Wednesday 28 December 2011

''مینه'' تاوتریخوالی دی

''مینه''  تاوتریخوالی دی

حنان حبیبزی

لنډیز

 په ځانګړي ډول شاعرانو ملګرو ته به ښايي دا لیکنه یو څه د نهیلۍ وړ وبریښي، خو هیڅکله ددې لیکنې موخه دا نه ده چې د یو چا احساساتو ته دې زیان ورسول شي. یو څو وخته مخکې، ما د ګران ملګري عزت الله شمسزي (2011) یوه لیکنه ولوسته چې زښته ډیره په ورځينو حقیقتونو ولاړه وه. ده د استاد سعدالدین شپون(2011) هغه ټینګار ته د ځواب ویلو هڅه کړې وه چې د شعر د لیکلو پر ځای يې د نثر د لیکلو سپارښتنه کوله (1390ل، شمسزی)

د شمسزي صاحب د لیکنې قوت ددې په دوه اړخونو کې وو. لومړی د شعر پر اړتیا  او پر مسلکيتوب professionalism غږیدلی وو. دوم شي چې د لوستلو پر مهال يې پام ځانته  اړاوو،  دا وو چې شمسزي صاحب په یو نه،  یو ډول د شپون صاحب هغه سپارښتنه عملي کړې وه چې د شعر پر ځای  يې د نثر غوښتنه کوله.

 د مقالې لیکوال د شعر ملاتړ کاوو او د نثر لیکلو ته يې زړه نه ښه کاوو خو  موږ لیدل چې  ده  خپل ځواب په نثر کې لیکلی وو.  د روڼ اندۍ دغسې بحثونه  ددې مانا لري چې پښتو ژبه دغو شاعرانو، لیکوالو، خبریالانو هغه ځای ته رسولې ده چې د انتقادي اړخ تشه ورو ورو په ډکیدو ده او د نورو سیمه ییزو ژبو لکه پاړسي یا اردو په وړاندې د سیالۍ وړتیا لري. 

په داسې حال کې چې خپلو ټولو شاعرانو، لیکوالو او خبریالانو ملګرو ته درنښت وړاندې کوم، دا لیکنه د یوې مهمې او حساسې مسالې جنجالي اړخ څیړي.  په شعرونو، لیکنو، ناولونو، لنډو کیسو او شفايي ادبیاتو کې د '' مینې''  ټکي ته ورکړل شوی تعریف د یوظالمانه tyrannical  اوزار په توګه د یو شمیر خلکو د بیلارې کولو پر الې بدل شوی دی، ځکه چې له مینې څخه زموږ تعریف یو مخ افراطي بڼه لري. 

هغه بیلګې زښتې ډیرې دي چې کله یو هلک او انجلۍ له کلي تښتیدلي، او بیا پایله يې پر دښمنۍ او وینې تویدنې بدله شوې ده. هغه ځوانان چې په داسې کارونو لاس پوري کوي، د خپل چلند په وړاندې پرتو خونړیو ننګونو ته غاړه ږدي او په دې کې د هغه تعریف ونډه لري چې موږ يې له مینې لرو. دا تعریف عامو خلکو ته د مشاعرو، سندرو او شعري ټولګو له لارې لیږدول شوی دی.  

د ''مینې'' خیالي انځورګري

شعر داسې یو ژانر دی چې په هغې کې رښتیا موندل کیږي، د رښتینواحساساتو په نتیجه کې زیږیدلي الفاظ په پوره مانا نږه دي، یانې دغه شاعر څه فکر کوي او دده په مغزو کې د شیانو په اړه څه ګرځي. دا مهمه نه  ده چې د نړۍ په اړه د شاعر په مغزونو کې پروت انځور چې د ځانګړو غوښتنود فشار او احساساتو د غورځنګ په نتیجه کې د شعر  په اډانه افشا کیږي، په ټولنه کې شته او کنه؟  یا د ټولنې نور غړي هم دغسې فکر کوي اوکنه؟  خو  هغه څه چې موږ (د اوریدونکو په توګه ) په  شعرونو کې لولو، اورو هغه حقیقت دی چې د شاعر په مغزونو کې پټ وو. 

