Thursday 22 March 2012

د پنجوايي د خلکو غمجن حالت او د کرزي غبرګون

الجزیره
دې ځوان د کرزي رژیم تر پوښتنې لاندې راوست

د پنجوايي د خلکو غمجن حالت او د کرزي غبرګون

حنان حبیبزی

د مارچ په  18 الجزیرې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې د پنجوايي د پیښي قربانیانو خپلو خپلوان  لیدل کیږي چې   جمهورریس کرزي ته د هغه د پنځه ستوریزو جنرالانو او رسنیو په وړاندې له درده ډکې ویناوې اوروي. دغه ویناوې تر دې بریده  پخې، له دلایلو ډکې او بشپړې وې چې د کرزي په ګډون يې ناست چارواکي  چمتو کړل چې دا حقیقت ومني چې د روانو بد مرغیو عاملین همدوی دی، ځکه چې د یو قرباني د خپلوان د پوښتنې په ځواب کې پاتې راغلل.  
هغو کسانو چې خبرې وکړې، نه یوازې يې خپلې ستونزې واورولې بلکې د ټولو افغانانو استازیتوب يې وکړ چې د ورته جنایتونو قربانیان دي. په ویډیوکې لیدل کیږي چې حامد کرزی او د هغه جنرالان هڅه کوي چې په یو نه یو ډول د پنجوايي د ډله ییزې وژنې د قربانیانو خپلوان  راضي کړي چې په کابل کې  د واشنګټن پخلاف د پیل شوې لفظي جګړې او بی باورۍ مخه ونیول شي، ځکه چې دغه اړیکي له بهره خړې ښکاره کوي.  
رابرټ فیسک یو مشهور برتانوی خبریال دی چې  په افغانستان او عراق کې د امریکايي سرتیرو د کړنو د مخکښ منتقد په توګه پیژندل کیږي. د پنجوايي له ډله ییزې وژنې وروسته نوموړي د انډيپنډینټ  په ورځپاڼه کې یوه مقاله خپره کړه. دده په مقاله کې  د قران کریم د نسخو د سوزولو او د پنجوايي د برید ترمنځ اړیکي څه ناڅه څرګندیږي.
له هغې وروسته چې د قران کریم د سوزولو په ضد لاریونونه وشول، شپږ بهرني سرتیري چې دوه يې امریکایان وو د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ظاهرا د غچ په ډول ووژل شول. دغه دوه امریکایان په کابل کې د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې د یو پولیس په ډزو ووژل شول او عبدالصبورنومی پولیس په تیښته بریالی شو.
د پنجوايي له پیښې یوه ورځ وروسته د امریکا ددفاع له وزیر سره
دې وژنو جنرال جان ایلن مجبور کړ چې د افغانستان په دولتي اداروکې د بهرنیو ملکي سلاکارانو دندې وځنډوي.  رابرټ فیسک لیکي چې جنرال جان ایلن په همدې وخت کې خپلو پوځیانو ته د بګرام په هوايي اډه کې داسې وویل :
'' اوس د دوه امریکايي وژل شوو کسانو د غچ اخیستلو وخت نه دی.  هر ډول ټینګار چې  دوی ښايي ولري وجنګیږئ چې بیرته يې ووهئ. هلته به دغسې یوه شیبه راشي چې تاسو به ددې زیان لپاره وسایل لټوئ. هلته به دغسې شیبه راشي چې ستاسې احساسات به په غوصې او ارمان اداره کیږي چې بیرته يې وولئ. اوس د غچ اخیستلو وخت نه دی، اوس ددې وخت دی چې په ژوره توګه دننه خپل روح ته وګورئ، خپل ماموریت په یاد لرئ، خپل نظم په یاد لرئ، یاد لرئ چې تاسو څوک یاست.''  
د رابرټ فیسک  مقاله په یو ډول د پنجوايي دقربانیانو د خپلو خپلوانو هغې وینا ته ملاتړ جوړوي چې  وېویل برید د یو عسکر کار نه وو او د وژونکو یوه 20 کسیزه ډله وه. ددې لپاره، په دې لیکنه کې دې مسالې ته کتنه کوم چې پر بهرنیو عسکرو ډډه وهل څه پایلې لري؟ ددې مقالې لومړۍ برخه مې ځکه د مذهبي دلایلو پر بنسټ څیړلې ده چې افغانستان یو اسلامي هیواد دی او خلک يې تل خپل غبرګون له مذهب سره تړي.   

