Monday 15 August 2011

د فکر بڼې او روڼ اندی سبک


لیکوال: حنان حبیبزی 

په دې لیکنه کې د فکر کولو پر علمي بڼې غږیږم او تاسو ته د نورو هیوادونو د فکر کولو بیلګې درکوم چې د خپلو ټولنو پرمختیا او خوشاله ساتلو لپاره یې د پریکړو پر وخت خپلوي. بیا د افغانستان د پالیسي جوړونکو بیلګې دریادوم.

 دفکر بڼې او روڼ اندی سبک 
منطقي فکر کول بیلا بیلې لارې لري. بهرنی منطق د لویدیځې فلسفې او پوهنې ( ساینس) برخه ده چې له نورو کولتورونو سره خورا ډير توپیر لري.  منطق ، لکه بودايي فلسفو ته په ژوره توګه کتنه . خو د فکر او پریکړو ډیجټل بڼه  د شمالي امریکا د کمونیکشن سیسټم ځانګړنه (خاصیت) دی. جاپانیان بیا د فکري ورته والي خواته په حرکت کې دي.  شمالي امریکایان رغنده او مجرب دي خو دوی د چینايي بڼې  یا د اروپايي فکري قوې  د بیلابیلو بڼوو  په څیر غښتلي نه دي، یا د پیژندنې  هر اړخیزه جاپانۍ بڼه ، مخکې له دې چې تفصیل ته لاړه شي  د حالاتو د ټولو احساساتو پیژندل کولی شي

دشمالي امریکا بڼه د پریکړو د ترسره کولو پرمهال  د افراط خواته ځي. د اروپا د وچې په کولتورونو کې ،ددې لپاره پر شننې ټینګار کیږي چې بشپړ علمي او نظري استدلال رامنځته کړي. هغه لار چې د استدلال  ملاتړ کوي او هم د کولتور په شا او خوا کې بدلیږي. ځينې ځان ژمن بولي چې د حقایقو پر سر ودریږي. ځینې پر ایډیالوجۍ او عقیدې، او ځینې پر دودونو او هیجان. دجاپانیانو لپاره احساس ښه دي ، منطق ورته سوړ ښکاري

فرانسویان بیا ځانته یوه فلسفه لري او امریکایان بیا هرې فرضیې ته اسناد او ثبوت غواړي. له عملي کولو څخه وړاندې باید ، اسناد او ثبوت  وي چې د هغه څه  ملاتړ وکړي چې ویل کیږي. لویدیځواله فکري بڼه پر زښت ډیر انتقادي فکر اوڅیړنه ولاړه ده. اسیايي هغه بیا په ذهني څرنګوالي ولاړه ده

سعودیان بیا شعوري عمل کوي اود بنسټیزو او علمي شواهدو له کبله له مجبورۍ ډډه کوي. لکه د سعودي د سلطنتي کورنۍ جامې . دا کورنۍ کولی شي چې لویدیځ ډوله او تنګې لنډې جامې خپلې کړي خو دوی دعربانو دودیز او عنعنوي کړه وړه خپل کړي چې په هیواد کې یې درناوی وشي. یا د عمان  د واکمنې  کورنۍ بیلګه

بیلا بیل کولتورونه  ،بیلا بیلې  او ځان ځانته طریقي لري چې اسناد پرې ټول او تللی وشي ، خپل نظر وړاندې او یوې پایلې ته ورسیږي. په ځانګړي توګه  په برتانیا او متحدو ایالاتو کې، که هلته اسناد نه وي نو د فکر څرګندول یا نظر ورکول هیڅ مانا نلري. په داسې یو حالت کې  تش فکر یا نظر په دغو هیوادونو کې قانوني او سم نه ګڼل کیږي

د فکر کولو افغاني بڼه 
په افغانستان کې بیا دا هرڅه بدل دي. فکرکول د فکر کونکي یا نظر ورکونکي له ځانګړو سیاسي، اقتصادي،کولتوري ،مدني  او شخصي ګټو  او غوښتنو سره تړلي دي. دا تر یوځایه د اسیايي بڼې  داغیز له کبله چې هماغه له ذهني څرنګوالي څخه سرچینه اخلي او تر یو ځایه دفکر کونکي  دهغو شخصي ځانښودنو سره تړاوو لري چې له بهرنیو فشارونو یا بهرنیو کولتورونو او سیاستونو څخه یې خپلوي ،یا،  را- اخلي. که یو سړی  جهادي دی ، هغه فکر کوي چې هر څه باید جهادی بڼه ولري او د همدې فکر افراطي بڼه غواړي

که یو سړی له کمونیستي رژیمونو سره پاتې شوی دی ،هغه بیا دکمونیستي فکر افراطي بڼه غواړي او هڅه کوي چې خپله خوښه په نورو وتپي.  د یو چابه په شخصي ژوند کې ‌ډیر شیان خوښیږي خو هغه حق نلري چې د خپلو شخصي غوښتنو لپاره خپل فکر پر پاتې  ټولنه چې د وګړو اکثریت جوړوي او  دده په څیر فکر نکوي ، وروتپي.  د بیلګې په توګه د افغانستان ټولنه ، یوه دودپاله مذهبي ټولنه ده. جګړو او ناخوالو ، ناورینونو نوره هم له دین او دودونو سره جوخته او نژدې کړې ده.  په ځانګړي ډول پښتانه چې ددې هیواد اکثریت دي او ددوی له خوښې پرته هیڅو ک په افغانستان کې حکومت نشي کولئ ،یوه زښتنه ډیره مذهبي او دودپاله  ټولنه ده چې د بیوزلۍ سره سره هیڅکله هغه څه ته  نه تسلیمیږي چې په زوره  پرې د منلو هڅه کیږي.

