Monday 13 August 2012

د خاص ارزګان دقتل عام اېتولوژي

د خاص ارزګان دقتل عام اېتولوژي

حنان حبیبزی

دوه اونۍ وړاندې، په خاص ارزګان کې، شاوخوا 16 تنه عام وګړي د ځانګړو پولیسو(اربکیو) یو قومندان 'شجاعي' په زوره له کورونو وویستل، لاسونه يې پرې وتړل، یو داسې ځای ته يې بوتلل چې هلته د ځانګړو پولیسو کنټرول دی، او بیايي خپلو 30 تنو وسله والو ته امر وکړ چې دغه ولسي خلک په برچو(پوځي چړو) ووهي،  د برچو د ګذارونو له کبله چې لاس تړلي ولسي خلک له پښو ولویدل بیايي سرونه پر کاڼو ور وټوکل. سبا چې ځای خلکو دخپلو خپلوانو ډله ییزمړي په یوه څیرمه کنده کې وموندل د وحشت نښې يې په مخونو له ورایه څرګندې وې.  

 ولسي خلک د پیښې په غبرګون کې د ولایت د ودانۍ په وړاندې ورټول شول، او دقربانیانو له منځه يې د 9 تنو مړي له ځان سره د احتجاج په توګه د ولایت مرکز ته وېوړل چې والي او اړوندو جنایي قواوو ته د شوي ظلم بیلګې وښيي. خو د ارزګان والي د ولسي خلکو دغه عدالت غوښتونکی ټینګار جدي ونه نیوه ، برعکس لاریون کونکو ته يې د ورته سزا ګواښونه وکړل. عیني شاهدانو په والي تور ولګاوو چې له قومندان 'شجاعي' سره د نشيي موادو په قاچاق کې لاس لري او نشي کولای چې خپل کاروباري شریک خوابدی کړي. 

امیر اخندزاده د ازرګان والي دی، د هلمند د پخواني والي شیرمحمد اخندزاده سکنی ورور دی. شیر محمد د کرزي د باوري سلاکارانو په ډله کې مخکښ سړی دی چې څوکاله وړاندې يې پرسر نژدې وو چې له برتانیا سره اړیکي خړکړي. کرزي ګومان کاوو چې د برتانیا د فشار له کبله اړ شوی چې شیرمحمد اخندزاده د ولایت له څوکۍ لیرې کړي. د 2010 کال د ډسمبر په میاشت کې، ویکي لیکس بیا ددې کړکیچ پټ جزیات افشا کړل، د برتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون کرزي ته وویل  '' شیرمحمد اخندزاده د منلو وړ الټرنیټیو نه دی او د نشيي توکو په قاچاق کې يې دهغه ښکلیتیا او فساد ددلیل په توګه وریاد کړ''. اوس، د ارزګان خلکو ادعا کړې چې د شیرمحمد اخندزاده کاروبار دهغه ورورمخته وړي، او په ارزګان کې د ولایتي اغیز په کارولو سره د نشيي توکو په قاچاق او اداري فساد کې ښکیل دی. 

دا ګړۍ چې، ددغو وژل شوو خلکو پاتې شوني په ویر کې ډوب دي، بوږنونکې خبره داده چې نړیوال او کورنۍ ادارې قاتل ته سزا په اړه ځانونه  ناګاره اچوي . یا خو، څوک جرت نشي کولای چې د قربانیانو له پاتې شونو سره همدردي وښيي، ځکه چې، قاتل د رژیم د لوړې کچې ملاتړ لري. دا حالت ښيي چې نړیواله ټولنه خپلو هغو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې چې د ملکي خلکو دخوندیتوب په اړه يې کړې دي. له دې کبله خو، ولایتي ادارې قربانیانو ته ګواښنه کړې چې '' له شکایت لاس واخلي او چوپه خوله کیښني، کنه نو، لسګونو نور کلیوال به يې له ورته برخلیک سره مخامخ شي''.  

دولسي خلکو دغه ډله ییزه وژنه ټېک په داسې وخت کې وشوه چې د90 کلونو د بشري جنایتونو دڅیړنې لپاره په کابل کې یو لړ بحثونه پیل شوي دي. خو د'شجاعي' په نامه د پولیسو هغه قومندان چې دا جنایت يې ترسره کړی دی بل ځای نه، په دولتي قلمروکې خوندي توب لري. وحشتناکه خبره دغه ده چې دولتي امکاناتو، دولتي زور، دولتي دریځ، دولتي وسلو، دولتي وسیلو او تجهیزاتو قاتل ته د جنایت د ترسره کولو جرت او چانس ورکړی. ددې لپاره خو، د ارزګان ولایت د خلکو د احتجاج سره سره 'شجاعي' نومی لاهم خپله دولتي دنده پرمخ بیايي. دا پیښه یو څرګند ثبوت دی چې جنایتکاران نه یوازې له خپلو کړنو نه دي اوښتي، بلکې، ددولتي امکاناتو په کارولو سره د نړیوالې ټولنې ترحمایت او چتر لاندې خپلو بوږنونکو کړو وړ ته ادامه  ورکوي. 

