. داسې پیښې ناڅاپي نه دي، بلکې وار له مخه پلانیږي.

دوی د دغه ډول حالاتو د جوړولو له لارې خونړی پیغام ورکوي او د خلکو چلند، طبیعت، استدلال او اعمال اندازه کوي. د برتانیا د لیډز پوهنتون د مواصلاتو او رسنیو د څانګې  پروفیسر فیلیپ ټایلر دا د مالوماتو لپاره  جګړه  بولي.  دغسې جګړه د امنیتي کړکیچ  او د ناڅرګندې وضعې پر مهال ترسره کیږي چې د خلکو په مغزونو او ذهنونو کې پټ اهداف  د احساساتو د پارولو له لارې رابرسیره کړي او پوځ ته وس ورکړي چې د راتلونکو احتمالي پیښو په اړه اټکل وکړي او په وړاندې  يې د رسنیو له لارې پروپاګڼد په لاره واچوي .  

د دې جګړې بله موخه داده چې د خلکو د ذهنیت او احساساتو د څرګندولو له لارې پوځ خپل اهداف داسې چمتو کړي چې د خلکو په ذهنونو اغیز وکړي او ددوی مخالف احساسات مړه کړي. د جګړې دې بڼې ته Psychological Operation  یا روحي عملیات هم وايي او ددې موخه دا وي چې د ولکې لاندې خلکو ذهنیت روښانه کړي، په دې حساب امریکايي سرتیری چې دغه عملیات يې ترسره کړي دي، رک روغ دی  او برعکس يې هڅه کړې چې د افغانانو ذهني غبرګون psychic reaction   څرګند کړي.

په  ذهني ناروغۍ اخته پوځ

کله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن د ټلویژون پر هندارو راښکاره شي، د چین په ګډون د نړۍ پر یو شمیر هیوادونو تورونه لګوي چې د بشري حقونو ماتونکي دي. په دې وروستیو کې د سوريي  د بشار الاسد پخلاف ددې  نیوکې ډيرې شوي دي چې دا ښه کار دی، خو کله چې د امریکاخپل پوځيان د نړۍ په یوه بله برخه کې  د بشارالاسد له بڼې کار اخلي،  د عامو خلکو پر قتل عام لاس پورې کوي، بیاڅه کیږي؟ .......   د اسد او قذافي د پوځ یا د فلسطینانو پخلاف اسرایلي پوځ هم  کټ مټ چلند کوي لکه د پنجوايي په ولسوالۍ کې امریکايي پوځ د افغانانو پخلاف ترسره کړ.

یو شمیر رسنیو اټکل کړی چې دغه پوځي ښايي پر ذهني ناروغیو اخته وي،  خو د طالبانو په ګډون ډيری افغانان دغه استدلال ردوي. په فیسبوک او ټوایټر کې ډيری افغانانو وارله مخه ویلي چې د امریکايي پوځ په دې ادعا به باور ونکړي.  
طالبانو پخپل غبرګون کې د پوځي د ذهني ناروغۍ مساله داسې وسیله بللې چې امریکایانو تل د خپلو اعمالو د پلمې په توګه کارولې ده:    
‘’ که واقعا ددغې جنایتکارانه پیښې عاملین لیونیان او په ذهنی مرض مبتلاوي نو دا له پوځي پلوه بل اخلاقي جنایت دی چې امریکايي یرغلګر په افغانستان کې لیونیانو او عصبي ناروغانوته وژونکې وسلې په لاس ورکوي او هغوی یې بیا په بیوزله افغانانو بي صرفي استعمالوي. ایا دا دنړئ دکومو پوځي مقرراتو له مخې جوازلري چې لیونیان دې په پوځي تشکیلاتوکې مسلح او بیادي په اصطلاح ورته دسولې دتأ مین مسؤلیت وسپارل شي''.
اوس امریکايي پوځیان ګوري چې دې پیښې ته ولسي غبرګون څه دی، که د هیواد په ټولو برخو کې خلک د امریکايي نیواک په ضد راپورته شول او خپله کرکه يې وښوده، ښايي د سټراټیژیک تړون د لاسلیکولو پر بهیر سیوری وغړوي چې له امریکا ډیر کرزی ورته اړتیا لري.  

No comments:

Post a Comment