Thursday 12 January 2012

د تراب فلسفي لرلید



د تراب شعرد مقاومت شعر دی او د ظلم په وړاندې غږیږي 


د تراب فلسفي ''لرلید''
حنان حبیبزی
تاسو به لیدلي وي چې د لسګونو سلاکارانو ترڅنګ، ډیرې ادارې، اکاډمۍ، د مطالعاتو مرکزونه او نور جوړیږي چې دولت ته مشورې ورکړي. ددولت نوم د یوې تیرویستونکې آلې په توګه کاریږي، خو په حقیقت کې دا یو شمیر هغو اشخاصو ته مشورې ورکوي چې دولتي امکانات د خپلې واګې د ټینګښت لپاره کاروي.


عامو خلکو ته د مشورو د ورکړې لپاره څوک نه چمتو کیږي، ځکه چې عام خلک د ګردو دسیسود موضوع subject لپاره غوره کیږي، قوانین، لایحې، زندانونه، سزاوې، محاکم او نورددې لپاره رامنځته کیږي چې د خلکو خپلواکي، حقونه،ارمانونه او خوښۍ محدودې یا له منځه یوړل شي او له بلې خوا یو شمیرلوستو او تابع کارګرو ته د کار سرچینې برابرې کړي.


د مطیع الله تراب شعرونه په یوټیوب کې په انځوریزه بڼه دده پخپل اواز کې موندل کیږي. هلته لیدل کیږي چې په مشاعرو کې د خپلو انتقادي شعرونو له کبله د سلګونو ناستو خلکو له داد او ستاینې سره مخامخ دی. د تیرو څو اونیو راهیسې مې دده څو شعرونه خورا په غور واوریدل او د یوشمیر لویدیځوالو فیلسوفانو لکه میشل فوکو له هغو ټولنیزو انتقادونو سره يې ورته والی درلود چې کلونو کلونو لپاره يې پرې څیړنې کړي.


تراب مې نه له نژدې لیدلی، نه مې کله ورسره خبرې کړي او نه خبر یم چې د افغانستان د کومې سیمې دی، خو هغه مې دده د شعر له لارې موندلی. ښايي زموږ په ټولنه کې تراب ته ورته شاعران او لیکوالان ډير وي چې د خلکو لپاره خبرې کوي. خو له بده مرغه زموږ ټولنه او زموږ خلک د ژوند له دومره کړاونو سره مخامخ دي چې نشي کولی یو څوک په اسانۍ پیدا کړي.


په دغه لیکنه کې هڅه شوې ده چې دده د شاعرۍ بیلګو ته د کتنې په پلمه هغه څه راوسپړو چې په سیاست کې د شتمنو ونډه، د رسنیوونډه او د ټولنیزې بثباتۍ اړیکي بلل کیږي.


انتقادي لیدلوری


د فوکو له نظره په هغو ټولنو کې فکرونه هیڅ وده نکوي چې ښونکي، خبریالان او روڼ اندي پکې ځانونه د دولت مامورین بولي. د هغه څه لپاره کار کوي چې ورته د معاش په توګه ورکول کیږي، او هغه څه ته سترګې په لار وي چې د وخت د ضایعه کولو په بدل کې معاش بلل کیږي. دوی پخپل چاپیریال کې روان حالات په انتقادي ډول نه څیړي، بلکې یوازې د هغه چا په خوښه خبرې کوي چې دوی ته مالي ملاتړ ورکوي. د تراب بیلګه ښايي هغسې یو چا ته ورته وي چې فوکو يې په لټه کې دی:


ای د نیازبینو د چم خانه، تاته څه پته ده!