که موږ په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو د غورځنګ د راپورته کیدو بحث را- واخلو ، نو هغو ظلمونو ته  یو غبرګون وو چې د پروفیسر رباني په مشرۍ د هغه وخت  حکومت هڅه وکړه چې د پښتنو پخلاف یو پوځي کمپاین په لاره واچوي او د هیواد د جنوب او ختیځ خلک له پښو  وغورځوي .   

د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو یوې ډلې ددغې تګلارې دعملي کولو  احساس وکړ او په سیمه ییزه توګه يې پخلاف راپورته شول.  په لږ وخت کې یې وکولی شول چې  د احمد شاه مسعود تر مشرۍ لاندې  د حکومت ځواکونه او جوړښت یې له امو تیر کړي .

دا یوه مساله دهکه داسې وګڼو چې  نن ملا محمد عمر نه وای  یا  حکمتیار صاحب  نه وای ،  د دسیسو په ضد د پاڅون فکر د افغانستان ددغه اکثریت ترمنځ تل ژوندی  دی. تاسې به هغه بندي کړی ، هغه به شکنجه کړی خو د هغه فکر وژلی نشئ ،د هغه له ذهن او زړه څخه دغه فکري میراث  نشی لیرې کولیتل چې د افغانستان مځکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخامخ شوې ،له سوېل ، ختیڅ او لویدیځ څخه خلک راپورته شوي او مقابله یې کړې

 د خپلو خلکو پخلاف د زور کارول سمه لاره نه ده. زور کارول او د خپل هیواد د وګړو اکثریت ته ترهګر خطاب کول  په راتلونکي کې بدې پایلې لري. خو د حامد کرزي په حکومت کې  ټول شوي خلک  په دې هرڅه پوهیږي ، دوی  د هغو خلکو مخکښان دي چې حکومت يې په ۱۹۹۰ کلونو  کې د طالبانو په لاس نسکور شو  خو بیا يې هم  د ۲۰۰۱ کال راهیسې هڅه وکړه چې د نړیوالې ټولنې له پوځي امکاناتو څخه کار واخلي او پښتانه د طالبانو او القاعدې په نامه وټکوي

لکه، په ۱۹۸۰ کلونو کې  ، همدغو خلکو د احمد شاه مسعود په مشرئ  له روسانو سره پرتوکول  وکړ او په شمال کې یې د اسلامي حزب پر مرکزونو بریدونه وکړل او د اسلامي ګوند زیات شمیر مخور قومندانان یې ووژل . خو د اسلامي ګوند سرچینې یې ویجاړې نشوی کړی. دا هرڅه زموږ د سترګو په وړاندې تیر شول

دهغو قومندانانو کورنۍ لا هم شته دي او د خپلو کورنیو د غړو د وژونو شاهدان دي چې څه ډول په یو وخت کې هم د روسانو او هم د پنجشیر د وسله والو له خوا پرې بریدونه  کیدل. نننیو بیلګو ته چې ګورم ،هماغه وختونه راپه زړه شي

نن هم ،په یوه بله بڼه هماغه خلک د پالیسي جوړونکو پر څوکیو ناست دي او هڅه کوي چې هغه څه پر ولس ومني چې یوازې ددوی خوښیږي، یا ددوی ګټې ورسره نښتې دي.  هرڅوک بیل بیل فکر لري او داسې هڅه نه کیږي چې د تګلارو د جوړولو یا د پریکړو پر وخت شخصي فکر له پامه وغورځول شي او د ولس د ښیګنې لپاره  فکر وشي. یا د خبرو اترو له لارې  بیلا بیلو مفکورو ته  د یوه فکر بڼه ورکړل شي.  که د کرزي حکومت ته  وګورو ، نو تاسو ته به ان دننه په حکومت کې  سیاسي، کولتوري او نورې فاصلې ژر څرګندې شي

د بیلګې په توګه ، کابینه، که تاسې د کرزي کابینې ته وګورئ نو نژدې ټول غړي یې لوکسې ، قیمتي او دلویديځ د سويې نیکټايي لرونکې دریشي اغوندي. په داسې حال کې چې دوی دداسې ولس استازیتوب کوي چې په هراړخیز ډول ځانګړی فکر او کولتور لري ،یا جګړو ټوک ټوک کړې او داسې  دولتي مشرانو ته اړتیا لري چې ددوی په څیر ځان وښيي

که څه هم خپله کرزی یوڅه ورته والی لري. خو بیا هم دی د خپل حکومت له نورو غړو سره کولتوري  واټن لري. دده وزیران ځان هغسې نشي ښودلی ،یايي نه ښيي چې ولسمشر یې ښيي. حامد کرزی  د ریس په توګه افغاني کمیس پرتوګ او واسکټ ،ازبکي قرقلۍ او تاجکي چپنه اغوندي چې د ده  او د کابیني ترمنځ يې مهم ټکي ته زموږ پام ور اړوي.
دا موږ ته یوشئ په روښانه ډول را څرګندوي چې هلته  کولتوري واټن دی ،دا د کرزي او د کابیني ترمنځ دا د فکري اختلاف او واټن مانا لري