د مالوماتو  د عصر information age  چې  یوه  مهمه موخه يې د اشخاصو په ذهن کې د پټو مالوماتو د څرګندولو لیوالتیا ده، د بیلابیلو  لارو methods په کارولو سره  د شعرونو، لنډو کیسو او ناولونو ژبه یا متن تعبیر  decodeکوي او هغه څه ته لاسرسۍ پیدا کوي چې د ځانګړو اشخاصو لکه شاعرانو، لیکوالو، خبریالانو، پالیسي جوړونکو، سیاستوالو او نورو ویناوالو په زړونو کې پراته دي ،( چې په دې اړه به په راتلونکو لیکنو کې خبرې وکړم).  

کله چې موږ هغو مشاعرو او کولتوري غونډو ته وګورو چې د اوریدونکو پراخ ټولي ته شاعران یو پر بل پسې له ''مینې'' نیولې تر سیاسي، ټولنیزو، کولتوري او اقتصادي حالاتو پورې د یوې ځانګړې ژبې له لارې مالومات ورکوي، دخلکو پام نه یوازې خپل چاپیریال ته اوړي، بلکې د خپل  شخصي راتلونکي په اړه هم په فکر کې لویږي. کله چې دوی دیخوا هاخوا وګوري، هرڅه هغسې له ګلانو، له ښایستونو او له مستیو ډک نه ښکاري، څنګه چې شاعر انځور کړي دي. 

خپلو شونتیاوو  ته  چې وګوري له اقتصادي ستونزو نیولې تر ټولنیزو ستونزو پورې ځان ډوب مومي او نشي کولی داسې یوه نړۍ په رښتیاني ډول وپنځوي، شاعر ورته انځور کړې وه.  نو بیا دداسې چاپیریال د جوړولو لپاره د خیال او فکر نړۍ ته پنا وړي. خو په دې شاعرونو کې داسې سلګونو زره بیلګې شته چې د خپلو اوریدونکو، لیدونکو او لوستونکو لپاره غږیږي او دمصنوعي نړۍ له جوړولو idealism  څخه ډډه کوي، لکه دا:

د اتلسو کلونو ښکلې پیغله
د نیا سر کې وهي ګوتې، زړه یې تنګ شو
تیر کال دغه شپې بمبار وو شهید کړی
چې وریاد ورته همزولی '' ګل ملنګ'' شو (2011، نذیر).

داسې بیلګې دعامو خلکو او  زورواکو ترمنځ د خبراترو communication یوه مهمه وسیله ده چې ورځيني حقایق د شعر په ژبه کې رانغاړي، شاعرانو يې په رامنځته کولو کې د دریمګړي په توګه عمل کړی. ددې رښتینولۍ په تولیدولو کې د دوه نورو رښتینولیو لکه جګړې او د شاعر فکري لیدلوری ونډه خورا ډیره ده. 

خو، که په ټولیزه توګه، موږ د مینې ټکی " مینه " په شعرونو ، ناولونو او د ځوانانو په بنډارونو کې ولټوو، تل د ملاتړ له پولې هاخوا (په افراطي توګه) تبیلیغ شوی دی، او دا ټکی چې سرچینه يې له جنسي لیوالتیا sexual desire سره نښلي، د یو زبرځواک په توګه يې د ډيری لیکوالو او شاعرانو پر لیدلوري اغیز شیندلی او دوی يې مجبور کړي چې په وړاندې يې د ښي اړخو بنسټپالو  په توګه غبرګون وښيي.  لکه دا بیلګه: 

مات يې کړل بنګړي له خندا شنه شوله
وې وېل چې داسې به دې دل کړمه (2010، یوسفزی).