ته څه خبريې ولږه څه ته، تنده څه ته وايي


ته چې پیدا شوې په ککو کې درته شات څیڅیدل


زه چې پیدا شوم ما د مور اوښکو ته خوله وازه کړه1


فوکو د 1982 کال د اکتوبر په میاشت کې د ورمونټ په پوهنتون کې یو لکچر ورکړ او هغه څه یې یاد کړل چې ده پرې کار کړی وو او دا يې د [رسمي] ادارو او عادي خلکو اعمالActions يې وبلل. فوکو وویل، د قدرت د سرچینو او هغه ادارې Institutions چې په یو یا بل ډول سره اړیکي لري د نظم په پلمه د سزا ورکړه داسې هڅه بولي چې وښيي څه ډول نوی فکر زوکړه کوي، او څه ډول عام خلک د فکرونو موضوع subject جوړیږي.


ولټر هارټ پخپل کتاب فوکو به څه کول(2011) کې فلسفه داسې تعریفوي: '' د فلسفې موخه د هغو لارو تر پوښتنې لاندې راوستل دي چې موږ پرې فکر کوو او یا پکې ژوند کوو، او دا نورو خلکو او موږ پورې اړه لري چې وښیو هغه څه چې باید بل ډول وای، ولې داسې دي. په دغه بڼه پر فلسفې پوهیدل د خپلواکۍ لپاره لار پرانیزي. داد فکر کولو، لیدلو او ژوند کولو نوي امکانات را وړاندې کوي'' (2، مخ


فوکو فکر کاوو چې هر ځای کې د ټولنیز تاریخ او د مفکورې د تاریخ ترمنځ واټن پروت دی. ټولنیز تاریخپوهان ښايي ووايي چې څه ډول عام خلک پرته له فکر کولو غبرګون ښيي، او د مفکورو تاریخپوهان ښايي ووايي چې څه ډول خلک له عمل پرته، فکر کوي. هر سړی دواړه هم فکر او هم عمل کوي. څنګه چې خلک عمل کوي یا غبرګون ښيي، دا له فکر سره تړاوو لري، او فکر دودونو پورې اړه لري.


د فوکو په وینا کې مهم شی د غبرګون یا عمل په تولید یا تنظیم کې د فکر ونډه ده چې ده خورا مهمه ګڼلې ده، خو ستونزه داده چې شتمن او د قدرت خاوندان د ټولنې فکري ځواک ته په بابیزه سترګه ګوري، چې بې ارزښته وګڼل شي او ددوی د فکري تولیداتو لپاره تشه رامنځته شي چې دعامو خلکو پر ژوند خپلې موخې وتپي.


په داسې حال کې چې موږ هره ورځ ګورو چې خلک د سیاسي، پوځي، اقتصادي، کولتوري او ټولنیزو حالاتو په وړاندې غبرګون ښيي خو دې ټکي ته پام نکوو چې له غبرګون وړاندې څه پیښ شول؟ هغه وخت چې انسان له یوعمل سره مخامخ شو، هماغه شیبه يې په ذهن کې ددغه عمل په وړاندې یوه مفکوره ټوکیږي او متضاد عمل ته اړکیږي.


د بیلګې په توګه، یو سړی د خوسا ځای ترڅنګ تیریږي، بد بوی يې په سوږمو ورننوزي، ژر خپل څادر له وږې ښکته کوي او پوزې ته يې نیسي چې د بوی مخه ونیول شي. مخکې له دې چې خوسا ځای ته ورسیږي څادر دده په وږه وو، خو کله چې دغه ځایته ورسیده، څادر يې له وږې لیرې او پوزې ته ونیوه. د بد بوي په احساسولو سره يې مغزونو غبرګون وښود او دده په ذهن کې دا مفکوره پیدا شوه چې څه ډول له ځان سره مرسته وکړي چې له خوسا بوی وژغورل شي.


دغه بدلون د فکر زیږنده وه چې لاروي ته يې انتخابoption په لاس ورکړ او عمل ته يې وهڅاوو. موږ لومړی فکر یاد کړ او بیا د فکر په نتیجه کې مو غبرګون یاد کړ، دې دواړو د یوې ځانګړې پیښې له رامنځته کیدو څخه وړاندې هیڅ وجود نه درلود. د پیښې په وړاندې فکري عکس العمل په مغزونویا ذهن کې یو لړ مالومات information تولیدوي چې بیا د انسان پر وجود بیړنی اغیز شیندي او متقابل عمل ته يې اړباسي.


