Friday 27 July 2012

پرکونړد توغندیزو بریدونو سیاست

پرکونړد توغندیزو بریدونو سیاست

حنان حبیبزی

د 2011 کال په سپټمبر کې د کونړ ولایت د دان ګام پر ولسوالۍ توغندي ولګیدل، سیمه ییزو افغان چارواکو يې پړه سم لاسي په پاکستان واچوله. په پيل کې دې مسالې ته په کابل کې پڅ غبرګون وښودل شو، خو په دې وروستیو کې چې دغو توغندیزو بریدونو زور واخیست، ځايي خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله او یو شمیر نور يې بيځایه کیدو ته اړویستل په کابل کې د پاکستان پر ضد نارې پراخې شوې،  یو شمیر کړیو د افغانستان پر حریم  په اصطلاح د''پاکستان له خاورې''  داسې ښکاره ګذارونه د پیغور وړ وبلل او د کرزي پر رژیم يې غږ وکړ چې مخه يې ونیسي.  

دغسې ادعا ددې لپاره اړینه وه چې د پاکستان په ضد په افغانستان کې د انزجار لمن پراخه شي، ددې لپاره چې د کرزي رژیم  فکر کاووچې ددې کار په نتیجه کې دطالبانو ملاتړ ته په افغان کلیو کې زیان ورسوي ، په بله وینا د پاکستان له توغندیزو بریدونو څخه سیاسي ګټه پورته کړي او پریږدي چې دا توغندي دوام پیدا کړي چې د پاکستان په ضد د خلکو د لمسولو لپاره ترې کار واخیستل شي او وروسته بیا پاریدلي افغانان پر طالبانو ورتاوو کړي. همدارنګه، د دولتي کړیو په مرسسته دداسې نارو تولیدل ضرور دي چې هغو ادعاو ته د رښتیاو جامه ور واغوندي چې له طالب غورځنګ سره د پاکستان مخامخ ملاتړ بلل کیږي. د کرزي په رژیم کې ځینې مهم پریکړه کونکي فکر کوي که ددغو بریدونو په اړه داسې جمله په رسنیو کې عامه کړي چې  قبایلي سیمې پکې د پاکستان خاوره وګڼل شي، په نتیجه کې به يې د پاکستان پخلاف  ډير افغانان راوپاریږي. 

  د بیلګې په توګه به دا مساله داسې روښانه کړم: په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځ میشت دی، خو قبایلي سیمې د پاکستان خاوره نه ده، او دغه پوځیان د ډیورنډ د کرښې له  بلې غاړې چې قبایلي سیمه ده پرافغانستان بریدونه کوي. د کابل رژیم ددې په ځای چې ووايي په قبایلي سیمو کې میشت د پاکستان پوځ پرافغانستان راکټي بریدونه کوي، دوی وايي '' د پاکستان له خاورې پر افغانستان بریدونه کیږي، وشول، شوي دي،'' چې دداسې ژبې کارونه د افغانستان هغو تاریخي ژمنو ته زیان اړوي چې د قبایلي سیمو او قبایلو په اړه يې لري.  

 امریکايي دریځ

د امریکا او هند په ګډون د کابل میشتې نړیوالې ټولنې له منځه ډیری هیوادونه  په افغانستان کې د پاکستان ضد احساساتو د پراخوالی ملاتړ کوي. دغه لوبغاړي غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا ډیره شي چې له کابله پر اسلام اباد د امریکايي برید پلمې جوړې شي. ددې هدف لپاره پکار ده چې افغانان احساساتي شي او په رضاکاره توګه د امریکا پوځ ته اجازه ورکړي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان برید وکړي. داسې برید د امریکا، اسرایلو او هند لپاره په دې ضروري دی چې پاکستان د مځکې پر سر یوازینی اسلامي هیواد دی چې د ډله ییزه وژنو کیمیاوي وسلې لري. په هر ډول چې کیږي امریکا غواړي چې دغه وسلې له منځه یوسي. 

ددې لپاره پنټګان وار له مخه د پاکستان په پوځ کې کار کړی او ډیری برحاله پاکستاني جنرالانو ته له واشنګټن څخه معاش راځيي، کټ مټ لکه په 1970 کلونو کې چې افغان پوځ لوړپوړو جنرالانو له شوروي اتحاد څخه معاش اخیسته. دغه راز، د امریکا پوځ د پاکستان په خاوره د پوځي عملیاتو تجربه لري، د بن لادن پراستوګنځي برید دریاد کړئ کوم چې له افغانستان څخه ترسره شوئ وو.  ددې لپاره په کابل کې د پاکستان پرضد پر ځینو لارو چارو پانګونه کیږي چې یو اړخیز پروپاګند پراخ شي. ددې پروپاګندې اقتصاد د هند په ګډون د نړیوالې ټولنې د ځينې مهمو هیوادونو له خوا برابریږي. 