دلته شاعر ځانته غږیږي،خپل ځانته يې یوه خیالي fantasy نړۍ هغه چې دده په ذهن کې ګرځي، یايي د ځان لپاره غواړي، انځور کړې چې په حقیقت کې نشته دی. داسې نړۍ  مصنوعي ده چې په دې باندې ټول پوهیږي، خو ددغې مصنوعي نړۍ  په اړه په لوی لاس تولید شوي مالومات نه یوازې د اوریدونکو خیالونه او دروغجن ارمانونه ډیروي بلکې دوی ته دداسې شي په اړه مالومات ورکوي چې په حقیقت کې هیڅ نشته دی.  

په دې توګه،  دوی د مینې د ټکي، په یادولو، لوستلو، لیکلو یا اوریدلو سره  خپل ژوند له  داسې یوې خیالي نړۍ سره تړي چې په عملي ډول يې جوړول خورا ګران کار دی. داسې نړۍ چې بې پولې ازادي،بې پولې ښکلا، بې پولې شهواني چاپیریال ، باغونه ، د ننګونو نشتوالی، بشپړه سوله، د "اغیار" او د "غماز"  نشتون او  دسیالۍ، شریکۍ، د تربګنۍ او دښمنیو نشتون یا د ټولو سیمه ییزو دودونو ماتونکی نړۍ، هلته شته ده. داسې مصنوعي فکرونه یا خیالونه د ټولنې د غړو پر رښتینو کړو وړ یا پر ورځيني ژوند ناوړه اغیز شیندي، بیا چې کله دغه اوریدونکي عادي ژوند ته ستنیږي او په حقیقي نړۍ  کې د ژوند ناخوالې ګوري، نهیلي کیږي او په وړاندې يې غبرګون ښيي.

دا یوخیالي انځور دی، ددې خیالي انځور د جوړولو لپاره شاعر، یا یو بل څوک  ( ویناکونکی، لنډه کیسه لیکونکی) خپل اوریدونکي مطالعه کړي دي، او ددوی په وجود کې يې هغه تشه پیدا کړې چې هریو يې د ډکولو لپاره  په بیړني ډول لیوالتیا لري.  دا تشه څه ده؟  ښکاره ده چې  د نارینه او د ښځینه وو په شته والي کې دجنسي روږدیدنې کړکیچ دی چې له عادي پیغلې یا زلمي نیولې تر شاعر او لیکواله پورې يې ټول پخپل ژوند کې تجربه کوي. دیني ازرښتونه، ځانګړي دودونه او نورچې نه پریږدي انسان هغه څه ته لاسرسئ پیدا کړي چې په "لاشعوره"  توګه يې غواړي. 

کله چې  په دغسې یو چاپیریال کې انسان د ټولنیزو ارزښتونو په وړاندې د اوښتون یا پاڅون وړتیا ونلري او ځان کمزورئ ومومي کینه يې په زړه کې وده کوي،  ځان یوازې، ګوښه او نهیلی ګڼي. که دغلته د پروفیسر فرایډ د "لاشعور" (2011، حبیبزی) تیوري ته ور وګرځو، په ښه توګه څرګندیږي چې ولې داسې یو څه له یوچا کیږي؟  په حقیقت کې دغه شخص نه غواړي چې داسې وشي، خو د هغه لاشعور چې دده بدن ورباندې هیڅ ډول کنټرول نلري، دی نه پریږدي او دېته يې هڅوي چې خپل احساسات ( غبرګون ) څرګند کړي، یا ګوښه توب غوره کړي. 