مذهبي غبرګون
مولوي قیام الدین کشاف د افغانستان یو وتلی مذهبي مشر دی. نوموړی په دغه هیواد کې  د قران او حدیثو یو مخکښ پوهه  دی او  په 1980 کلونو کې يې د شورویانو په ضد جهاد کې برخه واخیسته .  دده ډیر شاګردان دا مهال د امریکا او کرزي  له مخالفینو یانې د طالبانو ملګري دي او ددې مانا داده چې ښاغلی کشاف د طالبانو ترمنځ هم د درناوي وړ سړی دی خو دی  تل  په کابل کې د کرزي ښي لاس خواته راڅرګندیږي. 
مولوي قیام الدین کشاف د کرزي د ښي لاس ملګری

همدا خپله قیام الدین کشاف وو چې د پنجوايي د قربانیانو له خپلوانو سره يې  د کرزي د لیدو کاتو پر مهال د قران کریم 7 ایاتونه ولوستل چې د رسنیو په وړاندې ددعا سمبولیک مراسم ترسره شي. په دې لیکنه کې د قران کریم  همدغه لوستل شوي ایاتونه او د ښاغلي کشاف  خپله ژباړه را اخلم  چې څو کاله وړاندې يې غږیزه بڼه  د ټلویژون د وتلي ویاند محمد عمر خطاب له خوا خپره شوې او په اینټرنیټ کې موندل کیږي.  دا د 82 سورې (الانفطار)  ایاتونه دي او پښتو ژباړه يې  داسې ده:
'' شک نشته چې ښه خلک به په  جنت کې وي [13] او شک نشته چې  بد کاران به په دوزخ کې اوسیږي [14] د جزا په ورځ به هغوی هلته ور ننوزي.[ 15] او له هغه نه هیڅکله پټیدای نشي [16]  او ته څه پوهیږي  چې هغه  د جزا ورځ څه ده؟ [ 17] هو ته څه خبر يې چې هغه  د جزا ورځ څه ده؟ [ 18 ]  دا هغه ورځ ده چې  یو کس به  بل کس ته  د څه کولو وس ونلري  دهغې ورځې فیصله په ټوله مانا د الله په واک ده.'' [19]
ښاغلی کشاف ولې دغه ایاتونه انتخاب کړل؟  ځکه چې،  نوموړی  ددې ایاتونو پر شننې او شالید ښه پوهیږي او ددې لپاره يې دغه شیبه مناسبه وګڼله چې کرزي او د هغه رژیم ته ګواښنه وکړي، که عدالت ټینګ نکړي  نو الله تعالی به خامخا ددغو قربانیانو انتقام واخلي.
 مسلمانان باور لري چې محمد صلی الله علیه وسلم  د پیغمبرانو د لړۍ وروستی پیغمبر دی  او قران د مځکې پر سر د الله جل جلاله  وروستی کتاب دی چې دده د رسول صلی الله علیه وسلم له رحلت وروسته نوره وحیه نه راځي.  خو الله تعالی په قران کریم کې مسلمانانو ته د نښو نښانو سپارښتنه کړې چې  باید وي پیژني.  
دغه مساله د 41 سورې  په 53 نمبر ایات کې او د 6 سورې په  65 نمبر ایات کې  راغلې ده. '' نژدې ده چې موږ خپلې نښې د اسمان په لمنو کې دوی ته وروښیو او ددوی پخپل نفس کې چې دوی په دې باندې پوهه شي چې قران حق دی، ایا دا خبره کافي نه ده چې ستا رب د هرڅه لیدونکی دی''.[ 53 ایت: 41 سوره ].  
دغه نښې ډيرې ښکاره او څرګندې دي، په یو اسلامي هیواد کې  نامسلمانو بهرنیو ځواکونه  ځايي مسلمان وګړي،  ملکي خلک (ښځې، ماشومان، سپین ږیري او نور )  په پرله پسې  ډول  په ډله ییزه او انفرادي بڼه وژني،  پرته له کوم دلیله  ځایي خلک بندیانوي،  بندیانو ته  جنسي، روحي او فزیکي سپکاوی کوي، د قران کریم نسخې ور سوزوي ، ښځې تالاشي کوي، د شپې په بریدونو کې د ښځو جامې ګوري، کورونه  په قصدي توګه ویجاړوي، خلک لیږدیدو او بیځایه کیدو ته مجبوروي، ونې او باغونه يې قطع کړل او داسې نور.  
یو غیرمسلمان  یرغلګر ځواک  باید نور د مسلمانانو په وړاندې  څه جنایت  وکړي، یا د جنایت کومه بڼه پاتې ده چې د افغانانو پخلاف نه وي ترسره شوې چې بیا هغه څوک چې ځانته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مشرانو لقب ورکوي، راپورته شي او پر ولس يې زړه سوی راشي. زه فکر کوم نور داسې څه نه دي پاتې، ان پر اویا کلن سپین ږیري جنسي تیری ونشو؟
 د بهرنیو ځواکونو همدغه اعمال دي چې مذهبي مشران په غورځنګ راولي او پر خلکو غږ کوي چې مبارزې ته پورته شي. هغه وخت چې په بګرام کې قران کریم نسخې د امریکايي ځواکونو له خوا وسوزول شوې د ارګ په څو مټرۍ کې هغو ملاامامانو چې دولتي معاش اخلي پر مقتدیانو غږ وکړ چې د بهرنیو یرغلګرو پخلاف راپورته شي، وضعه تر دې بریده د کورنیو او بهرنیو پالیسي جوړونکو پخلاف ده.  