کله چې د یو بهرنۍ پدیدې په وړاندې د لاروي فکر عکس العمل وښود، دهغه فزیکي بڼه يې بدله کړه. لکه د نیوټن معادله چې ددې پخلی کوي او ښيي چې 'هرعمل ورته غبرګون لري'. ښايی هغه کسان چې د پولیسو د سرتیرو او پوځيانو په توګه خدمت کوي، له دې معادلې ناخبره واوسي، ځکه چې دوی دځانګړو اشخاصو د خدمت لپاره د ټولنې نور وګړي په وسلو او هغو اداري امکاناتو ګواښوي چې سرغړونکو یا منتقدینو ته سزا ټاکي. د تراب په شعر کې دغه مساله داسې راغلې ده:


د ماښام غل يې د سحر په غلا کې بیا ونیوه


حیران په دې یو چې چا پریښود او چا ونیوه؟


د امنیت پړسوب د خیټي په چاودون واوښته


په رمو مو د لیوانو غوندې شپون واوښته3


په دې ډول ازادې ویناوې د قوانینو، پولیسو او پوځ له لارې کنټرولیږي، خو پوځي او پولیس چې د همداسې یوې بدمرغې ټولنې غړي دي، له دې ناخبره دي چې د څو تنو اشخاصو د ځواکپالنې لپاره څومره ژر قربانۍ ته چمتو کیږي او لوی لوی جنایتونه کوي.


خو دننه په حکومت کې شتمن تګلاره جوړونکي په دې پوهیږي، او په لوی لاس غواړي چې خلک غبرګون وښيي چې د ځپلو پلمې يې برابرې شي او په همدې ترڅ کې یو شمیر نورخلک د بیوزلۍ له کړاونو سره بوخت ساتي. پولیس او پوځ له عامو خلکو سره لاس او ګریوان دی چې په ټولنه کې د انکار مفکوره له منځه بوځي او تابع چاپیریال جوړ کړي.


همداسې، که یو بهرنی ځواک د خلکو د ناکرارۍ یا خوښۍ لامل وګرځي، ذهن يې فکري لیدلوری تولیدوي، څو شیبې وروسته دغه فکري لیدلوری چې په ذهن کې پټ دی د انسان چلند بدلوي.


که دا ځواک بهرني یرغلګر وي او '' د یو چا د خپلو خپلوانو له قتلولو وروسته پر مړو متیازې کوي''4 د پوځي یا پولیس د اخلاقو څرګندونه بلل کیږي، او دا ښيي چې دوی ته د بشر په وړاندې څه ډول چلند ورښودل شوی، لکه تراب چې وايي:


بشر دوستان دې له بګرامه لږ لیدنه وکړي


چې بشریت پکې په سپیو داړل شوی پروت دی


په انساني کرامت لوبې د حیوان لګیا دي5


د میراثي کنټرول لپاره لوږه او ناپوهي اړینه ده


د تراب په شعر کې د پاملرنې وړټکی دده کیڼ اړخی دریځ دی چې ټولنیز، پوځي، سیاسي او اقتصادي حالات يې په یوه علمي ډوله اډانه کې شمیرلي دي اوټولنه يې پر پوړونو ویشلې ده، لکه د بیوزلو پوړ، د شتمنو پوړ، د واکمنو پوړ او داسې نور:


ستاسې بچي د محلونو بچي، بس هره شپه د چراغان شپه وي


زموږ بچي لا څپلۍ نه پیژني، دشپې د سر لاندې څنګل ماتوي6


د تراب شعرکه څه هم سیمه ییز دی او افغانانو ته غږیږي، خو پخپله بڼه کې د کاناډايي مفکر اېډم کهني (2011) له هغو دلایلو سره سمون خوري چې د شخړې پر مهال يې د ټولنیزو ننګونو په اړه وړاندې کړي دي. د ډاکټر کهني په وینا د امریکا د متحدو ایالاتو په ګډون د صنعتي هیوادونو هڅې ښيي چې دوی غواړي په نړۍ کې خپل دریځ پیاوړی کړي. دا ننداره د لیکنې په بڼه (رسنیو)، په ویناوو (کنفرانسونو)، د ډیپلوماټیکو منډو تړلو، د سختې ډیپلوماسۍ (بندیزونو) یا په پوځي توګه څرګندوي چې په یو نه یو ډول د خپل کنټرول سیمه پراخه کړي.


په افغانستان کې هم د شتمنو، ځواکمنو او زورواکو له خوا د عامو خلکو په ضد له همدغه ډول چلند څخه کار اخیستل کیږي. قدرت لرونکي شتمن پوړ چې پر دولتي چارو او پر اقتصادي سرچینو کنټرول لري د عامو خلکو په ضد له هیڅ ډول تاوتریخوالي ډډه نکوي، ځکه چې دوی په راتلونکي کې د خپلو ماشومانو لپاره د قدرت او شتمنۍ په هڅه کې دي. عامو خلکو ماشومان نه پریږدي چې زده کړې وکړي، که دوی زده کړې وکړي بیا انتقادي نظر پیدا کوي او انتقاد کونکي د زغملو وړ نه دي:


راټول شي داسې منصوبه جوړه کړي


چې د مزدور بچی مزدور پاتې شي7


د تراب دغه ټولنیز انتقاد د میشل فوکو له هغه انتقاد سره سمون لري چې په پوهنیزوڅانګو لکه پوهنتونو او ښونځیويې کړی دی. فوکو وايي پوهنتونونه ددې لپاره ډیزاین شوي دي چې یو شمیر خلک په یوشمیر نورو ځواکمن او واکمن کړي. په پوهنتونو او ښونځيو کې دوی د خپلې خوښې نصاب چمتو کوي، هغه څه چې ډیر ځلې زده کونکي ستړي کوي، خو بیا هم ددې لپاره لوستلو ته اړویستل کیږي چې داسې مفکوره ورکړل شي چې د انتقادي فکر وړتیا ونلري. که تاسې د کابل پوهنتون د استادانو ویناوې او مرکې واورئ پرته له یو څو تنو ډیری يې انتقادي نظر نلري، په داسې حال کې چې دوی ګوري چې هرڅه په ناسم ډول روان دي، خو بیاهم ترې دفاع کوي. تراب دغه مساله داسې راپورته کوي:


شاباش تکړه شئ د جیبونو د ډکولو وخت دی


او له دې ولس نه د څرمنې د ویستلو وخت دی8


په ټولنیزه بي عدالتۍ کې د رسنیو ونډه


رسنۍ تل ادعا کوي چې دوی د خلکو اواز پورته کوي، په داسې حال کې چې د خلکو په شخصي ژوند کې لاسوهنه کوي، خپل لیدونکي/ اوریدونکي/ او لوستونکي هڅوي چې د یو شمیر اشخاصو ملاتړ ته ځان چمتو کړي چې واکمني يې په لاس کې ده.


انځوریزې رسنۍ په ځانګړي ډول، نه یوازې د بهرني '' کولتوري یرغل''9 لامل ګرځیدلي، بلکې د ځواکمنو اشخاصو د مالي ملاتړ له کبله قومي لیدونکي یا اوریدونکي جوړوي چې ټولنه سره وویشي او یو شمیر ځانګړو کسانو ته د کنټرول لاره برابره کړي. د هندي فلمونو، مزاحیه پروګرامونو او داسې نورو تفریحي نندارو له لارې هڅه کوي چې خلکو ته ځانګړی چلند، ناسته ولاړه او جنسي روږدیدنه ور زده کړي. د تراب په شعر کې د رسنیو همدې ونډې ته اشاره شوې او دا چې دغه صنعت د ځانګړې موخې لپاره کار کوي:


ډیموکراسۍ موږ ته څو ډمې راډیو ګانې راکړې


لړلې ګوړې يې په زهرو کې ارزانې راکړې10


د تفریحي پروګرامونو کومه بڼه یا بهرني فیلمونه چې د ټلویژون پر پرده ښودل کیږي یا پر راډيو وړاندې کیږي، د ډیری لیدونکو/ اوریدونکو پر ورځينو چارو ناوړه اغیز شیندي. ددغسې رسنیو په مارکیټ کې له حده تیرو بوختونکو توکو دودول ددې لپاره اړین بلل کیږي چې عام خلک د خپلو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو په اړه د فکر کولو ځواک له لاسه ورکړي او ددوی لاشعورله جنسي روږدیدنې او هغو نورو نشيي توکو سره وتړل شي چې د استعمال له کبله يې انسان پخپل ځان کنټرول له لاسه ورکوي.


ښه بیلګه يې '' دکابل په یو واده کې د شرابود څښلو له کبله د یوشمیر کسانو مرګ دی''. 11شراب او نور نشيی توکي یو څوک پیري، هلته د پیسو راکړه ورکړه وي، لیږد رالیږد لري او یو شمیر خلکو ته د کار موندلو لامل ګرځي. د شرابو او نشيي توکو دودول ددې لپاره هم اړین بلل کیږي چې ټولنه ګنګسه او ذهن يې له خیالي ارمانونو سره وتړي چې ټولنه د شتمنو او د قدرت د خاوندانو د پریکړو په وړاندې د راپورته کیدو وړتیا له لاسه ورکړي.


که لږ اخوا لاړ شو او د سویلي اسیا په کچه د دغسې یوې بلې بیلګې یادونه وکړو، نو د پاکستانۍ نڅاګرې وینا ملک جنجالي انځورنه دي چې یوې هندۍ مجلې خپاره کړل. ددې انځورونو د خپرولو تر شا درې ډوله سیاست پروت وو.


1. په لوی لاس هڅه وشوه چې د مجلې سلګونو زره لوستونکو لاشعور ته لاسرسئ پیدا کړي او هغوی ددې مجنونان وګرځوي چې له دې نڅاګرې سره د وصلت له خیالونو پرته پر نورو ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي مسالو فکر ونکړي. ددوی د مغزونو دننۍ برخه (ای ډي) دومره فعال وساتي چې کنټرولونکې برخه ( سپر ایګو ) يې له کاره وغورځول شي.12


2۔ د من موهن سینګ د دولت ملاتړ کونکو پاکستاني ضد هندي رسنیو له دې لارې هڅه وکړه چې پاکستانیو رسنیو ته یوه نوې مساله په لاس ورکړي چې په اسلام اباد کې پر هغو سیاسي حالاتو بحثونه وځنډوی چې د پاکستان او امریکا ترمنځ يې اړیکو ته زیانونه ورسول. څومره چې د پاکستان په رسنیو کې بحثونه ډیریدی هومره د انځورونو خپرندوې مجلې ته اقتصادي او سیاسي ګټه رسیدله.


3۔ اقتصادي ګټه وټه، هغه ځوانان چې یا له جنسي کړکیچ سره مخامخ دي، بې له شکه چې شمیر يې ډير دی، یا هغه چې له پاکستان سره دښمني لري، ددې انځورونو لپاره مجله رانیسي او د مجلې اداره نه یوازې خپل کړی لګښت بیرته ترلاسه کوي بلکې د راتلونکو ګڼو لپاره د میلیارډونو هندي کلدارو په بیه سوداګریز اعلانات راخپلوي.