که دی یو لوستی سړی وي،  بیا،  په بنډارونو، شعرونو، لیکنو، ویناوو  او د نورو لارو چارو په کارولو سره  د خپلې عقدې    frustrationد ماتولو هڅه کوي، او خبر ناخبر د "مینې" داسې انځور وړاندې کوي چې پر خیالي سمبولونو ولاړ دی چې حقیقت پټ کړي.  یانې، دحقیقت ( د هغه څه په اړه چې  په سترګو لیدل کیږي ) پرځای له مصنوعي ټکو سمبولونو څخه کار اخیستل کیږي چې داسې نړۍ جوړه کړي چې له جنسي کړکیچ sexual crisis سره وار له مخه مخامخ شوی لوستونکی، اوریدونکی یا لیدونکي وپاروي چې ځانته مصنوعي هیله یا خوښيي وبخښي.  

دغه سمبولونه چې  دروغو ته ورته دي او په لوی لاس تولید شوي دي،  دحقایقو په توګه معرفي کیږي او عامو خلکو (اوریدونکو، لوستونکو او لیدونکو)  ته یو دروغجن انځور ورکوي.  دا سمبولونه حقایق داسې پټوي لکه د انسان بدن او د جامو اړیکي، د بیلګې په توګه  "موږ ټول پوهیږو چې ولسمشر لوڅ دی، نو جامې دي چې ده  اغوستي او  پټ یې ښکاره کوي" ( 2001:48، ژیژاک).  د ولسمشر لوڅوالی رښتیا دی، اوجامي سمبول دي. په سمبولیکه توګه جامو د نوموړي' هغه رښتینولي پټه کړې ده چې له اره له ده سره تړلې ده.

دا لکه، په افغانستان کې د ''ملي یووالي'' ټکی ، هغه څوک چې د افغانستان په اړه مالومات لري، پوهیږي چې په حقیقت کې هلته ملي یو والی نشته، خو په سمبولیکه توګه په ویناوو کې یادیږي چې اشخاص ځانونه ملي وښيي. یا د قدرت لرونکو اشخاصو د ځواک د ټینګښت لپاره د پوځیانو او پولیسو قرباني، دوی ته داسې ذهنیت ورکول کیږي چې تاسو د هیواد لپاره خدمت کوئ او که په دې لار کې ژوند له لاسه ورکړئ نو قرباني ګڼل کیږي، خو حقیقت داسې نه دی. پوځي او پولیس ددې لپاره دنده اخلي چې معاش ولري او خپل ژوند پرمخ بوځي، خو د هغه معاش په بدل کې دده ژوند د څوکۍ لرونکو اشخاصو د کنټرول د ټینګښت په لار کې زیانمن کیږي، لکه د ''ځان'' (2011الف، حبیبزی) خرڅلاوو.  
  
کله چې یو څوک (ښځه/نارینه) له چا سره  د مینې ادعا کوي، دا نه وایي چې دا شخص (نارینه/ ښځينه) څه ډول شالید لري؟  د مینې په پلمه دغه شخص ددې لپاره غوښتل کیږي چې  یوڅه  ورکولی شي چې دده هغه مهمه تشه ډکه کړي چې پخپل ژوند کې يې احساسوي، یايي ، په اړه  د خوند اخیستلو یو انځور لري.  دلته دغه شخص (ښځه / نارینه ) په ناسمه توګه پیژندل کیږي یا ناسم برداشت ترې کیږي. کله چې په اصطلاح مئین په دې وپوهیدو چې تیروتلی/ې وو، مینه ژر پر تاوتریخوالي بدلیږي.  تر ګردو خطرناک اړخ يې دادی چې دلته  ''مینه'' د هغه څه لپاره نه کیږي چې ''هغه ښځه / هغه سړی'' يې لري،  بلکې ''مینه'' د هغه انځور له مخې کیږي چې ددغې ښځې یا ددغه سړي په اړه  په مصنوعي ډول جوړ شوی دی. 