د مالوماتۍ  جګړې  informational warfare   له مخې یا په  context کې د قران کریم بنسټیزه  موخه داده چې د انسانانو دغه ډول  فکر بدل کړي او د هغه چا لوري ته يې وبولي چې ددغه سپیڅلي  کتاب توري يې تولید کړي دي. ددغه کتاب له لارښونې سره سم محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی مالوماتي جګړه پیل کړه چې کله يې قریشو ته د اسلام بلنه ورکوله  چې د هغوی فکرونه بدل کړي او د الله تعالی لوري ته يې  ور وګرځوي.  په بله وینا،  قران د هدایت کتاب دی او د هغه څه پخلاف د مبارزې لارښونه کوي چې ددې سپیڅلي کتاب د سرچینې له اصولو سره ټکر ولري.  خپله ددغه پنځه وخته لمانځه سیاست دادی چې د مسلمانانو ترمنځ فکري یووالی  ټینګ وساتل شي. 
څوک نشي کولی د لمونځ کونکو مخه ونیسي، یا څوک نشي کولی جوماتونه ونړوي، ځکه چې  د افغان ولس غوصه راپاریږي، ان سیکولران مجبور دي چې د لمانځه پیښې وکړي چې د مذهبي خلکو ملاتړ راخپل کړي.  ایا له داسې یو ولس څخه چې  پنځه وخت خپل الله ته سر ټیټوي، ددې تمه لرئ چې  تاسو ( د زور خاوندان ) له الله تعالی سره شریکان ونیسي. دقران کریم ټینګار دادی چې مسلمانان باید پوهه شي چې پر نامسلمانو عسکرو ډډه وهل د الله تعالی  په وړاندې دریدل دي او د هغه  له فرمانونوڅخه څرګنده  سرغړونه ده.  
نامذهبي غبرګون
د غیري مذهبي علومو له مخې هم پر پردیو سرتیرو ډډه وهل د خپل هیواد ویجاړولو ته د اسبابو برابرول دي، دغه مساله د سیاسي علومو مخکښو پوهانو او فیلسوفانو وار له مخه څيړلې ده. ددوی له ډلې څخه یو هم د پنځلسمې میلادي پیړۍ ایټالیايي مفکر نیکولو میکیاویلي دی.نوموړي پخپل کتاب ټولواک یا The prince کې پرهغه واکمن لعنت ویلی چې خپل اقتدار د بهرنیو عسکرو له شته والي سره وتړي او ځان د هغه چا پوروړی او غلام وګرځوي چې زور يې له ده پورته دی. داسې یو واکمن د میکیاویلي له انده یو تش په نامه، حقیر، سپک او رټل شوی مشر دی چې په ټولنه کې هیڅ ډول درنښت نلري او خلک ترې کرکه کوي. 
اسد الله خالد خپله ناکراري نشوه پټولی
یو دردیدلي ځوان  چې د محمد داود په نامه ورور يې د پنجوايي په قتل عام کې له لاسه ورکړئ  د رسیدلي زیان سره سره  وچت مورال درلود او د کرزي سربیره يې د هغه پنځه ستوریز جنرالان او لوړپوړي چارواکي وننګول او  تر پوښتنو لاندې  يې راوستل.  دې ځوان هغه وخت د یو دردیدلي ولس احساسات په قوي او مدللو ټکو کې بیان کړل چې دولتي چارواکو داسې نه وه انګیرلې چې دغه ساده او نالوستي کلیوال دې د ژبې دومره قوت ولري.  دوی داسې ګڼلې وه چې په ارګ کې به له  کرزي سره یوه ناسته ددوی له ذهنه د خپلو خپلوانو درد وباسي او څه چې ورته ویل کیږي هغه به ومني او په چوپه خوله به بیرته خپلو کلیو ته ستانه شي.
خو داسې ونشول او دې مسالې اسدالله خالد ډير ناکراره وښوده.  په حقیقت کې ددغسې یوې غونډې رابلل  خپله د حامد کرزي د کمزورۍ او حقارت په مانا وو خو څه يې کړي وای داسې په بربنډ ه توګه ترسره شوی قتل عام نور نه پټیډه.  دا جنایت  په داسې حال کې  حامد کرزي  تر ولکې لاندې سیمه کې ترسره شو چې د جمهور ریس په توګه  ادعا کوي  چې رژیم يې د یو قانون او فعال عدلي سیسټم  خاوند دی.  د امریکايی عسکرو د جنایتونو په وړاندې زغم نه یوازې دده عدلي سیسټم تر پوښتنې لاندې راوستی  بلکې د هغه قانون د ماتولو په بیه هم پریوتلی  چې کرزی غواړي چې  پرطالبانو يې ومني.
کله چې قیام الدین کشاف د قران کریم ایاتونه ولوستل، حامد کرزي خپله وینا پیل کړه. کرزی ددغې ناستې پر مهال په شرم کې ډوب ضرور وو خو دده په غومبرو کې  له ورایه دا هم څرګند وو چې  دی  دروغ وايي،  ځکه چې،  کله کله يې ناڅرګنده دنننۍ خوشالي نشوه  پټولی او دده  پر مخ او شونډو به راښکاره شوه.  دده په وینا کې لاندینیو درې ټکو دا مساله نور ه هم غښتلی کړه .
1.  د امریکايي عسکرو له خوا په افغانستان کې د ورته نورو جنایتونو یادونه .
2.  په تیرو لسو کلونو کې له امریکا سره د ملګرتیا لپاره د بهرنیو عسکرو له دغسې جنایتونوڅخه  سترګې پټول.
3.  د پنجوايي قربانیانو ته ډاډ ورکول چې ددوی اواز به ماښام په رسنیو کې خپور شي.