د ټلویژون د وړاندې کونکو لویدیځ ډوله جامې او داسې نور بهرني سریالونه چې لیدونکو ته د بیوزلۍ احساس ورکوي. په بله مانا د سریال یاد ټلویژون د ښځينه یا نارینه وړاندي کونکي او له غربت، جنسي کړکیچ او روحي ستونزو سره د مخامخ لیدونکي ترمنځ اقتصادي، کولتوري واټن ( لکه سینګار، رنګینې جامې) ددې لامل ګرځي چې لیدونکی فکري ثبات له لاسه ورکړي، پخپل ځان کې یوه تشه وګوري. دغه لیدونکی هماغه ګړۍ د دغسې سینګار/ ښکلو جامو او د اقتصادي پرمختیا په فکر کې لویږي چې د جنسي ارمان desire د ترلاسه کولو لپاره يې د فزیکي سمبولونو او اوزارو په توګه وکاروي.


د بیوزلۍ له کبله هماغه ګړۍ یا راتلونکې ورځ نشي کولی ورته جامې واغوندي. ځکه چې د نوموړی/ې ورځینۍ کارګري هڅې نشي کولی چې هغه د سریال یا د ټلویژون د وړاندې کونکې په څیر د سینګار یا جامو د اغوستلو او ځانښودنې جوګه کړي، دغه نهیلي پر ژور خپګان بدلیږي او دغه لیدونکی/ ې ناڅرګند اوښتون revolutionته هڅوي.


دغه ډول پروګرامونه ددې لپاره ډیزاین کیږي چې لیدونکي سیاسي فکر ونشي کړی او د انتقادي فکر وړتیا پیدا نکړي. په اروپايي هیوادونو او امریکا کې د ایکس فکټور X-Factor ، بیګ برادر Big Brother ، یاد فټبال د لوبې لپاره رسنیزې هلې ځلې ددې لپاره کیږي چې تګلاره جوړونکي، پانګوال او د کاروبار خاوندان د خلکو لاشعور ( ای ډي ) ته لار پیدا کړي چې ډیر فکر کولو ته يې پرینږدي. د فټبال د هر لوبغاړي لپاره رسنۍ بیل بیل کمپاین پر مخ بیايي چې ځوانانو لپاره يې موډل وګرځوي او ورو ورو د لوبغاړو بیيي پورته ځيي او د اسبابو په توګه يې د فټبال یو کلب پر بل کلب پلوري چې عام خلک په ځانګړي ډول عام ځوانان ترې اغیزمن impress کړي.


د همدې لپاره هغو خلکو ته چې ډیر فکر کوي ډیرځلې احمق ویل کیږي. دا ټینګار چې ښي اړخي یا د واکمنو اشخاصو ملاتړ کونکي يې کوي چې 'تل شیانو ته له مثبتې کړکۍ وګورئ'، لومړی یوه تیرویستنه ده او دومه يې داسې هڅه ده چې مخکې له مخکې د یو چا فکر د هغه په ذهن کې وژني.


اقتصادي انحصار او د خلکو د خوښې او ناخوښې کنټرولول


که د ټلویژوني اعلانونو بیلګې ته وګورو، څه واخلوو څه وانخلو، څه واغوندو څه وانه غوندو، موږ باید څه ډول خواړه په کومه بیه راونیسو، موږ باید پیسې چیرته ولګو، زموږ پیسې د چا جیب ته لاړې شي، موږ باید د خپلو ستونزو په اواري کې له چا مرسته وغواړو او څه ډول يې وغواړو. پولیس او پوځي څه وخت زموږ پر سر ولاړ وي، او څه وخت موږ ته څه وايي؟ څوک ښه سړی دی، څوک بد سړی دی.


دا رسنۍ او همدغه سیاسي اشخاص دي چې هڅه کوي موږ لیدونکو/ اوریدونکو ته ارمانونه اوغوښتنې معرفي کړي چې موږ ددوی په خوښه یو څه ښه او یو څه بد وګڼو. دا ټولې چارې ددې لپاره چمتو شوي دي چې د خلکو کړه وړه او ناسته پاسته کنټرول شي. د خلکو تقدیر د شتمنو او ځواکمنو تر اغیز لاندې پریوځي او د عامو خلکو خوښه نا خوښه کنټرول شي. عام خلک باید خپل انتخاب ونلري او د څو تنو اشخاصو له خوا وړاندي شوي توکي که ددوی خوښیږي او که نه يې خوښیږي راونیسي او د ټاکلو اختیار له لاسه ورکړي.