اوس پوښتنه داده چې ، دکرزي + دهغه  کابینه ، او ولس ترمنځ کولتوري واټن څه دی؟
خبره به له یوې بیلګې پیل کړو. په ۲۰۰۷ کال کې  یوسړی  د فاریاب په ولایت کې مجبور شو چې خپل څاروي او پسونه  چې ژوند یې پرې ولاړ وو، وپلوري . ما ترې پوښتنه وکړه چې څاروي يې  ولې وپلورل؟ ده لنډ ځواب راکړ او ویویل چې اوسنی حکومت څوک شپنۍ ته نه پریږدي. ولسوال درنه د پسونو پر سر بیلې پیسې غواړي ، امنیه قومندان یې بیلې غواړي او هغه  زورور چې پر څړ ځای  یې خیټه اچولې  ،هغه خو بیا په نیمه رمه هم نه قانع کیږي، نو ددې لپاره دی مجبور دی چې خپل پسونه او څاروي وپلوري

دغه سړی چې خپل کلي ته راغی  نو خلکو ته یې د خپلې رمې د پلورلو دلایل څرګند کړل ،  خلکو ، وۍ وۍ وکړل ، ساړه اسویلي یې وویستل ، او پر حکومت یې ددې لپاره لعنت  ووایه  چې دولتي خدمات پر ولس پلوري. دې خلکو وویل ، که حکومت موږ خپلې مزدورۍ او بزګرۍ ته هم پریږدي موږ خوشاله یو ، خو دېته مو هم نه پریږدي!.   دغه سړی  مالدار وو، د خپل کلي مشر هم وو، نو د خپل کلي پر فکرونو اغیز درلود

 په بل ځای کې نور کلیوال له یو جوړه جامو اوله  شکیدلو بوټانو څخه پرته بل څه نلري او ټوله ورځ د یوې مړۍ ډوډی لپاره سرګردانه وي. یا د یو داسې ملا امام تر شا پنځه وخته دریږي چې هغه یوازې د دودیز دیني کولتور په اړه خپلو مقتدیانو ته لارښونې کوي. یا دغو کلیوالو لیدلي دي چې څنګه یې د یو بل ګاونډي کور په بمونو ویجاړ شوی او کنډواله پروت دی

یايې په جګړو کې خپل او خپلوان له لاسه ورکړي ،خو حکومت کله هم ددوی پر ټپونو د ملهم د ایښیدو هڅه نه ده کړې ،بلکې  برعکس د ټپیانو له جیبه یې وهلې  ده. له افغان ولس څخه غلا کول ،له بیوزلو او ټپیانو څخه د غلا کولو په مانا دي چې د حامدکرزي صاحب په حکومت کې څوکۍ ددې لپاره لیلامیږي چې د رشوت لپاره لاره اواره شي. ډاکټر اشرف غني احمدزي پخپل وروستي کتاب  د عدالت لار [ ۲۰۰۹ ] کې دغه مساله په ډیر تفصیل سره څیړلې ده

 په دغه وخت کې یوازې همدا قومي مشر او هماغه ملا دی چې دې خلکو ته په بد حالت  کې د صبر او زغم احساس ورکوي. په غم او ښادۍ کې یې ګډون کوي. نو دغه بیوزلي کلیوال به هیڅکله دېته چمتو نشي چې د یو داسې حکومت لپاره قرباني ورکړي چې ددوی په څیر فکر نکوي

یا هغه خلک چې ځوانان ، سپین ږیري او کمکیان يې یو جوړ جامې ، پګړۍ  د یوې اونۍ یا دوه اونیو لپاره اغوندي، له دوه اونیو څخه وروسته کوم ځای نه یو کلچه صابون پیدا کړي او خپلې جامې پرې ومینځي او بیا انتظار وي چې وچې شي چې بیرته یې واغوندي.  ځکه چې د بیوزلۍ له کبله نورې جامې نلري. په مخونو باندې یې د غربت او بیوسیۍ نښې نښانې له ورایه لیدل کیږي.  حکومتونو تل ژمنې کړي خو عمل یې نه دی کړی.  دغو کلیوالو اوریدلي دي چې دومره میلیونه ډالره پلانکي هیواد مرسته وکړه ، یا دومره بیلیونه ډالره یو بل هیواد مرسته وکړه ،خو د دوی کلي ته دغه پیسې کله هم ورنغلې

 نو کله چې یو وزیر رخیلې ږیره ،په غربي ډوله جامو او نیکټايي کې دغسې یو کلي ته په مرمۍ ضد موټر کې چې لسګونو زره امریکايي ډالره بیه لري ورځيي . له خپل موټر سره ، دې کلي ته داسې انځور ورکوي چې،  دی نه یوازې د ټېم ورکولو (چکر)  لپاره تلی وو، بلکې د موټر ټیرونو یې د خلکو سترګو ته دوړې هم شیندلي دي، او دی له خپل قیمتي موټر څخه چې تر شايي د باډي ګارډانو او وسله والو یو کاروان دی په غرور سره راښکته کیږي ،  له خپلو وسلو برچپکو باډي ګارډانو سره د ویرې  او ډار یوه فضا په کلي کې رامنځته کوي ،خلک مجبوریږي چې دده خوشاله کولو هڅه  وکړي ، او دی له خپلو بوټانو سره پر غالۍ کیښني

