Tuesday 15 November 2011

په افغانستان کې د امریکا دایمي اډې د جګړې د اوږدیدو نوې پلمه








په افغانستان کې د امریکا دایمي اډې د جګړې د اوږدیدو نوې پلمه
د افغان ژوند او درنښت ته ارزښت ورکړئ
حنان حبیبزی

افغانستان یو بیوزلی هیواد دی، جګړو'  داسې زیانونه ور اړولي چې د سولې پروخت د کلونو کلونو لپاره بهرنیو پانګونو ته اړتیالري.  
 خو  په داسې شرایطو کې چې  حکومت يې په بیساري ډول مالي سیاسي فساد کې ډوب او له کابله بهر کنټرول ونلري، مهم چارواکي يې جنګي جنایتکاران وي چې د ولس ارادو  ته ارزښت نه ورکوي،  اودولتي چارې د بهرنیو هیوادونو په مالي، پوځي او سیاسي ملاتړ چلوي، په وړاندې يې ډیریدونکې ولسي نارضایتي وي، د حکومت مشروعیت له پوښتنو سره مخامخ وي، ښکاره خبره ده چې ملي ګټې تر پښو لاندې کیږي، او شخصي ګټې یا اجنډاوې  لومړيتوب پیدا کوي.
 همدا ګړۍ افغانستان له همدې ناروغۍ  څخه ځوریږي. ددولت مخالفینو (طالبانو او حکمتیاراسلامي ګوند) په پرله پسې ډول حامد کرزی مجبور کړی چې د لوړ پوړو چارواکو جنازې په عیدګاه کې نه،  په ارګ کې ترسره کړي.  د بهرنیو ځواکونو شته والی ددې سبب ګرځیدلی  چې  د کرزی اداره لا هم په کابل کې پاتې شي او دولتي چارې پرمخ بوځي، کنه نو، ددې امکان شته چې د نولس سوه شپږنویم کال په څير د افغانستان شمال ته او له هغه ځایه خپل حکومت منځنۍ اسیا ته ولیږدوي. 
له بده مرغه د افغانستان اوسني حالات همداسې دي، په ناسم وخت کې،  ناسم اشخاص حکومتي چارې پرمخ بیايي ، دولتي امکانات او قوانین د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي، او د اوږدمهالي تړون په پلمه دا جګړه ځپلی هیواد ددایمي اشغال لومې ته اچوي چې  خپل قدرت او شتمنۍ  خوندي کړي. بیا به، افغانستان ته کلونه کلونه پکاروي چې له امریکايي اشغال څخه خپلواکي ترلاسه کړي، ځکه چې افغانستان جاپان نه دی.  له نورو ټولو بیلګو که تیرشو او په بګرام کې د ټیکسي ډرایور وژنه یا د رولنګ سټون له خوا افشا شوي د kill Team  جنایتونه  به بس وي چې د راتلونکي په اړه قضاوت وشي، خو دجاپان بیلګه موږ ته ښيي چې دایمي پوځي اډې په 
نورو هیوادونو کې بدې پایلې لرلي دي.

د جاپان بیلګه
د جاپان د اوکینا- وا په ټاپو کې د امریکايي پوځيانو پراخ شتون ډیری جاپانیان په ځانګړي ډول د ټاپو اوسیدونکي تر پوزې راوستل او دعادي خلکو ترمنځ  ډيریدونکې غوصه له نولس سوه پنځه نویم کال راهیسې په ایشدو شوه، هغه وخت چې  په دغه ټاپو کې میشتو امریکايي سرتیرو پر یوه دولس کلنه جاپانۍ انجلۍ  ډله ییز جنسي تیری وکړ. 

له تیر يې زده کړئ
د نولس سوه شپږنویم  کال د مارچ په میاشت کې یوې جاپانۍ محکمې د امریکا درې تنه سمندري پوځيان پر دولس کلنې ماشومې دجنسي  تیري  او زور زیاتي په تور محاکمه کړل.



خو لا هم دغې محاکمې د خلکو ترمنځ  راټوکیدلي روحي او فزیکي  ټپونه  درمل نشو کړی چې ددغه تاوتریخوالي له کبله یې احساسول.

  ددې په غبرګون کې ، د دوه زره نهم کال د ټولټاکنو پرمهال د یؤکیوهاتویما په مشرۍ د جاپان  ډیمواکراټیک ګوند ژمنه وکړه چې امریکايی پوځیان به له هغه هیواده وباسي. 
د دوه زره لسم کال د جون په میاشت کې  د اوکینا- وا په ټاپو کې لا هم د امریکايي عسکرو د اډې د شته والي له کبله ډيریدونکي ولسي خپګان د جاپان لومړي وزیر هاتویما اړ کړ چې  له دندې استعفا وکړي.
ده له جاپانیانو سره ژمنه کړې وه چې د لومړی وزیر په توګه به ددندې پرمهال د امریکا له حکومت سره هغه  هوکړه لغوه کړي چې په جاپان کې د اوه څلویښت زره امریکايي عسکرو شتون ته  شرایط برابروي او د نهه نوي په سلو کې جاپانیانو د خپګان لامل ګرځیدلې ده.
جاپان  د نړۍ دریم شتمن هیواد دی چې په نړیوالو اقتصادي بدلونونو کې له امریکا او چین وروسته پراخه ونډه اخلي، دټیکنالوجۍ او انساني قوې له اړخه يې پرمختګ د پام وړ دی، له افغانستان سره،  له هغه هیواد سره په هیڅ ډول نشي پرتله  کیدای  چې د څه له پاسه درې لسیزو راهیسې د جګړې له کبله 
ورځ نلري، اقتصادي او سیاسي بنسټونه يې ویجاړ او له نیمايي ډیر خلک يې له لوږې  سره مخامخ دي.

پر افغانستان د امریکا د یرغل موخې بدل شوې 
متحدایالات د زبرځواک په توګه  د ناټو تر چتر لاندې د تیرو لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې پرجګړه بوخت دی، ددې جګړې موخه داوه چې د القاعدې پخوانی مشربن لادن ژوندی یا مړ ونیسي.  د روان  کال 
د مئ په میاشت کې نوموړی په افغانستان کې نه،  بلکې په پاکستان کې پیدا او ووژل شو.
The Kill Team, [photo by Rolling Stone]
افغان ته عدالت ورکړئ 
دی په داسې حال کې له افغانستانه بهر ووژل شو چې د دوه زره لومړي کال د اکتوبر د میاشتې راهیسې يې د پلټنو د هڅو پر مهال  زرګونو افغانان چې ډیری يې ښځې او ماشومان دي، د پوځي عملیاتو له لارې د هیواد په بیلا بیلو برخو  کې  وژل شوي دي. د بن لادن  له وژلو سره سم باید د متحدو ایالاتو پوځي عملیات پایته رسیدلي وای، خو داسې ونشول، او د جګړې نورې پلمې لټول کیږي.


 دغو پوځي عملیاتو او هوايي بمباریو چې په ډیرو برخو کې يې ښځې او ماشومان په ډله ییز ډول په نښه کړل، افغانستان کې د بهرنیو سرتیرو پخلاف کرکه پراخه کړه.  
امریکايې وګړوهمداراز، دداسې  افغان دولت په دفاع کې ځاني زیانونه وګالل چې اقتصادي او سیاسي ملاتړ يې واشنګټن برابر کړی دی، دا دولت  نه یوازې د هیواد دننه بلکې په ګاونډيو هیوادونو کې د ګوډاګي په توګه شهرت لري. 

پر سیمه د کنټرول لپاره دایمي اډې 
په داسې حال کې چې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو پخلاف  د طالبانو او د حکمتیار د اسلامي ګوند د جنګیالیو پراخیدونکو ګورلايي هڅو د امریکا له ملاتړه برخمنې دولتي او نادولتي چارې له ننګونو سره مخامخ کړي ، د دولتي ځواکونو او دعامو خلکو ترمنځ بدګومانی او فاصلې ډیرې شوي دي، او  دولتي چارواکي مجبور شوي چې هرهغه افغان ونیسي چې یونه، یو څه يې  طالبانو ته ورته والی لري،   حامد کرزی او د هغه اداره د متحدو ایالاتو  تر فشار لاندې ده چې له  واشنګټن سره  هغه څه لاسلیک کړي چې دوی  ورته ستراتیژیک تړون وايي.
ددې تړون د مسودې ځینې مهم توکي دناڅرګندو افغان چارواکو له خوا بربنډ شوي  چې ډیری افغانانو ته يې دخپل هیواد د خپلواکۍ په اړه اندیښنې پیدا کړي دي.  دغه مسوده کابل او واشنګټن چمتو کړې ده،  او هغې یوې'  ته ورته والی لري چې په ۲۰۰۲ کال کې د امریکايي ځواکونو او کابل ترمنځ شوې وه چې په نتیجه کې يې افغانانو ته ځاني او مالي تاوانونه ورسیدل. 
د نوي تړون د مسودې له مخې به امریکايي پوځيان په افغانستان کې ددې اوږدمهالی صلاحیت پیدا کړي چې هر ډول مځکیني او هوايي عملیات د هیواد  دننه او بهر پر ځانګړو هدفونو  ترسره کړي. دوی به ددغه هیواد دقوانینوتر چترلاندې فعالیت نکوي،  د متحدو ایالاتو د قوانینو له مخې به پوځي او استخباراتي فعالیت کوي.
دغه مسوده همداراز امریکايي ځواکونو ته صلاحیت ورکوي چې دافغانستان خاوره په سیمه کې دهغو هیوادونو پخلاف وکاروي چې له امریکا سره سیاسي لانجې لري.  ایران، پاکستان او چین چې د افغانستان نژدې ترینه  ګاونډیان دي، ددغسې یو تړون ملاتړ نکوي.
 که د افغان خاوره ددغو هیوادونو پخلاف وکارول شي، نه یوازې يې تلپاتې دښمني افغانستان ته پاتې کیږي بلکې ددې خطر هم شته چې د افغانانو پخلاف سیمه ییزه کرکه راوپاروي.  د افغانستان ګاونډیان به قصدا هڅه وکړي چې په افغانستان کې د امریکا ضد نارضایتۍ ته لمن ووهي اوهغو جنګیالیو سره مرستې ډیرې کړي چې د افغانستان د حکومت او نړیوالو پخلاف جنګیږي.  په دې توګه  به روانه ناامني نوره هم پراخه او ننګونې به څو برابره  ډیرې شي.
ایران وار له مخه ګواښنه کړې چې په افغانستان کې دغه ډول دایمې اډې د سیمه ییزې ناامنۍ او بیثباتۍ د ډیریدو لامل ګرځي.  د پاکستان حکومت او خلک دداسې یو تړون ملاتړ نکوي او دغه ډول  یو ګام د پاکستان د بیثابته کولو سرچینه بولي.  په تیرو وختونو کې پاکستان له واشنګټن څخه نه،  بلکې له کابله تر لفظي بریدونو لاندې نیول شوی. کله چې یو امریکايي چارواکی په کابل کې د کرزي ترڅنګ په خبري کنفرانس کې څرګند شي،  پاکستان او ایران ته ګوتې نیسي،  او دا،  داسې اشارې دي چې مخکې له مخکې د افغانستان ګاونډيانو ته ګواښونه پیښوي.
څو ورځې مخکې د ښاغلي کرزي هغه وینا رښتیا هم د خندا وړ وه چې ده له ګاونډي پاکستان سره ژمنه کوله، که واشنګټن پر پاکستان برید وکړي نو دی به له اسلام اباد سره دریږي. ده هڅه وکړه چې اسلام اباد احمق کړي، ځکه چې ده دغه خبره له هغې وروسته کوله چې د پاکستان له سیال هندوستان سره يې د دایمي همکاریو تړون لاسلیک کړاو دا ګام د پاکستان ښه ونه ایسیده. کرزي هڅه وکړه چې د پاکستان په څیر یو منظم هیواد په څو ټکو خوشاله کړي.   دده اوسنی عمل  او د پاکستان او امریکا د اړیکو په اړه دده وروستۍ خبره متضاده بڼه لري.  په دې توګه به،  په اسلام اباد ممکنه برید له کابله کیږي او شرایط  يې ددې سټراټیژیک تړون له لارې ښاغلی کرزی پخپله چمتو کوي.   
د طالبانو غورځنګ چې په افغانستان کې د ځواکمن وسله وال او کولتوري ځواک په توګه رادبره شوی، د یوې اعلامې په خپرولو سره يې دغسې یو تړون د افغانستان په زیان بللی دی. ان په کابل کې یو شمیر ټولنو دداسې یو تړون په اړه چې د افغانستان خاوره  دننه او بهر د پوځي موخو لپاره وکاروي اندیښنه ښودلې ده.
امریکايي پوځيانو په تیرو لسو کلونو کې عام افغانان په جسمي او روحي ډول ځورولي دي او پراخه فاصله يې له عادي افغانانو سره جوړه کړې ده. ددې لپاره ولسي وګړي دهغو پریکړو منلو ته چمتو نه دي چې په زوره  پرې تپل کیږي.  دا حالت ماته یوه اویا کلنه افغانه رایادوي چې درې زامن يې د شورویانو د یرغل په وړاندې وژل شوي دي.
ما ددوه زره اوم کال  په اوږدو کې له دې سپین سرې  سره  ولیدل او په هیواد کې د بهرنیو پوځیانو د شته والي له کبله انديښمنه وه.  خو د خپلو وژل شوو زامنو په یادولو سره يې ویاړلې لهجه وکاروله او داسې يې وویل:  ''زویه!  بیوزلي به ضرور یو، خو په زړونو کې مو د خپلواکۍ ارادې لا ژوندۍ دي''.




No comments:

Post a Comment