د بیلګې په توګه Fitness Rx په نامه د مجلې لاندیني انځور ته وګورئ، چې ماشوم لرونکو میرمنو ته سپارښتنه کوي چې څه ډول د نارینه وو د جنسي پاملرنې وړ وګرځي:

ددې موخه داده چې ښځینه پوړ وهڅوي چې یو شمیر ځانګړي تولیدات وپیري او تولید کونکو ته اقتصادي ګټه ورسوي چې دغه پانګوال د خپلو سیاسي او ټولنیزو موخو د ترلاسه کولو لپاره خپله وړتیا لا پسې پراخه کړي. یو شمیر نورې ښځې چې له غربت څخه ځوریږي ښايي دېته وهڅیږي چې ددې تولیداتو د پیرلو لپاره کار او خدمت وکړي چې له نورو سره سیالې شي.


واکمن پوړ د کاروبار، د مارکیټ او د پانګې د ښکته پورته کیدو ولکه په لاس کې نیولې، خو هیڅ مالیه نه ورکوي، دولتي شتمني د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي. خو بیوزلی او منځنی پوړ چې خولې تویوي او کار کوي په تراه او ویره کې ژوند کولو ته اړ کیږي.


په دې توګه ټلویژونونه او نورې رسنۍ د ځانګړو اشخاصو له خوښې سره سم د ټولنې پریکړې کنټرولوي. په داسې شرایطو کې خلک د هغه څه منلو ته اړ کیږي چې دغه اشخاص يې معرفي کوي.


همداراز، رسنۍ د هغو شیانو په اړه خبرې کوي چې ټولنه سره بیلوي، پلانکۍ ډله ښه ده او پلانکۍ بده ده. پلانکي د پلانکي په ضد داسې او هغسې چلند وکړ، دا هغه څه دي چې سیاستوال يې زموږ د پاشلو او بیلولو لپاره غواړي چې اوبه خړې شي او کبان ونیسي.


د بیلګې په توګه، کله چې پر کابل برید کیږي نو ډیر جدي نیول کیږي، رسنۍ پرله پسې خبرونه خپروي، چارواکي ښکته پورته کیږي، خو کله چې ورته برید د کندوز یا پکتیا پر یو کلي ترسره کیږي، ښځې او ماشومان پکې وژل کیږي، موږ يې ګورو چې لږ ارزښت ورکول کیږي، او په رسنیو کې يې په اړه هیڅ یا لږ څه لیدل کیږي.


یا د بیلګې په توګه، په تخارولایت کې د پولیسو یوه ډله پر یوې ماشومې ډله ییز تیری کوي، هغه کوم جرم نه ګڼل کیږي. خو په ارزګان کې یو سړی چې ښايي روحي ستونزې ولري، د ښځې پوزه پرې کوي هغه نړیوال کیږي،او د ټایمز د مجلې په پښتۍ کې يې انځور چاپیږي. په دې توګه دوی باید ووايي چې کوم بد جرم دی او کوم ښه جرم دی، یانې جرمونو ته امتیاز ورکول، ددغو رسنیو دنده ده. کله چې ناټو په فراه کې ملکي کسان په ډله ییزه توګه وژني، هغه کوم جرم نه ګڼل کیږي، خو که مقابله ډله پر ناټو برید کوي، او هلته کوم لاروی په ناقصدي توګه وژل کیږي، دا جرم دی.


د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو تګلارې


دوی د ټولنې بیوزلي او د منځني پوړ middle class وګړي پخپلوکې اچوي، په افغانستان کې ښاریان او کلیوال او یا هغه څه چې د قدرت خاوندان پرې خبرې کوي. دوی دغه جنجالونه پیدا کوي چې وکولی شي په رسنیو کې راښکاره شي او په قدرت کې پاتې شي، که ارامي وي، انتقادونه ډیریږي.