 کلیوال پخپل ځان فشار راوړي او دده لپاره هغه پیسې  په میلمستیا لګوي چې دوی دخپل خیر او شر لپاره سپما کړي دي. که میلمستیا ورنکړي نو ښايی وزیر صاحب خپه شي ،که وزیر صاحب خپه شو ښايي ددوی کلی بمبار شي. داد کلیوالو فکر دی
دا فکر ولې په کلیوالو کې دی ؟  دواړه یو پر بل اعتبار نلري. په مرمۍ ضد ګاډي کې وزیر ولې کلي ته  ځي ، یا ځان سره دا دومره وسله وال باډي ګارډان  څه له بیايي؟ مانا د حکومت او کلیوالو ترمنځ په هغه ژبه  کمونیکشن یا خبرې اترې نشته چې د جګړو د سیمو خلک پرې  پوهیږي ....... [ژبه په کمونیکشن کې څه رول لري، دا به په راتلونکو لیکنو کې درته ووایم]. 

که بیرته د وزیر صاحب بحث ته ورشو نو ،ایا دغه کلیوال به ددې وزیر دغه ځانښودنه خوښه کړي؟ ایا دغه کلیوال به ددې وزیر هرکلی وکړي؟  دغه کلیوال به  دې وزیر ته  غالۍ ، پستې توشکې،پاسته بالښتونه او رنګینه میلمستیا (چې د وزیر صاحب له طبعې سره سمه وي)  برابره کړی شي؟ ایا دوی به د خپل ژوند لپاره سپما کړې  پیسې مصرف کړي  چې دغه میلمستیا برابره شونې شي؟ که ددغه وزیر هرکلی دده له طبعې سره برابر ونشو ، نو ایا دی  به ظاهرا  ددې کلي ستونزې او اړوند اړتیاوې  اوارې کړي؟ ایا ددې کلي چلند به ددې وزیر خوښ شي؟ ایا دا وزیر به ددې کلي ستونزې او مشکلات درک کړي؟  

د وزیر صاحب جامو ته چې کتل کیږي ، ظاهرا دغه پوښتنې ځواب شوي نه دي. یا دا،  هغه پوښتنې دي، چې د ولس او په اصطلاح د لوړ پوړو  حکومتي چارواکو ترمنځ بې ځوابه پاتې دي.   خو که برعکس یو طالب قومندان همدې کلي ته ورشي نو هغه له دې کلیوال سره شړومبې هم خوري ، غالۍ نه غواړي. پستې توشکې نه غواړي. پاسته پاسته بالښتونه نه غواړي. هرڅه چې چمتو وو ،هماغه خوري . خپل څادر اواروي او پرې کیښني. خلک نه مجبوریږي چې پر ځان فشار ومني او د سپما کړې  نقدي جایداد یوه برخه ددې طالب د میلمستیا لپاره ولګوي. له نیکه مرغه ، یا له بده مرغه دا همداسې ده.  اوس به  د کلیوالو کومه ډله خوښه شي؟ ایا هغه وزیر ،که هغه  طالب قومندان؟ خبره ښکاره ده چې د خلکو هغه خوښیږي چې له دوی سره کولتوري او اقتصادي فاصله ونلري

 د سعودي او عمان بیلګې
لکه څرنګه چې مو مخکې یادونه وکړه، د سعودي سلطنتي کورنۍ ددې لپاره د هغه هیواد په دودپاله او مذهبي ټولنه کې د درناوي وړ ده چې په کولتوري توګه له خپل ولس سره هیڅ ډول واټن نلري.  دوی هغه جامې اغوندي چې یو عادي سعودي وال یې هم اغوندي

د سعودي شاهي کورنۍ دهغه هیواد په ډیرو اقتصادي سرچینو شخصي واکمني لري ، خو دوی خپل ولس ته هیڅکله داسې احساس نه ورکوي چې ګویا د هغه هیواد ډیری اقتصادي سرچینې د شاهي کورنۍ تر واک لاندې دي.
په عمان کې که تاسې وګورئ نو په زغرده به درته جوته شي چې واکمنه کورنۍ پکې په کولتوري توګه د هغو دودونو پیروي کوي چې د هغه هیواد اصلي عنعني دي خو نوی نسل پکې  پر یو څه سرغړونه لاس پورې کړی ،هغه هم د نوې رسنیزې ټیکنالوجۍ او اینټرنیټ اغیز دی

خو د منځني عمر او د لوی عمر عام خلک په عمان کې پخپلو دودونو او عنعنو ولاړ خلک دي. که تاسو اماراتو ته وګورئ نو دا به ژر درته څرګنده شي چې د افغانانو په څیر دودپاله عربان څه ډول د دایمي واکمنو او سلطنتي کورنیو له خوا په داسې حال کې خوشاله ساتل کیږي چې اقتصادي ژوند هلته د افغانستان په پرتله یوسل اتیا درجې توپیر لري او وچت دی.  خلک ددې وس لري چې د ټونس په څیر انقلاب رامنځته کړي.