په لومړني ټکي کې کرزي وښودله چې له هرڅه خبر دی خو نشي کولی چې د امریکايي عسکرو د جنایتونو مخه ونیسي.ددې لپاره چې دا امریکایان دي چې کرزی په ارګ کې د واک په ګدۍ ناست دی او یو شمیر خلک يې خدمت ته ګومارل شوي دي. په دوم ټکي کې هم کرزي ورته پیغام ورکړ، یانې دا د امریکا پیسې او عسکر دي چې دده کورنۍ او ملګرو يې پکې قدرت او شتمني پیدا کړه او نشي کولی دا هرڅه له لاسه ورکړي. ددې لپاره څو څو ځلې په شیکاګو کې د ناټو غونډه یاده کړه او هلته به له امریکا سره سټراټیژیک تړون لاسلیک کوي.
دریم ټکی يې تر ګردو ډير له سپکاوي اومسخرو ډک وو. په دې مانا چې ده د پنجوايي قربانیانو ته وویل چې په رسنیو کې مو اواز خپریږي او دا لیده کاته د همدې لپاره جوړ شوي وو او نور به نه تاسو ته کوم عدالت درکړل شي او نه به امریکا مجبوره کړل شي چې دغسې جنایتونه بند کړي. ځان يې په داسې حال کې تیر کړ چې د جمهور ریس په توګه اوس دا مساله دده پر میز ايښې ده او د هغه دنده جوړیږي چې دغو قربانیانو ته عدالت ورکړې. د کورنیو رسنیو مرسته تر هغه مهاله اړینه ده چې دوی خپل غوښتنلیک د جمهور ریس تر میزه نه وي رسولی.

