Saturday 18 August 2012

دمزارشریف یوواټ د تهران او واشنګټن د انفارمیتکي جګړې په ټس کې

دمزارشریف یوواټ د تهران او واشنګټن د انفارمیتکي جګړې په ټس کې  

حنان حبیبزی

کله چې،  تیره اونۍ د نیمروز د خونړي برید په تور درې تنه ایرانیان ونیول شول، دې پوښتنې ته ځواب وموندل شو چې په افغانستان کې د واشنګټن او تهران ترمنځ مالوماتي یا انفارمیتکي جګړه پر پوځي جګړې بدله شوې ده. امریکا دغو شواهدو ته اړتیا لري چې دافغانستان خاوره د ایران په ضد د احتمالي بریدونو لپاره وکاروي. له دې مخکې، د کابل امنیتي څانګو له تهران سره د اړیکو په تور شکمن اشخاص نیولي، یايي لږ ترلږه ترڅارنې لاندې راوستي دي. دغه راز په امریکايي رسنیو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د کړکیچ په اړه یو شمیر راپورونه د تهران په وړاندې د واشنګټن نیتونه ښيي. د بیلګې په توګه، د جولای پر 31 نیټه وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې ''ایران افغان طالبانو ته اجازه ورکړه چې په زاهدان کې خپل دفتر پرانیزي''، هغه راپور چې نه ایراني چارواکو تاید کړی او نه هم د طالبانو اسلامي غورځنګ. 

 د وال سټریټ ژورنال دا راپور چې په کابل کې دامریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له خولې چمتو شوی د تهران په ضد د مالوماتي یا انفارمیتکي جګړې په لور یو ګام دی چې د ایران په وړاندې د امریکا او اسرایلو په احتمالي برید کې دخپل ګاونډي پخلاف دافغانستان د ښکیلتیا خطر رامنځته کوي. په زهدان کې دطالبانو ددفتر د پرانیستنې دادعا په پلمه دکرزي رژیم ته پیغام ورکول کېږي چې ایران يې د نسکورولو هوډ لري، هغه څه چې، د تهران په ضد د بالقوه دلیل په توګه دکرزي ملاتړ جذبوي. امریکا د افغانستان خاورې ته اړتیا لري چې د ایران په ضد يې وکاروي او ديته د شرایطو د برابرولو لپاره باید په دې هیواد کې د ایران د لاسوهنو په اړه اسناد چمتو شي، دغه اسناد ددې لپاره ضروري دي چې دافغاني ذهنیت چمتو کولو ته پکاریږي. 

دې حالاتو ته په ځواب کې تهران مجبور شو چې په افغانستان کې د کرزي د رژیم له بنسټیزوغړو(شمال ټلوالې) سره خپل ژور اړیکي په ډاګه کړي. ایران په دې بریالی شو چې د بلخ والي عطا محمد نور قانع کړي چې د مزار شریف د ابومسلم خراساني واټ د هغو ایراني ډيبلوماټانو په نامه کړی چې  پر مزار د طالبانو د بري پر مهال وژل شوي وو. د واټ نوم اړول ساده خبره نه ده، له دې لارې دایراني پروپاګنډ لپاره شرایط برابر کړی شول چې په افغانستان کې د تهران د ژور اغیز ښودنه وکړي. ددې کار لپاره پرهغو دولتي تګلارو پښه ایښودل شوې چې د امریکا په خوښه چمتو شوي دي. همدا خبره وه چې، دې پرمختګ په ارګ کې د ایران ضد کړۍ له حیرانتیا سره مخامخ کړې او دولسي جرګې یو شمیر غړو بې له ځنډه د بلخ چارواکي پر ملي خیانت تورن کړل. له دې سره جوخت، دوه ورځې روسته په کابل کې امنیتي ادارو ادعا وکړه چې ایراني وګړی يې د نیمروز د خونړي برید په تور نیولي دي. د تهران په وړاندې دې معکوس خوزښت وښوده چې د کرزي په رژیم کې د اختلافاتو کچه کوم برید ته رسیدلې ده. 

هغه مهال چې د امنیتي ادارو په خبره''ایراني وګړو'' په نیمروز کې برید ته ځان جوړاوو د بلخ والي د ابومسلم خراساني واټ د وژل شوو ایراني ډیپلوماټانو په نامه کړ، دوه معکوس او غیري عادي اقدامات چې زښت ډیر د پام وړ دي. دبلخ د والي دا ګام نه یوازې د کرزي د کنټرول پولې محدودې کړې، بلکې هغو امریکايي پلانونو ته يې ګواښ وکړ چې په کابل کې د تهران په ضد نیول کیږي.  د ایران پخلاف امریکايي او اسرایلي ارادو ته په پام سره د داسې یو بي ربطه ګام پورته کول د عطامحمد نور او د کرزي په رژیم کې دهغه د ګوندي ملګرو سیاسي راتلونکی له خطر سره مخامخ کولای شي. 

عطامحمد ګومان کوي چې په کلیوالو سیمو کې د طالبانو د پراخ شته والي او ډیریدونکي کنټرول له کبله دده دغه ډول ګواښونه به امریکايي چارواکي مجبور کړي چې ده ته د لازیاتو سیاسي حقونو ژمنې ورکړي، له دې مخکې هم د ورته هڅو له لارې نوموړي امتیازونه ترلاسه کړي دي.د بلخ والي ته د کرزي د رژیم کمزورتیاوې ښې مالومي دي، په تیرو وختونو کې يې دغه تشه دیوعادي ګواښ په کولو سره دسیاسي او اقتصادي امتیازونو لپاره کارولې ده. په 2009 کال کې د انتخاباتو پر مهال د برحاله والي په توګه عطا محمد نور د کرزي په ضد کمپاین وکړ چې قانوني سرغړونه ده، له دې سره يې جوخت،  دوخت د کورنیو چارو پر وزیر تور ولګاوو چې په شمال کې دده مخالفینو ته وسلې ویشي. له انتخاباتو روسته ښاغلی نور په دې بریالی شوچې کرزي ته خپله وفاداري له سره تازه کړي او د پخوا په پرتله ډير امتیازونه واخلي. خو داځل حالات یو څه توپیر لري،  د ښاغلي نور دا نوی ګام یوازې د کرزي د تګلارو پخلاف نه دی، بلکې، امریکايي قومندان جان ایلن ته د سپارل شوو مسولیتونو پخلاف دی. 

No comments:

Post a Comment