ولې موږ نشو کولی چې د خپل ولس په څیر فکر وکړو؟ 
که دلته ټونس ته سر ورښکاره کړو او ووایو چې هلته ولې نوي نسل ته دا فکر پیدا شو چې د بن علي د واکمنۍ پخلاف راپورته شي ، د نوموړي  حکومت نسکور کړي او د ټونس سیاستوال اړ کړي چې ددوی په خوښه حکومت جوړ کړي ،کنه نو لاریونونه به یې روان وي.  دلته باید د اینټرنیټ ، د رسنیو د نوې ټیکنالوجۍ د استعمال ، ټلیفوني اینټرنیټ  او د سوشیل نیټورکس لکه د فیسبوک او ټویټر رول هیر نکړو

له هغې راهیسې چې د ټونس ځوانانو دغو اسانتیاوو ته لاس رسی پیدا کړ ، دوی له یو بل همزولي سره چې په نیویارک ، یا لندن کې اوسیده ، اړیکي پیدا کړل. دې ځوان ټونسي ملګري ته د خپل ژوند د بڼې ، سیاسي ،اقتصادي او انفرادي خپلواکیو په اړه خبرې وکړې. ټونسئ ځوان اړ شو چې هره ورځ هغه رسنۍ ولولي چې په نیویارک او لندن کې یې د هغه همزولی لولي.
هغه اړ شو چې هغو اینټرنیټي لیکنو ته لاسرسئ پیدا کړي چې ځوانانو ته د بیلا بیلو فکري خپلواکیو لارښونې کوي .


 ژر دغو پرمختګونو د ځوانانو ترمنځ نوی فکر پیدا کړ او دوی یې اړ کړل چې د هغه څه په ضد اواز پیدا کړي چې د بن علي رژیم ترسره کولد ټونس ټولنه چې په اقتصادي توګه یوه بډایه او په کولتوري توګه  یوه پوه – ټولنه یا بشپړه انفارمیشن سوسایټي وه ، له وسلې یې کار وانه خیسته ،ځکه چې وسلې کارول یې د خپل هیواد او هیوادوالو د ویجاړیدو لامل کیدل ،نو  د حکومت په ضد یې پر لاریونونو لاس پورې کړ او بریالي شول. اوس داسې ویره ده چې د ټونس بیلګه ښايي په نورو عربي هیوادونو کې هم ترسره شي او خلک د خپلو دایمي رژیمونو پخلاف راپورته شي

خو په افغانستان کې حالات بدل دي. ددې سره سره چې خلک پوهیږي ، چارواکي یې د بن علي د رژیم  په پرتله ډیر فاسد دي ،وفاداري نلري  او خپل ولس ته په ټیټه سترګه ګوري، خو ددې لپاره چې د کلیو او بانډو خلک  له خپلو همزولو سره په نیویارک او لندن ، یا په یو  بل هیواد کې اړیکي نلري ،نو دوی ته دا مالومات نشته  چې د حکومتونو د بدلولو لپاره له وسلې پرته نورې لارې هم شته

که دوی په دې پوهیږي  یا نه پوهیږي، خو په یو بل څه ښه پوهیږي او هغه دا چې د افغانستان حکومت د لاریونونو د زغملو وړتیا نلري او پر لاریون کونکو ښايی د ترهګرو او طالبانو ټاپې ولګول شي او د وسله وال برید لاندې ونیول شي. نو ، په دې حالت کې دوی ته اسانه لار د وسلې اخیستل او ددولت پخلاف جنګیدل ښکاره کیږي

دافغانستان حکومت هم هغه ظرفیت نلري چې لاریونونه وزغمي او ولس هم ددې نوښت نشي کولی چې زرګونو خلک د ارګ په مخکې راټول شي ، نارنجي جامې واچوي او پخپلو مټو ولیکي چې موږ به تر هغې  له دې احتجاج لاس وانخلو  چې حامد کرزی په سوله ییزه توګه  له حکومت لیري نشي ،او یا په حکومت کې  فاسد چارواکي ګوښه اوبیا محاکمه نکړي

دا کار د پارلمان هغو کاندیدانو ته اسانه دی چې په تیرو ټاکنو کې د پراخ مالي فساد او درغلیو قرباني شول او پخپلو کلیو او بانډو کې یې د هغه ولس استازیتوب له لاسه ورکړ چې په رښتیاني ډول یې دوی ته اړتیا درلوده. یا دغه کاندیدان خپلو کلیو او بانډو ته  ورتلی شي او هلته د فاسدو چارواکو پخلاف عادي کلیوال راپورته کولی شي.  