دا سیاسي ګوندونه او د مدني ټولنو په نامه ادارې ددې لپاره راجسټر کیږي چې خلکو ته دا احساس ورکړي چې د پریکړو ازادي شته دی، خو ازادي نشته، او دا یو څو اشخاصو ته د کنټرول د لارو چارو برابرول دي. دغو ګوندونو او مدني ټولنو ته د فعالیت شرایط هغه اشخاص برابروي چې واګې يې په لاس کې دي. د عدلې په وزارت کې د ثبتولو پر مهال ګوندونه یا نادولتي ادارې باید داسې تګلارې وړاندې کړي چې د دولتي لایحو په نامه د شتمنو زورواکو په لاس له رامنځته شوو شرایطو سره برابرې وي.


ولسمشر، مرستیال ولسمشر، قاضي، وکیل، ښاروال، وزیر، ولسوال، والي، ټول هغه کسان دي چې یو ډول موخې لري او هغه د کنټرول مساله ده چې شتمني پیدا کړي او دا کنټرول خپلو ماشومانو ته ولیږدوي، او عامه ټولنه يې د غلامانو په توګه عمل وکړي.له ټولو بده يې داده چې خلک قاضي ته ددې لپاره ورځي چې عدالت وغواړي، خو د افغانستان په څير هیواد کې قاضي تر ګردو ډير فاسد او د شتمنو اشخاصو خدمتګار دی:


له بل طرفه د ملت واکداران داسې څوک دي


اینجینران و ډاکټران او ساینس پوهان داسې څوک دي


له چپاړسي نه تر وزیره پورې په رشوت اخته دي


ان له قاضي نه تر مدیره پورې په رشوت اخته دي 13


ددوی د نقشو په وړاندې تر ګردو لوی ګواښ ذهني دی، هغه چې د اعمالو د تولیدیدو لامل ګرځي. له زندان نیولې، ترپوځ، پولیسو او رسنیو پورې لارې چارې د ټولنیز ذهني ګواښ د مخنیوي لپاره کارول کیږي.


هغه څوک سرغړونکی بلل کیږي چي ، هغه څه نکوي چې ورته ویل کیږي،کله چې بیا خلک له یو ځپونکي عمل سره مخامخ شي، د انتخاب نورې لارې چارېoptions نلري، یوازینی انتخاب وسله ده چې د غبرګون لپاره يې کاروي.


دغه قدرت لرونکي، هغه کارګر نه خوښوي چې د کار دهرې شیبې لپاره حق الزحمه غواړي، بلکې هغه کارګر يې خوښیږي چې په اسانۍ وغولیږي، اضافه کاري وکړي او معاش ونه غواړي. د کنټرول تر ګردو لویه بڼه داده چې خلک فکر کوي چې دوی د هیواد لپاره خولې تویوي. خو په حقیقت کې دغه ډول ډیکټي شوي وي او اړشوي وي چې همداسې فکر وکړي، ځکه چې بله چاره نلري.


دوی ته د حالاتو په اړه د فکر کولو موقع نه ورکول کیږي، نو هغه څه وايي چې ددوی د کارځای مدیر یا مشر ورته ویلي دي، یا هغه څه چې دوی د انحصار شو رسنیو له لارې اوریدلي دي. ''لکه لوستي چې تل ځانونه پر بیوزلو او نالوستو تپي''14، د خپلو زده کړو له کبله فکر کوي چې نالوستي ښه دي چې دي، چې ددوی خدمت وکړي، هغه چې تراب يې داسې انځوروي:


موږ شاپرکو ته پنجره جوړه کړئ


ستاسې لاسونه قلمو ته جوړ دي


موږ ته کولنګ، موږ ته بیلچه جوړه کړئ15


لمنلیکونه























1 comment: