Sunday 7 August 2011

کولتوري امپریالیزم



  کولتوري امپریالیزم
لیکوال: حنان حبیبزی
۰۷/۰۸/۲۰۱۱
  دودیز کولتورونه د معاصرانسان پر ژوند د کمونیکشن د واکمنې ټیکنالوجۍ د چټکې خپریدا له کبله زوال سره مخامخ دي.د بیلګې په توګه ، په افغانستان کې جګړیز حالت د وګړو د هغو ټولنیزو غوښتنو مخه ډب کړې ده چې هر ازاد انسان يې تمه په زړه کې ګرځوي. په دې اړتیاوو کې ، له سینما نیولې  د ژوند له ټولو اړخونو څخه د خوند اخیستلو مساله راځي. د څه له پاسه درې لسیزو راهیسې جګړه ده  او دودیز کولتور چې ناسم اړخونه يې تباه کونکې اغیزې لري ، پر ټولنه واکمن دی.
د افغانانو پوهنیز اړخ هغې کچې ته نه دی رسیدلی چې دوی د علمي څیړنو له لارې خپلې کولتوري او دودیزې مسالې اوارې کړي.  اقتصادي ، سیاسي او پوځي حالات هم اجازه نه ورکوي.  خو جګړو خلک ستړي کړي دي،  او پداسې حال کې چې جګړه روانه ده کورنۍ سرچینې نشته،  خلک هڅه کوي چې له بهرنیو سرچینو څخه يې پور کړي او خپلې غوښتنې په یو نه یو ډول پوره 
کړي.