خو ، په افغانستان کې سیاسي او  اداري فساد ، پراخه  بې عدالتي، د بهرنیانو یرغل ،یا د بهرنیانو لاسوهنې  او د نشيی توکو کاروبار یوازینۍ مسالې نه دي. ایا موږ کله دېته پام کړی دی چې  څه کووو او څه ډول فکر کوو؟  او د څه ډول  فکر کولو په نتیجه کې تګلارې او پالیسي جوړوو؟ 

دا مساله چې په زوره افغانان تابع یا پرې لویدیځ ډوله ډیمو کراسي وتپل شي ،ناشونې خبره ده. په تیرو لسو کلونو کې دا مساله هرچاته څرګنده شوه. ان دا چې اوس د لویدیځو هیوادونو ځینې مشران چې په افغانستان کې عسکر لري ،د خپلو پخوانیو څرګندونو پخلاف  وايی چې موږ په افغانستان کې ددې لپاره نه یو چې هلته ډیموکراسي راولو

زه داسې نه وایم چې تاسې تګلارې مه جوړوئ  بلکې  دا ویل غواړم  چې خپل ولس ته  داسې احساس مه ورکوئ چې، تاسو د دوی په څیر فکر نکوئ او د پردو تر شاه د دوی د نیکمرغئ په پلمه  په ډول ډول معاملو لاس پورې کوئ.  
د بهرني اغیز له کبله د فکر کولو بڼه که بدله نشي نو هیڅکله به  له هغو تګلارو سره ولس همغږی نشي چې ستاسې د هغه فکر په نیتجه کې رامنځته کیږي چې پر بهرني اغیز ککړ دی. د ولس د فکر استازیتوب نکوي

 بهرنیان څه غواړي ؟ 
که نور هیوادونه پریږدو او یوازې د ایران داغیز بیلګه را- واخلو نو په ساده ډول به دې نتیجې ته ورسیږو چې موږ ولې د خپل ولس په څير فکر نشو کولیکه تاسې د تیلو د ټانکرونو د ګرځولو په وړاندې د کابل د غبرګونونو  بیلګې ته وګورئ ، دا به په اسانه درته جوته شي چې څوک وکړیدل او څوک پرې غلي پاتې شول

هغه ډله چې د ایران لپاره فعالیت کوي او له ایران سره فکري او مذهبي ورته والی لري ،د ایران په وړاندې يې چوپه خوله غوره کړه. یايي ونه غوښتل چې خپل نظر ورکړي ، یايي خپل نظر نشو ورکولی.
دا ډله د کریم خلیلي او محمد محقیق په مشرۍ د وحدت ګوند دی، چې مالي لګښت یې د ایران له خوا ورکول کیږي  او نشي کولی چې د ایران په ضد خپل نظر ولري

لکه څو ورځې مخکې چې د برتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر د عراق دجګړې په اړه د پلټونکو یوې پنځه کسیزې ډلې ته وویل چې ایران په منځني ختیځ کې پراخ اغیز خپور کړی او که دا همداسې دوام وکړي نو نړۍ ته به لوی ګواښ رامنځته کړي
دده یوه موخه په لبنان کې د حزب الله ډله وه ، چې ایرانی فکر او اقتصاد لري. ایران غواړي چې د وحدت ډله هم په افغانستان کې پر همداسې یوې تندلارې شیعه ډلې بدله کړي

د همدې لپاره دغه ډله هڅه کوي چې د هزارګانو ترمنځ ایرانی فکر خپور کړي ،چې ان دې هڅو پر هزارګي لهجې هم خپل ناوړه اغیز شیندلی او دغه لهجه په افغانستان کې له ګواښ سره مخامخ ده. لکه شیخ محسیني چې  په افغانستان کې د شیعه اییزم خپراوی له ایران څخه په ټیکه اخیستی اوهڅه کوي چې  تندلاری شیعه ییزم په افغانستان کې د دودیز سني ،حنیفي مذهب بدیل وګرځويبله مساله د پان فارسیزم ده چې په یوه بله لیکنه کې ما پرې رڼا اچولې ده. نو ، د ایران د اوسني رژیم نړول ،دافغانستان د امنیتي او پرمختیايي ګراف د جیګیدو او په ایران کې د ډیموکراسۍ د رامنځته کیدو په مانا دي

که د ایران اوسنی رژیم تر لسو کلونو پورې پاتې شي او دافغانستان حالات دغسې وي ،لکه نن چې دي نو د تهران  د ناوړه اغیز حقایق به څرګند او مقابله به یې بیا یو سرخوږی شيخو ،په ایران کې د رژیم د بدلولو هغه  فکر چې په ټوله نړۍ کې ، په ځانګړی ډول د نړۍ په ځواکمنو هیوادونو کې په غوړیدو دی  ،دافغانانو له خوا تشویق شي ،کابل به د ایران له لاسوهنو او فشارونو څخه خلاص شي

د بیلګې په توګه ، که په تهران کې اوسنی رژیم چپه شي،  اقلیتونه خپله ازادي غواړي. سنیان رامخته کیږي او له لویدیځو هیوادونو څخه غواړي چې په راتلونکي حکومت کې خپله ونډه ولري. ترکان ، عربان او اذریان تشویقیږي چې د خپلو ژبو او کولتورونو ازادي وغواړي

نوی حکومت چې د لویدیځ په خوښه رامنځته کیږي ، د پخواني رژیم د پاتې شونو له خوا ښايی له ننګونو سره مخامخ شي ، دلته او هلته ښايي قومي او ژبنۍ نښتې وشي. سیاسي او اقتصادي ثبات به  له منځه لاړشي . په دغه وخت کې له افغانستان څخه نا امنیي تهران ته ځيي او افغانان دېته وزګاریږي چې د یو والي لاس ورکړی او خپل هیواد جوړ کړي

تهران بیا ډیرو کلونو ته اړتیا لري چې په پښو ودریږي. کله چې، تهران  بې ثباته شو نړیواله ټولنه مجبوره ده چې هلته  سوله ساتي سرتیري ولیږي چې د عادي ایرانیانو امنیت خوندي کړي . کله چې تهران ته سوله ساتي سرتیري لاړل ،نو په سیمه کې امنیت راځي او ددې امنیت لومړنۍ ګټې افغانانو ته رسیږي

 دا اوس یو فکر دی، ددې فکر ملاتړي ښايی په افغانستان کې ډیر وي، خو د یو شمیر نورو خلکو ترمنځ (چې حکومتي امکانات لري )  د پراخیدونکي ایراني فکر له کبله یې ښايی څرګندولی ونشي. ځکه د ایران سفیر کولی شي چې ان په کابل کې د تهران  مخالفین ونیسي او د محاکمې لپاره یې ایران  ته ولیږي. تاسو ولیدل چې د حامدکرزي له حکومت څخه یې د هغو لاریون کونکو د نیولو غوښتنه وکړه چې د تیلو د ټانکرونود بندیز پر ضد کوڅو ته وتلي وو

اوس نو ، ددغه حالت تشریح کول زموږ په ټولنه کې اړین دي ،او دا د افغانستان د ملي امنیت دنده ده چې په ټولنه کې ددغسې فکر د پرمختیا لپاره کار وکړي. لکه میکیاویلي چې وايي،[ ددوه ګاونډيانو ترمنځ د اوسیدو پر مهال د یوه ګاونډي زوال ستا د پرمختیا په مانا دی]. خو که ستاسې استخبارات خپله له ایران څخه معاش اخلي نو بیا له داسې فکرونو څخه لاس ومینځئ

 د ټولنیز فکر بیلګې  
که تاسې د سعدالدین شپون ناولونه ، لنډې کیسې ولولئ ،انځورونه يې تاسو هغو کلیو او بانډو ته بیايي چې دافغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې خلک پکې ژوند لري. ددې مانا داده چې استاد شپون هره شیبه په دې فکر تیروي چې افغانان څه ډول سایکالوجي لري او د فکر سرچینې یې څه دي. همدا خبره ده چې دی بیا په دې بریالی کیږي چې د خپلې کیسې یا ناول لپاره داسې صحنې راپیداکړي چې  دافغانستان د کلیوالو سیمو خلک یې هره ورځ  په عادي ژوند کې جوړوي

همدغسې،که تاسې د پیر محمد کاروان شعرونه او لیکنې ولولئ نو تاسې به وګورئ چې ده خپله ټولنه په څومره بشپړ، کټ مټ او ښکلي انداز کې انځور کړې ده ،لکه یو انځورګر چې هوبهو د یو سړي انځور جوړوي.
زموږ شاعران د ښار د اوسیدونکو په څير فکر نکوي، ځکه چې شاعران او لیکوال پوهیږي چې افغانستان د کلیو او درو هیواد دی، د وګړو هغه ډیرکۍ برخه چې د ښارونو اوسیدونکو ته خوراکي توکي، میوې ،غلې ،لرګي او د څارویو غوښې برابروي

که تاسې د خپل فکر ټول تمرکز د ښار پر خلکو وکړئ او د ښار د خلکو لپاره  تګلاره  رامنځته کړی ،کومه ګټه نکوي ځکه چې د ښار خلک وار له مخه درې وخته ډوډی پیدا لري ، که څه هم په دې وروستیو کې په ښارونو کې د ګدایګرو شمیر ډیر شوی دی خو که تاسو د خپل  فکر تمرکز په  کلیوال  ژوند کې  پرمختګ  ته واړوئ  نو ښارونه هم  ژغورلی شئ. د همدې لپاره کیسه لیکوال او شاعران د خپلو ناولونو او شعرونو لپاره د کلیوال  ژوند صحنې غوره کوي.  

کله چې زموږ شاعر او زموږ کیسه لیکوال د خپل ولس په څیر فکر کولی شي ،ولې یې زموږ سیاستوال نشي کولی؟ ځواب يې دادی چې زموږ سیاستوال ځانونه له ټولنې او قانون څخه پورته ګڼي ، نو دوی باید هغه څه وکړي چې ددوی په ذهنونو کې ګرځي او ددوی د خپلو شخصي ګټو او نفساني غوښتنو سره برابر وي

له قانون څخه پورته ګڼل ، دا فکر په ټولو افغان سیاستوالو کې دی. کله چې دوی قانون ته برابریږي نو د زور او ګواښونو له لارې ، یا هم د رشوت او فساد له لارې قانوني ادارې نه پریږدي چې دوی ته سزا ورکړي.
په تیرو کلونو کې داسې ډیرې بیلګې دي ،که یوه یوه یې درته ووایم ، نو تاسې به خپله ولسمشر په دې تورن کړئ چې قانون یې بیا بیا تر پښو لاندې کړی . هغه قانون چې دی يې پر طالبانو د منلو هڅه کوي. کله چې تاسې خپله د قانون د عملي کولو اراده نلرئ نو په هغه چا چې دغه قانون نه مني څه ډول عملي کوئ؟ ناشونې خبره ده

بل زموږ ملي سرود ، هم له رسیزم یا له توکموالې ډک دی. موږ پخپل ملي سرود کې خپله ټولنه په قومونو او ژبو ویشلې ده په داسې حال کې چې موږ یوازې افغانان یو.  مخکې له دې چې موږ د ملي یو والي یا د یوازې یو افغان نارې ووهوو باید دا ووایو چې موږ خپله ټولنه په قانون او په ملي سرود کې څه ‌ډول انځور کړې ده.   

پایله 
په داسې حال کې چې خپله حامد کرزي او لوی څارنوال هم ومنله چې نوی پارلمان د یوې پراخې انتخاباتي درغلۍ په نیتجه کې رامنځته شوی دی ، نو تاسو ولې د ځانګړې محکمې تر پریکړې پورې چې د قانون د پلي کولو اداره ده ، انتظار نشی کولی؟
جګړه پښتانه کوي،طالبان او د انجینر صاحب حکمتیار اسلامي ګوند  د پښتنو یو اکثریت دی چې د حکومت په ضد جنګیږي.که ستاسې موخه دا وي چې د هغوی تله د پښتنو ترمنځ کمه شي نو تاسې باید پښتنو ته اجازه ورکړې وای چې له خپلو ولایتونو څخه راشي او په پارلمان کې استازیتوب وکړي.


دا څنګه امکان لري چې له غزني څخه دې یو پښتون پارلمان ته لار پیدا نکړي.له شمال څخه دې یوازې یو نفر راشي په داسې حال کې چې په شمال کې د پښتنو شمیر هومره دی څومره چې تاجک دي ، د پښتنو شمیر په شمال کې هومره دی څومره چې هزاره یا ازبک دي.  په شمال کې د قومونو برابر انډول دی.  تاسې کندوز او بغلان ته لاړ شئ ، پښتانه ځانګړې ولسوالۍ لري، همداسې په سمنګان ، بلخ ، سرپل او فاریاب کې

 ددې نوي پارلمان په پرانیستلو سره خو تاسو طالبانو او  د اسلامي ګوند خلکو ته دا پلمه په لاس ورکړه چې هغوی کلیو او بانډو ته ورښکته شي او خلکو ته ووايي چې تاسو ولیدل،چې نړیوالو یرغل کړی او د څومره بیرحمانه درغلیو په نتیجه کې تاسو له سیاسي فعالیتونو څخه بې برخې شوی. او ددې پیغور په اوریدو سره  به لا نور خلک د طالبانو او اسلامي ګوند ملاتړ ته ودانګي او دحامد کرزي هغه نیمګړی اعتبار چې د پښتنو ترمنځ پاتې دی ،هغه به هم له منځه لاړ شي

دداسې یو فکر په ځواب کې ښايي یو شمیر خلک ووايي چې ایران ددې لپاره دتیلو ټانکرونه ګرځولي وو چې پر کرزي فشار واچوي چې ددغه پارلمان پایلې ومني.  یا نړیواله ټولنه هم د انتخاباتو  یوه نتیجه باید ومني . ځکه چې په دې  ټاکنو باندې ددوی  لګښت شوی دی. هلته د نړیوالې ټولنې  عسکر قرباني ورکوي، که دا  پایلې ونه منل شي نو دلته په اروپايی هیوادونو کې  به عادي خلک له خپلو حکومتونو څخه پوښتنه وکړي چې دا دومره پیسې او قرباني ورکول د څه لپاره دي  چې د انتخاباتو پایلې هم له  درغلیو ډکې راوځي ؟
نو حکومتونه ددغو کورنیو فشارونو د له منځه وړلو لپاره مجبور دي چې د درغلیو سره سره هغه پارلماني پایلې ومني چې دوی پرې خوشاله نه دي.په دغسې یو حالت کې موږ د فکر له کړکیچ سره مخامخ کیږو او نشو کولی چې خپل هیواد د بهرنیو هیوادونو په خوښه د پریکړو له ناوړه اغیزو څخه وژغورو. نو دلته ملامت څوک دي؟

-------------------------------------------------------------------------------------------------------
نو خبره بره په مغزو کې ده   

لومړنی سړی : د ای فون بیمه لرم ، غواړم د بیمې ادارې ته ټلیفون وکړم چې ای فون مې ورک شو، که بل فون راکړي ؟
دوم سړی : ای فون خو دې شته ؟
لومړنی سړی  : نه، زه خو هسې هم دوی ته بیمه ورکوم ،خو ورته وبه وایم چې ورک شو ،په دې کې نو څه خبره ده.
دوم سړی : دا غلا ده.
لومړنی سړی  : غلا به ولې وي، زه خو يې د چا له جیبه نه وهم او یايي له چانه  پټوم ، دا خو د بیمې په بدل کې ترې اخلم.
دوم سړی  : دامهمه نه ده چې غلا دې د چا له جیبه وشي ،یا دې له چا دې  څه پټ کړل شي، خبره په مغزو کې ده ، چې ستا په ذهن کې  څه دي.
لومړنی سړی : هغه څنګه ؟
دوم سړی: د بیلګې په توګه ستاسې ټلیفون نه دی ورک شوی ،خو تاسو د بیمې کپمنۍ ته ددې لپاره دروغ وايي چې بل ټلیفون درکړي ، نو دا پخپله غلا ده . مانا ، تاسو یوڅه پټوئ او ستاسې په ذهن کې د غلا فکر دی.  نوټوله خبره په مغزو کې ده.  

No comments:

Post a Comment