د 2010  کال د نومبر د ژیړي ولسوالۍ په  دې ونه  کې چاودیدونکي توکي
د امریکايي ځواکونو له خوا ځای په ځای شوي چې ونه ویجاړه کړي
جمهور ریس چې له خپل ولس سره خواخوږي ونلري جدي ګامونه نشي اخیستلی او دغسې جنایتونو لړۍ لا پسې اوږدیږي. څومره نور بیګنا خلک به قتل عام شي، څومره نور به بي کوره شي، د څومره نورو کلي او جوماتونه په بلډوزرونو اوار شي، لکه اسرایلي عسکر چې يې د فلسطینانو پر ضد کوي، یا ایراني شعیه ګان چې يې د تهران د سنیانو پر ضد کوي. ایا بیا به هم د دغسې جنایتونو قربانیان له کرزي څخه د عدالت غوښتنه کوي؟ ددې خبرې د ځواب لپاره مجبوره یم چې د میکیاویلي لیدلوري ته مراجعه وکړم. نوموړی وايي:
'' خلک دومره سادګان دي چې تل پر سیاستوالو باور کوي، او دېته لار اواروي چې څوک يې تیرباسي. نو هغه څوک چې د تیرایستلو په لټه کې وي تل پخپل چاپیریال کې داسې خلک پیدا کوي چې تیروتلو ته چمتو وي.''
دا لومړی ځل نه وو چې په پنجوايي کې ولسي وګړي په ډله ییزه توګه وژل شوي دي، له نورو بیلګو څخه يې تیریږم او د 2006 کال د اکتوبر د میاشتې هوايي برید د بیلګې په توګه یادوم . دغه برید د کوچني اختر په ورځ د امریکاد هوايي ځواکونو له خوا ترسره شو او د بي بی سي د راپور له مخې یو سړي پکې د خپلې کورنۍ شل تنه غړي له لاسه ورکړل چې ماشومان، ښځې او سپین ږیري پکې شامل وو. په هماغه وخت کې امریکايي جنرالانو دا یوه تیروتنه وبلله، خو وروسته بیا د هیواد په بله ولسوالۍ کې ورته عملیات ترسره شول.
له دې حقیقت څخه هیڅوک غاړه نشي غړولی چې امریکا په داسې حال کې افغانستان ته د غچ اخیستلو لپاره راغلې ده چې هیڅ یو افغان په تیرو دوه سوه کلونو کې پر کوم بهرني هیواد برید نه دی کړی. ایټالوی مفکر میکیاویلي ددغسې بریدونو په اړه پخپل کتاب کې داسې وايي:
'' دا دې پورې اړه لري چې وژنې او بیرحمي د ښه نیت لپاره ترسره شوې که د بد نیت لپاره، هغه چې د ښه نیت لپاره ( د واکمنۍ د ټینګښت لپاره) ترسره کیږي دادي چې په یو ځل ترسره کیږي او داسې وژنې بیا هیڅکله نه تکراریږي. که دا تکرار شي خلک دا ظلمونه نشي هیرولی او د واکمنۍ د ړنګیدو لامل ګرځي. او هغه چې د بد نیت لپاره ترسره کیږي دادي چې لږ او کوچنۍ وي خو ددې پرځای چې لا ډیر کموالی پکې راشي، د وخت په تیریدو سره پراخیږي او واکمن نشي کولی چې د خلکو له غوصې ځانونه وژغوري. ''