 یوه لنډه کتنه   

  په شپاړسمه او اولسمه پیړۍ کې  اروپايي هیوادونه د دودیزو کولتورونو د ترویجولو  له کبله ټولنیزو ننګونو سره مخامخ وو، ځکه چې هغو کولتورونو داسې ټکي درلودل چې د انسانانو شخصي خپلواکي يې له خطر سره مخامخ کوله. 
 د هبرماس او هیګل  په څیر پوهان بیا وروسته راپورته شول او د مفکورې تیوري يې رامنځته کړه.   کله چې ۱۸۰۰ مو کلونو کې اروپا د پرمختګ لورې ته روانیده ،لویدیځوالو پوهانو د سیمه ییزو دودونو د خوندیتوب لپاره یوه نوې هڅه وکړه چې له مخې يې پرټولنیزو ستونزو باید ساینسي څیړنې ترسره شوې وای. دوی د ژوند  پر هغو برخو چې ګومان کیده  دودیزو کولتورونو له زیان سره مخامخ کړي دي، ساینسي څیړنې وکړې.
د بیلګې په توګه ، هغه ماشومان چې په دولتي ښونځيو کې پر زده کړو بوخت وو ، شکایت درلود ،په ښونځيو کې د ښونکو له خوا په دې پلمه تر فشار لاندې نیول کیږي چې درس ته لږ پام کوي او په کورنۍ کې د پلرونو له خوا فشار لاندې دي چې دوی ته درناوی نلري . خو هغو ماشومانو کوم شکایت نه درلود  چې شخصي ښونکي يې لرل ،یا داسې ښونځيو ته تلل چې د پانګوالو زامن به  پر زده کړو پکې بوخت وو. د کولتور او کمونیکشن په ګډون د بیلا بیلو برخو پوهان کیناستل او پر دوه داسې ماشومانو يې څیړنه وکړه چې ددوی ترمنځ توپیر څرګند کړي.
دوی دغه ماشومان له زده کړو را ونه ګرځول ،بلکې  د یوې لسیزې لپاره يې  ددغو دوه ماشومانو عملونه  ترڅارنې لاندې ونیول . د ددوی پام هغو برخو ته واوښت چې په کور او ښونځي کې پر ماشومانو فشار اچول دده راتلونکي ته څه زیانونه اړوي، او دوی دا هم په زبات کړه چې پر ماشوم فشار نه اچول او په شخصي ښونځي کې يې پرته له کومې اندیښنې روزنه د ماشوم راتلونکی له څه ډول ټولنیزو ستونزو سره مخامخ کولی شي.  
ددغوماشومانو د کړو وړو د څارنې په پای کې  پوهانو خپلې تجربې د بیلابیلو علمي  تیزیسونو په توګه ولیکلې او خپل وړاندیزونه يې مطرح کړل. دوی ددودیز کولتور په منځ منځ کې داسې څه پیدا کړل چې له کبله يې  دواړه ماشومان له سخت ګواښ سره مخامخ وو، او  ټولنې ته د ناسالمو انسانانو په توګه ورګډیدل. خو داسې څه يې هم پیدا کړل چې له کبله يې ددغو دواړو ماشومانو ژوند ته ګټې رسیدلې ،خو دواړو ته د کولتور ښه اړخونه په یوه مانا نه وو. یوه ماشوم ته یو داسې څه ګټه رسولې وه چې دوم ماشوم ته يې زیان رسولی وو او دوم ماشوم ته د دودیز کولتور یوې داسې برخې ګټه رسولې وه چې لومړي ته يې زیان اړولی وو. 
پوهان له سختو ننګونو سره مخامخ وو او دوی اړتیا درلوده چې د ټولنیز سمون لپاره خپلې څیړنې په ساینسي بڼه ټولنې ته وړاندې کړي.  دغلته، دوی یو ټکی وپنځاوو او د  "هایبردټي"  نوم يې پر کیښود.  د هایبردټي  اصلي مانا داد چې یوشی سره ګډ کړل شي، یا په انګریزي کې ورته "مکسچر" وايي۔   ددې ټکي د پنځونې سیاست داوو چې د دودیز کولتور هغه برخې چې زیانمنې دي ،لیرې کړي او له نورو کولتورونو څخه نوي پیوندونه ورته را واخلي ، او د هغو برخو پرځای يې دود کړي چې ټولنې ته زیانونه اړوي.
دغو ساینسپوهانو کولی شول چې داسې ووايي چې د زور له لارې دې ټولنه تابع کړی شي او د دودیز کولتور د هغو برخو پریښودولو ته دې خلک اړ کړل شي چې بدې اغیزې لري.  خو دوی داسې ونکړل ،ځکه چې دوی ساینسپوهان وو او د ټولنې د سمون لپاره يې هڅې کولې، دوی د خپل ولس پخلاف د زور د استعمال  پر بدو پایلو پوهیدل چې کولتوري امپریالیزم ته لار برابروي. په علمي  توګه دوی د داسې یو امپریالیزم مخه ونیوله چې د دودیز کولتور د ګوتو شمار - زیانونو له کبله خلک پکې 
نښتل. د کولتوري امپریالیزم پیژندنه د دریمې نړۍ په هیوادونو کې خورا څرګنده ده.  دا داسې امپریالیزم دی چې له کبله يې  په یوبیوزلي هیواد کې  د ژوند اړخونه ، هویت ، عقیده ، دودونه ،ټولنیز یووالی، کړه وړه  د یو بهرني هیواد هغو ته، ورته والی پیدا کوي.  څومره ژر چې دغه بدلون په یوه ټولنه کې راشي ،هومره ژر احساسیږي او له ورایه تر سترګو کیږي.
 نړۍ د بیلا بیلو ټولنو او ژبو یوه ټولګه ده ، او په دې ټولګه کې هره ټولنه بیلا بیله ایډیالوژي او مفکوره لري.  او دغه مفکورې د یو ټولنیز او کولتوري  ځواک له کبله بل هیواد ته لیږدول کیږي چې کولتوري ښکیلاک رامنځته کړي او د دریمې نړۍ د ټولنو غړي ددوی په څیر عمل او مفکوره ولري.
د کولتوري امپریالیزم په ترڅ کې، په اقتصادي او سیاسي توګه یوه کمزورې ټولنه ژر په نښه کیږي. ځکه چې دغسې ټولنې د خپلو غړو د غوښتنو په عملي کولو کې پاتې راځي او بهرنۍ ټولنه چې دغه حالت له نژدې څاري رامخته کیږي. لکه به افغانستان کې  ایراني کتابونه  ، هندي سینما او سریالونه .
 ددې لپاره  د دریمې نړۍ  ټولنه تر فشار لاندې نیول کیږي ، مجبوره کیږي او  جذبیږي  یا یرغمل کیږي  او د واکمنې بهرنۍ ټولنې دودونه پرې منل کیږي.  په کمزورې ټولنه کې یو شمیر فعالیت کونکي  یا اکټران شته وي چې  اقتصاد يې د یرغلګرې ټولنې له خوا چمتو کیږي. دغه اکټران بیا د واکمنې ډلې په توګه ، د رسنیو د خاوندانو  او ټولنیزو مخورو په څیره کې د  پروپاګنډ له لارې هڅه کوي چې عادي خلک بېلارې کړي.
داسې یو حرکت په عادي توګه خلک نه ویني، دا د رسمياتو په اډانه کې ترسره کیږي. په پای کې دغه یرغلګره ټولنه  د یو پراخیدونکي  ځواک  پوړ ته رسیږي ،  اود  ټولنې غړي يې  د برم او سرلوړۍ احساس کوي او د یرغمل شوې  ټولني غړو ته د مریانو  او بي هویته وګړو په توګه کتل کیږي. د همدې لپاره هر هیواد او هر ټولنه خپل خپل دودونه او کولتورونه لري،  خو د ټولنیزو زیانونو د مخنیوي  لپاره يې  پر  ناسمو برخو له سره غور کیږي.  

No comments:

Post a Comment