 پاکستان دغه حالات له نژدې څاري او په وړاندې يې پر سټراټیژیکو اقداماتو لاس پورې کوي. د بیلګې په توګه، د ملي جبهې په نامه،  د پښتنو د یو والي ضد،  د جنګسالارانو یو اتحاد د افغانستان د تجزې لپاره کار کوي.  یو مهم غړی يې د پاکستان سفارت ته د تګ راتګ په تور د کابل امنیتي ادارې نیولی خو په ضمانت خوشې شوی دی.  امنیتي کسانو ادعا وکړه چې دې هزاره توکمي ''د پاکستان تابعیت درلود او ورور يې د هغه هیواد د پوځ مخکښ غړی دی''

 که خبره داسې وي مانايي داده چې پاکستان دکابل په زړه کې د حکومت دننه او بهر فعال دی، او خپل کسان يې په مهمو ځایونو کې ننباسلي دي. په دې توګه، له ټولو هغو پټو پریکړو خبریږي چې سیمه ییز او بهرنی ځواکونه، نه غواړي چې څوک خبرشي. د داسې پراخ اغیز په نتیجه کې د کرزي رژیم نشي کولی پاکستان مجبور کړي چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړي له قبایلي سیمو څخه چې د پاکستان پوځ پکې ځای په ځای دی، د افغانستان پر خاوره توغندیز بریدونه ودروي،  کرزی پڅ دریځ غوره کوي او نشي کولی چې ملګرو ملتونو په وړاندې پاکستان پړ کړي.  

د توغندیزو بریدونو تر شا د پاکستان موخې  

راځئ په دې مساله لږ تم شو،  د ډیورنډ د کرښې بله غاړه قبایلي سیمه ده او افغانستان هیڅکله په رسمي توګه د پاکستان د خاورې په توګه نه ده پیژندلې، کله چې پاکستاني پوځیان له دې سیمې د افغانستان پر ختیځو ولسوالیو توغنديز بریدونه کوي هدف يې څه دی؟  موږ ته دا هم ضروري ده چې وپوښتو چې له داسې لانجمنې جغرافیي څخه پر افغانستان د بریدونو سیاست څه دی؟  اسلام اباد غواړي چې له افغانستان سره خپله پوله رسمي کړي، ددې لپاره پاکستان د خپل زیږون له پیله تر اوسه پورې هڅې کړي دي چې دا مساله د خپلې خوښې سره سمه اواره کړي، خو په افغانستان کې يې تل مخالفت شوی دی. 

ان د برهان الدین رباني رژیم او ورپسې د طالبانو واکمني چې د پاکستان پراخ ملاتړ يې درلود، اسلام اباد ونشو کړی چې د افغان غاړې هوکړه واخلي. ددې لپاره يې اوس خپل ټاکټیک بدل کړی دی.  اوس له قبایلي سیمو د افغانستان خاوره پر توغندیزو بریدونو په نښه کوي چې د افغانستان له منځه دا اوازونه واوري چې '' د پاکستان له خاورې پر کونړ یا نورستان برید شوی او ځايي خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، یايی خلک بیځایه کیدو ته اړویستلي دي.''  

په ځانګړي ډول کله چې ددغو توغندیو په برید کې افغانان خپل ژوند له لاسه ورکړي او یا کډې ته اړوځي '' د پاکستان له خاورې پر افغانستان بریدونه کیږي'' جمله په پراخ ډول په افغاني رسنیو، دولتي او کولتوري بحثونو کې مطرح کیږي. هغه څه چې بریدکونکي يې د ثبوت په توګه له ځان سره ساتي هغه  لفظي انځورونه دي چې قبایلي سیمې د پاکستان خاوره ګڼي، او داسې ژبه په پاکستان یا قبایلي سیمو کې نه، بلکې په کابل کې تولیدیږي.  دداسې ژبې په کارولو سره موږ دا ښیو چې په مستقیم یا نامستقیمه توګه  منو چې ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله ده. د افغانستان په اوسنیو سیاسي، کولتوري او رسنیزو ادبیاتو او محاویروکې دداسې ټکو او جملو تولیدول پاکستان خپلوهغو ارمانونو ته رسوي چې د ډیورند دکرښې په اړه يې زړه کې ګرځوي.   

 له دغو بریدونو څخه د پاکستاني پوځ هدف همدا دی چې افغاني لورئ  دوی ته د داسې ټکو یا ژبې بنډلونه چمتو کړي  چې  په راتلونکي کې یې د غښتلي سند په توګه وکارولی شي، کله چې افغانستان د قبایلي سیمو د راخپلولو مساله راپورته کوي. دا یوازې په دې ځای پایته نه رسیږي، هغه مهال چې د طالبانو د ملاتړ په تور د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې یو قبایلي وګړی د کابل د رژیم له لوري نیول شوی، هغه ته د قبایلي وګړي په ځای د پاکستاني وګړي ټکي کارول شوي چې داسې ټکي د پاکستاني جنرالانو خوښیږي او هغوی ته قوي ثبوتونه په لاس ورکوي چې افغانستان نور ددې اراده نلري چې د قبایلي سیمو د راخپلولو یا د پاکستان له پوځي ډیکټاتورۍ څخه يې د ازادولو هیلې په زړه کې وګرځوي. دا مساله په ځانګړي ډول هغو ملتپالو پښتنو ته د پیغور وړ ده چې په کابل کې موقعیت لري او د پښتونخوا د ازادۍ نارې غږوي، تر ګردوشرمونکې داده چې خپله دغه ملتپال ددغسې ټکو، جملو او ژبې په تولید کې ونډه لري. 

No comments:

Post a Comment