د امریکا له یرغل وروسته په افغانستان کې دا دواړه بڼې وازمایل شوې. لومړنۍ يې د طالبانو د زرګونو اسیرانو ډله ییزه وژنه او له شمال څخه د پښتنو د شړلو لړۍ وه چې په 2001  کال کې د امریکا له یرغل سره سم ترسره شول. ددغو جنایتونو موخه دا وه چې د طالبانو مورال کمزوری کړي او په راتلونکي کې يې د احتمالي مقابلې مخه ونیسي.
وروسته بیا ددې وژنو بڼه بدله شوه چې د بشري حقونو ټولنو او ملګرو ملتونو یو لړ راپورونه خپاره کړل او د شمال ټلوالې پر قومندانانو او امریکايي عسکرو يې غږ وکړ چې د ډله ییزو جنایتونو مخه دې ونیول شي. ددې فشارونو په نتیجه کې د څو کلونو راهیسې د امریکا او ناټو مشران اورو چې هڅه کوي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په اړه ډاډ ورکړي. ددې ډاډګیرنې مانا داده چې ډله ییزې وژنې او بیرحمۍ به روانې وي خو د لږو او کوچنیو زیانونو په بڼه کې. ددې  ډله ییزې وژنې موخې هغه دي چې ما په تیره لیکنه کې پرې رڼا اچولې ده.
 د هغه امریکايي عسکر په اړه مالومات په څلور مرحلو کې خپاره شول چې ادعا کیږي د ذهني ناروغۍ په نتیجه کې يې 16   تنه بیګنا خلک په ډله ییزه توګه وژلي دي. هغه څلور مرحلې داسې وې: 
1.  یو بي نومه امریکايي سرتیري 16 تنه ملکي افغانان په پنجوايي کې قتل عام کړل.
2.  هغه عسکر چې ددغې وژنې شک پرې کیږي، کویټ ته لیږدول شوی دی.
3.  هغه عسکر چې د پنجوايي په ولسوالۍ کې د ملکي افغانانو د ډله ییزه وژنې شک پرې کیږي دامریکا د کنساس ایالت ته لیږدول شوی دی.
4.  هغه امریکايي عسکر چې د ذهني ناروغۍ ښکار وو  ځانته وکیل نیولی او له هغه سره يې په ټلیفون خبرې کړي دي. 
نو اوس باید له دې ځایه زده کړو چې ددې موخه یوازې او یوازې دا وه چې رسنۍ خوشاله او له ځان سره ولري چې  په نړۍ کې د امریکا د امتیازي دریځ په اړه  د بحث لاره برابره شي.  خو له دې پوښتنې عاجز وي چې، که ورته جنایت د نا امریکايي وګړي یا د امریکا له متحدینو پرته د بل هیواد د پوځونو له خوا  ترسره شي باید په نړیواله محکمه کې،  محاکمه شي،  خو که امریکا يي ترسره کړي، هیڅ یوې نړیوالې محکمه کې نه محاکمه کیږي.
 د روسيي، چین، ایران او پاکستان ترمنځ پروت په یو دودپاله اسلامي هیواد کې دغه ډول امریکايي اعمال  ډيرلوی زیان پیښولی شي.  ځکه چې  دا بریدونه اوس په افغانستان کې د زغم وړ نه دي، او د کرزي د رژیم په وړاندې ولسي کرکه پراخوي.  کرزی له امنیتي پلوه هم تر ګواښ لاندې دی، په تیرو څو میاشتو کې دوه ځلې د ملي امنیت ادارې ادعا کړې چې د کرزي د وژلو دسیسه يې ړنګه کړې ده.
له بلې خوا،  په پنجوايي کې وروستي جنایت د امریکا د هغو ملاتړ کونکو( د شمال ټلوالې) خولې  وربندې کړې چې په ښکاره ډول د امریکايي پوځیانو ترڅنګ ولاړ وو. اوس به ددغسې ډلو سیاستوال هڅه کوي چې له هغې بدنامۍ ځانونه وژغوري چې له امریکايي '' یرغلګرو'' سره د مرستې له کبله پیدا کیږي.   

No comments:

Post a Comment