'شجاعي' چې د غزني د مالیستان د سیمې اوسیدونکی دی، د وحدت ګوند ( دخلیلي-  محقیق د ډلې) یومخکښ قومندان دی. په 2002 کال کې نوموړي د خلیلي د نفوذ په کارولو سره په پولیسو کې دنده پیدا کړه، یو څو وخته يې کندهار کې له امریکايي ځواکونو سره تیر کړل، بیا بهرنیو ځواکونو ارزګان ته ولیږه. کله چې په ارزګان کې اسټرالیايي ځواکونه ځای په ځای شول 'شجاعي' له اسټرالویانو سره پاتې شو، او د اربکیو په نامه ددولتي ملیشو په چوکاټ کې يې د اسټرالوي ځواکونو ملاتړ خپل کړ. د ارزګان امنیه قومندان نیویارک ټایمز ته وویل چې له دې وړاندې هم 'شجاعي' په بله پیښه کې، د17 تنو ملکي خلکو په قتل عام کې برخه درلوده. 

څرګنده ده چې هزاره توکمی 'شجاعي' د عقیدې له پلوه شیعه دی، او ددې جنایت په ترسره کولو سره يې د سني پښتنو په وړاندې خپله کرکه زبات کړه. د ارزګان امنیه قومندان مطیع الله امریکايي رسنیو ته وویل چې''دغه ډله ییزه وژنه د قومي تربګنۍ پر بنست شوې چې ښايي غچ اخیستنه ترشا ولري''. د خاص ارزګان یو اوسیدونکي چې نه يې غوښتل په دې لیکنه کې يې نوم یاد شي، وویل، '' د جولای د میاشتې په روستیو کې طالبانو د خاص ارزګان په سیمه کې یو بس ودراوو او څلور تنه ځانګړي پولیس چې هزاره توکمي وو ترې ښکته کړل او له ځان سره يې بوتلل. څو ورځې روسته يې دوه تنه د خپلو مالوماتو پربنسټ خوشې کړل او دوه نور يې له بهرنیو ځواکونو سره د مرستې په تور ووژل. کله چې 'شجاعي' له دې وژنې خبرشو، مخامخ ورغی اوغچ يې له سیمه ییزو پښتنو واخیست چې ټول ملکي وګړي وو، ددې لپاره چې طالبان پښتانه دي، نو،  د دوه تنو وژل شوو هزاره توکمو پولیسو په غچ کې يې 16 تنه پښتانه قتل عام کړل''، هغه خبره چې د ارزګان امنیې قومندان مطیع الله پخپلو لومړنیو څرګندونو کې تاید کړې ده.  

د غچ اخیستنې دغه بڼه هغه تاوتریخوالی ته ورته ده چې د 2001 کال د نومبرپه میاشت کې د طالبانو دحکومت له ماتې روسته د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د پښتنو په ضد پیل شو. په 2002 کال کې د بشري حقونو د نیویارک میشتې ټولنې هیومین رایټس واچ څیړنو وښوده چې دغه پښتون ضد تاوتریخوالی دشمال ټلوالې له خوا پلان کیده. ډيری قربانیانو د مرکو په ترڅ کې ویلي وو چې برید کونکو په ډاګه ورته ویل چې '' ځکه يې د تاوتریخوالي هدف ګرځولي چې پښتانه دي ''

11 کاله روسته په ارزګان کې ترسره شوی ورته جنایت ددې ښودنه کوي چې جنګسالاران او دولتي واکمن پخپلو تیرو کړنو پښیمانه نه دي او خپل حکومتي دریځ د دغسې بوږنونکو کړنو د دوام لپاره کاروي. نړیواله ټولنه چې له دې هرڅه خبره ده، ددې لپاره غوږ نه ږروي چې له بدنامۍ سره مخامخ کېږي. ان د متحدو ایالاتو ځینې چارواکو پر کرزي غږ کړی چې هغه راپور خپور نه کړي چې ویل کېږي د بشري سرغړونو په اړه چمتو شوی دی، کرزی هم د راپور خپورولو ته لیواله نه دی خو بل ډول ترې ګټه پورته کول غواړي. هغه دا چې جنګسالاران لکه، دوستم، عطامحمد، قسیم فهیم او نور په سیاسي توګه 'بلیک میل' کړي، ''که زما واکمنۍ ته غاړه نه ږدئ نو محکمې ته مو معرفي کولای شم''، په داسې حال کې چې د ارزګان د ټولوژنې/توکم وژنې په څير جدي جنایتونه د کرزي په سر قوماندانۍ کېږي. 

No comments:

Post a Comment