په بله وینا مئين په داسې حال کې  نوره  نړۍ او په هغې کې شته نعمتونه نه خوښوي او یوازې یو تن (ښځینه/ نارینه) خوښوي، خو له دې سره جوخت ښه خوراک خوښوي، ښې جامې خوښوي، ښه ګړۍ خوښوي، ښه کورخوښوي او دا ټول شیان چې د نورې نړۍ برخه دي، بیا هم لیدل کیږي چې دغه سړی /ښځه ''مینه'' ورسره ښيي. د بیلګې په توګه، که خوراک، ښو جامو، ښې ګړۍ او ښه کور خبرې کولی شوئ او له مقابل لوري ( ښځې/ نارینه)  سره شوې خبرې اوریدلی،  نو مخامخ فزیکي یا لفظي شخړه  کیدونې (حتمي) وه.  که له بل لوري ورته وګورو، نو دغه سړي پخپله هغه ادعا رد کړې ده چې یوازې له یو څه سره مینه لري او په نوره نړۍ کې يې نور ټول شیان نه خوښیږي. که ووایو، که ونه وایو دلته دده دعمل اوخبرو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده. 

'' مینه انسان نه پریږدي چې په نړۍ کې د دلایلو له مخې ژوند وکړي، بلکې مینه خلک مجبوروي چې د احساساتوله مخې ژوند وکړي چې په هغې کې ارمانونه، کرکه ، خوښ ناخوښ راځي''(2002:60، یحيی).   که یو څوک په خطر کې وي، هغه خپل ځان په خطر کې ویني، کله چې ټلیفون راخلي او میرمنې ته ټلیفون کوي، او هغې ته وايي چې له تاسره مینه لرم، د هغه مطلب دا نه وي چې هغه رښتیا هم د مینې احساسات شریکوي، دهغه موخه  دا وي چې په یادونو کې پاتې شي. او له مرګ وروسته يې یادونه وشي. 

کرکه د مینې لپاره

ډیر خلک وايي چې 'مینه ښه شی ده، نړۍ د مینې لپاره جوړه شوې ده'، خو همدا اوس چې موږ پخپل چاپیریال کې وګورو، نو ډیر داسې خلک شته چې دخپلې ''مینې'' لپاره له ډیرو نورو کرکه لري. ساده بیلګه يې د افغانستان جګړه ده، تاسې هره ورځ د سیاستوالو، خبریالانو، ویناوالو، عادي خلکو، پولیسو، پوځ، بهرنیو ځواکونو، طالبانو او نورو ترمنځ لفظي او پوځي جنجالونه ګورئ. پر افغانستان د شوروي یرغل ته وګورئ، بیا د متحدو ایالاتو په مشرۍ د ناټو یرغل ته وګورئ، بیا ددوی د پوځيانو کړو وړو ته وګورئ چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې په څومره چټکۍ سره کرکه خپروي. یوازې ددې لپاره چې طالبان او حزب اسلامي ددوی نه دي خوښ.

یا که د هټلر د ''مینې'' مفکورې ته وګورو، د هغه مینه دا وه چې ټوله نړۍ فتح کړي، نو تاوتریخوالي ته يې اړتیا درلوده، د ډیرو خلکو وژلو ته يې اړتیا درلوده چې خپله مینه تر لاسه کړي.  یا د ایران بیلګه، په 1979 کې د ایران له اسلامي اوښتون څخه وروسته  خمیني له یو فرانسوي خبریال سره  په مرکه  کې  ادعا وکړه چې  پرته له وینې تویدنې يې انقلاب بریالی شو، هیڅوک پکې مړه نشول. خبریال ژر د پخواني رژیم د غړو د مرګ د سزا په اړه پوښتنه وکړه. خمیني داسې ځواب ورکړ، ''دا بدرنګه سپي باید ووژل شي''. کټ مټ د طالبانو د جنګي اسیرانو په اړه د ډونالډ رامزفیلډ '' باید ووژل شي'' (سوشیلیسټ،2001) استعمال  ته ورته ټکي ، د کرکې کرغیړنه بڼه چې موږ ته راښيي چې یو څوک څومره په اسانۍ د خپلې ''مینې'' لپاره نوره نړۍ په څه ډول له تاوتریخوالي څخه په ډګو ټکو غندي او په وړاندې يې کرکه ښيي.

راځئ، د عادي خلکو په ژوند کې يې وګورو، د بیلګې په توګه، یوهلک له یوې انجلۍ سره مینه لري، د کلي،ښار یا سیمې نور خلک له هغه چلند څخه خوشاله نه دي چې دواړه مئینان يې کوي. خو دواړه مئینان د نورو خلکو د خپګان په کیسه کې نه دي او خپله مینه خپل راتلونکی ګڼي.  که دغه کلیوال، یا د کورنۍ غړي ددوی د مینې په وړاندې خنډونه جوړ کړي، یا دوی له یو څه منع کړي، نو دواړه مئینان په سملاسي ډول د نورو په وړاندې له کرکې ډک غبرګون ښيي. له دغه ځایه خبره تاوتریخوالي ته ځيي، د جنجالونو او دښمنیو د رامنځته کیدو لامل ګرځي.  یو څوک د ډیرو نورو شیانو له منځه یوشی خوښوي او د انتخاب مساله منځته راځيي چې انډول له منځه وړي، او دا په ټولنه کې د یو شمیر نورو خلکو نه خوښیږي.

مینه د خوند اخیستلو لپاره

فلسفه پخپله یو څه نه تولیدوي، دا د نورو ویناوو، کړو وړو، ادبیاتو، متنونو، دودونو او د هغوی پنځونو ته نوی تعریف ورکوي. په ټولنه کې ډير شیان دي چې په ناسم ډول پرمخ ځيي، نو موږ فلسفې ته اړتیا لرو چې دېته نوي تعریفونه وټاکي. له دا ډول فیلسوفانو څخه یو سیلوای ژیژاک (2011) دی. په یو ویشتمه پیړۍ کې ژیژاک د کپیټالیزم تر ګردو مخکښ منتقد بلل کیږي. دی  د امریکايي بشرپوهه طلال اسد هغه څیړنه راخلي چې د راضي کولو له لارې د جنسي روږدیدنې په اړه يې کړې ده. 

'' په لویدیځ کې زبرزنا غندل کیږي خو د راضي کیدو له لارې جنسي روږیدنه  د زغم وړ ده، ان کله کله ستایل کیږي.  زبرزنا  د جنسي خوند اخیستلو لپاره د یو چا د ارمانونو پخلاف ( دهغې یا هغه) د بدن په نښه کولو ته ویل کیږي چې سخت جرم دی، خو د راضي کیدو له لارې یا د یوچا د ارمانونو د انحصارولو له لارې جرم نه دی. لومړنۍ بڼه يې تاوتریخوالی دی، خو دوم نه دی'' (2010:468، ژیژاک)

د فیلسوف ژیژاک ارزونې ښيي چې په نننۍ نړۍ کې خونداخیستل د کنټرول اغیزمنه بڼه ده، په ظالمانه ډول د ټولنې عام غړي مجبوروي چې ځانونه ددې لپاره  ګنارګار وګني چې د هغه څه په پرتله لږ خوند اخلي څومره چې يې په اړه پخپل ذهن کې انځور جوړ کړی دی.  

د ژیژاک په اند، خوند اخیستل پر یوه دنده بدل شوي دي، د بیلګې په توګه، په لویدیځه نړۍ کې خلک وايي چې ' غواړي دی پخپله واوسي او پخپله خوښه خوند واخلي '  دا هغه څه دي چې له پخواني ژوند سره توپیر لري او خوند اخیستلو ته دنده وايي او په وړاندې يې ځان مسول ګڼي.

 د ژیژاک د څیړنو له مخې په ننني عصر کې یو ذهني ناروغ ځان ګناګار او خپه احساسوي، دا ددې لپاره نه چې د ټولنیزو ارزښتونو د نه ماتولو لپاره يې له خوند اخیستلو ډډه کړې، یا خوند اخیستل د ټولنیزو ارزښتونو پخلاف دي نو ناروغ ترې ډډه کړې، بلکې دا ددې لپاره چې دی،  په دې نه دی بریالی شوی چې خوند واخلي.

د بیلګې په توګه،  ده یو بل سړی لیدلی چې قیمتي، کور، ګاډي او نور يې په خدمت کې دي، هر ډول خوند اخیستلو ته لاسرسئ لري، خو دی چې هلې ځلې کوي، نشي کولی هغه څه ته لاس رسئ پیدا کړي چې زړه يې غواړي. که دغه ناروغ یو ارواپوهه ته ورشي نو هغه به ورته سپارښتنه وکړي چې خپلې وسې ته وګوري، یا تر خپلې بړستنې اخوا پښې ونه غځوي.

ارواپوهه په دې پوهیږي چې دا ناروغ ددې لپاره ځان ګناګار ګڼي چې په دې بریالی شوی نه دی چې د شتمن په څیر خوند واخلي، برعکس ناروغ فکر کوي چې ارواپوهه داسې څوک دی چې ده ته به دا وړتیا ورکړي چې له هغه څه خوند واخلي چې دی د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي. د ارواپوهه ځواب څرګند دی، هغه خپل ناروغ ته نه وايي چې ته خوند مه اخله، خو تر یوې څرګندې پولې. دده موخه دادچې خپل ناروغ ته وښيي چې خوند نه اخیستل یا له خوند اخیستلو پاتې کیدل لویه مجبوري نه ده. خو برعکس ناروغ خوند اخیستل خپله مجبوري او دنده ګڼي.  

د اقتصادي، پوهنیز، یا ټولنیز ځواک نا انډولي یا د انسانانو ترمنځ انساني طبقه بندي ددې لامل ګرځیدلې ده چې بیوزلی خوند وانخلي، خو شتمن د خوند اخیستلو په حال کې وګوري. د شتمن خوند اخیستل،  د بیوزلي لپاره په ارمان بدلیږي. د ژیژاک په وینا خوند اخیستل لا نور خوند تولیدوي، د کوکا کولا په څیر، که یو سړی تږی وي او کوکاکولا وڅښکي نو لاپسې تږی کیږي.

اخځلیکونه

حبیبزی. ح. (2011)، د تیرویستلو اینجینري (په لیکه)، په دې لینک کې يې وګورئ، http://hananhabibzai-pashto.blogspot.com/2011/12/blog-  post_22.html  (22/12/2011).

ژیژاک. س. (2010)، لایفینګ این دې اینډ ټایمز، لندن: ویرسو. 

ژیژاک. س. (2001)، انجیو یور سمپوتیم، لندن: روټلیج. 

وړلډ. سوشیلیسټ. (2001US war crimes in Afghanistan: Hundreds of prisoners of war slaughtered at Mazar-i- Sharif، (په لیکه)، په دې لینک کې يې وګورئ http://www.wsws.org/articles/2001/nov2001/afgh-n27.shtml (موندل شوې: 29/12/2011).

شمسزی. ع. (1390 لمریز)، شپون صیب که شعر ونه لیکو څه ولیکو؟ (په لیکه)، په دې لینک کې يې وګورئ ، http://spenghar.com/index.php?option=com_content&view=article&id=2645:1390-05-19-06-50-10&catid=61:2010-06-19-07-36-05&Itemid=221   (موندل شوی: 1390/05/20  ). 

نذیر. الف. ن. (2011)، د نذیر احمد نذیر یو شعر (په لیکه)،  په دې لینک کې يې وګورئ http://hananhabibzai-pashto.blogspot.com/  (28/12/2011).
یحیي. ه. (2002)، روماټیسیزم، نؤرویچ:بوک وړک.  

یوسفزی. ز. (2010)، غزل (په لیکه)، په دې لینک کې يې وګورئ http://baheer_peshawar.bloguna.tolafghan.com/posts/14071  (29/12/2011).

No comments:

Post a Comment